Categories

اعلان

Loading…

یو ځل بیا د بیان د ازادۍ په اړه /څېړندوی عبدالغفور لېوال

نه غواړم تیوریک تعریفونه وړاندې کړم، ځکه د پورتني سرلیک پر وروستۍ موضوع تم کېږم او د لومړنیو ترکیبونو وضعیت په افغانستان کې څېړم، خو لومړی راځئ وګورو چې هر ترکیب څنګه له یو بل سره بېلښتونه او تړښتونه لري.

مدني حقوق؛

د ټولنیز ژوند لپاره د هغو وضع شویو اصولو مجموعه ده چې د فرد او ټولنې مسوولیتونه، حقونه او حدود ټاکي او اصلي هدف یې د قانونمندۍ دودول دي چې د بشري ژوند، ازادي او هوساینه په ټولنه کې تضمینوي.

د بیان ازادي؛

د هر فرد د فکر، وینا او ذهني شتمنۍ د ارایې د ازادي حق دی چې له قانون سره سم د بل فرد وضع شوي حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

د رسنیو ازادي؛

د ټولنیزو اړیکو د کار ازادي تنظیموي چې افراد او ټولنې د هغو په وسیله د بیان د ازادي حق تمثیل کړي.

او په دې توګه موږ ګورو چې د بیان ازادي د رسنیو له ازادۍ سره لفظي مترادفات نه دي چې په افغانستان کې همدا هم ناسم تعبیر شوي دي.

د بیان ازادي د بشري حقونو د یوه اصل په توګه یو نړیوال منل شوی ارزښت دی چې د بشري حقونو په نړیوالو کنونسیونونو کې تسجیل شوي دي، حال دا چې د رسنیو ازادي د یوې ټاکلې ټولنې د سیاسي، کولتوري او ټولنیزو ځانګړنو په نظر کې نیولو له قید سره سم د مطبوعاتو د کار د څرنګوالي په اړه وضع کېږي.

تاسې وینئ چې هېوادونه او بېلا بېلې ټولنې د ځانګړیو شرایطو په پام کې نیولو سره بېلابېل فوانین وضع کوي چې رسنۍ د هغو له مخې خپل فعالیت تنظیم کړي، خو د بیان د ازادي لپاره داسې وضعي قوانین نه شته، بلکې دا د ژوند د حق په څېر یو نړیوال اصل دی.

خو راځئ وګورو چې په افغانستان کې د دغو ازاديو او حقونو په اړه زموږ وضعیت څنګه دی او ستونزې مو کومې دي.

د ټولن‌پوهنې له نظره افغانستان لا هم یو کړکېچن (بحراني) هېواد دی، جګړه، بې‌وزلي، نامتجانس جوړښت او د ټولنیزې پوهې ټیټه سطح د دغه بحران عوامل دي.

په بحران ځپليو ټولنو کې د قانونمندۍ ریښې کمزورې وي او بشري حقونه، بشپړ نه شي تامیندای، له همدې امله ازادي ګانې هم تر پښو لاندې کېږي.

څوک د بیان ازادي تر پښو لاندې کوي؟

زموږ لپاره دا پوښتنه یو څه فېشني ده، ځکه موږ لا دې پوښتنې ته ځواب نه لرو چې ولې دلته په دومره اسانۍ سره انسانان وژل کېږي؟

د انسان په لومړنیو حقونو لکه ژوند، شخصي امنیت او کورني حریم باندې تېری کېږي او له دې ولس څخه یې ډوډۍ، ښوونځی او ملي هویت اخیستل کېږي.

د بیان د ازادۍ خبره به څنګه وکړو چې د بیان وسیله یانې ژبه (همدغه فزیکي ژبه چې زموږ په خوله کې ده) را څخه غوڅېږي، دا یانې څه؟

غواړم ووایم چې د جنایت د کېدو امکان او جرایم هغه وخت ډېرېږي چې سیاسي امنیت نه وي، موږ دېرش کاله سیاسي ثبات، امنیت او مدني ژوند نه درلوده، له همدې امله د مدني ازادیو د ښېګڼو په اړه فکر نه شو کولای.

سیاسي ثبات او د بشري حقونو د تأمین اصل یو د بل لازم او ملزوم دي، خو د دواړو لپاره څنګه کار وکړو او له کومه ځایه یې پیل کړو، موږ افغانان یې لا هم په چل نه پوهېږو.

کله چی وایو افغاني ټولنه یانې ۸۵٪کلیوال او ۱۵٪ښاري اوسېدونکي، اوسنۍ احصایې ښيي چې له ۸۵٪ کلیوالو څخه هم تقریباً ۲۰٪ پر ښارونو هجوم راوړي چې روزی بوده کړي او په دې توګه نه ښار د ښار په څېر دی او نه هم کلی د کلي په شان.

د ښار او کلي تر منځ پټه جګړه په شدت راونه ده او کلی له ښار څخه د انتقام د اخیستلو په لټه کې دی.

فرض وکړﺉ د وزیر محمد اکبر خان مېنې او شهر نو اوسېدونکي دا خپل مدني حق بولي چې نایټ کلپ دې ولري او څو ساعته دې پکې خوشاله تېر کړي، خو د لېرې پروت بدخشي یا هلمندي لپاره د نایټ کلپ درلودلو حق مسخره دی، لا تر دې بتره، د کفر او بې لارې توب نښه او د له منځه وړلو او نابودولو مستحق، په دې منځ کې څوک حق په جانب دی؟

خدای خبر، په دې هم لا نه یو خبر چې څنګه باید ۱۵٪په حقونو خبر نفوس د ۸۵٪ په اصطلاح بې خبر نفوس رهبري پر غاړه واخلي او له مدني ژوند سره یې اشنا کړي.

ډېموکراټیک اصول، د بشري حقونو داعیه او د بیان ازادي مسله خو تعلیمي کار ته ضرورت لري. ځکه موږ خو دا د ټولې افغاني ټولنې لپاره غواړو نه یوازې د ۱۵٪بې برېښنا ښاریانو لپاره چې هره شپه ۳لېټره تېل د خپلی کورنۍ له ګېډې څخه په راګرځول شویو پیسو اخلي چې جنراټور روښانه کړي او له ډېرو خواریو وروسته د تولسي ډارمه وګوري.

که دا ډرامه چا د افغاني ارزښتونو پر خلاف وګڼله، نو ګواکې د بیان ازادي پر ضد اقدام دې وګڼل شي او پر ګڼو ټولنیزو لانجو دې یوه بله هم ور زیاته شي.

اوس نو تفاوت له ورایه ښکاري، داسې ښار او هسې کلی.

دا حقیقت منو چې تر بلې هرې باثباتې ټولنې موږ ډېر د بیان ازادي حق ته اړتیا لرو، ځکه موږ باید د بیان ازادي له حقه استفاده وکړو او حقایق روښانه کړو چې له بحران څخه راووزو، خو له بده مرغه د بیان د ازادي حق د تولسي په ډارمه کې منحصر پاتې دی او څوک په دې فکر نه کوي چې برېښنا ولې نه شته.

د بیان ازادي دا ده چې ملت په زغرده له مقاماتو څخه پوښتنه وکړي چې؛

افغانستان د روانو اوبو پراخې زېرمې لري او دغه هېواد د دغو اوبو په کارولو، تر خپل ضرورت ډېره برېښنا تولیدولای شي، ولې په تېرو اوو کلونو کې حتی یو لوی بند هم جوړ نه شو چې لږ تر لږه وزیر اکبر خان مینې،

شهر نو او مکروریانو ته برېښنا ورکړي؟

د بیان د ازادي له حق څخه باید ملت استفاده وکړي او خپل غږ داسې راپورته کړي چې ولې لا هم د انسان او مسلمان د وژلو کبیره ګناه د اسلام د سپېڅلي دین په نامه کېږي، حال دا چې دغه دین په کلکه د دغې بې‌رحمۍ خلاف دی؟

له بده مرغه بهرنۍ ډرامې، نڅاګانې، سیاسي کنځلې او د خپلو جنګي ډلو په ګټه ناسم تبلیغات زموږ لپاره د بیان د ازادي اصلي مفهوم دی.

نو بايد څه وکړو؟

ځواب د یوه مثلث په منځ کې دی چې په دریو کونجونو کې یې دولت، د مدني ټولنې بنسټونه او ملت واقع دي، خو زما په فکر لومړی مسوولیت د مدني ټولنې د بنسټونو پر اوږو دی.

د مدني ټولنې بنسټونه او په هغو کې مطبوعات، ګوندونه، تعلیمي موسسې، فرهنګي ټولنې نا دولتي ټولنې، ټولنیز سازمانونه او د بهرنیو NGO ګانو څانګې ښايي په ملي سطح یو داسې مېکانیزم رامنځ ته کړي چې تر هر څه وړاندې ولس ته دغه ټول اصطلاحات د دوی په ژبه او د دوی د پوهې له سطحې سره سم وروپېژني.

لږ تر لږه په دې اړه عامه پوهاوي ته زمینه مساعده کړي چې د بشر حقونه د اسلامیت او افغانیت پر ضد دسایس نه دي.

ایا موږ لا تر اوسه داسې یو عملي او علمي مېکانیزم لرو؟

له ولس څخه زما هدف ۸۵٪ نفوس دی چې موږ د هغوی لپاره دلته راټول شوي یو.

څنګه کولای شو یو شمېر اصطلاحات ومینځو؛ ډېموکراسي، سوله، بشري حقوق، ګوند، شفافیت، د بیان ازادي، مطبوعات او نور نومونه دومره سولول شوي او ناوړه استفادې ترې شوې چې د خلکو ډېر نه خوښېږي، دغه اصطلاحات باید بیا په ذهنیتونو کې ومینځل شي او دا د مدني ټولنې د بنسټونو کار دی.

دا به سمه نه وي چې موږ دې د یوه ملت لپاره داسې څه وغواړو چې هغه یې په ټولو ښېګڼو نه وي خبر.

د مثلث بله څوکه دولت دی، دولت هغه موسسه ده چې قانون جوړوي، پلی کوي یې او نظارت یې کوي، دولت د خلکو له حقونو څخه ساتنه کوي او داسې یو سیسټم دی چې ټول اجرات یې د ملت په ګټه وي.

ایا په افغانستان کې همداسې ده؟ نه! ولې؟ ځکه د ډېموکراسي د اصل له مخې د دولت پر کړنو نظارت نه شته.

څوک به دا نظارت کوي؟ خلک! ولې خلک دغه نظارت ته په کمه ګوري؟ ځکه په اهمیت یې نه دي خبر، موږ ګورو چې د یوې تورې حلقې په منځ کې سرګردانه یو او هيڅ یو خپله دنده سمه نه ترسره کوو.

یوازېنی دلیل یې هم د دريو واړو لوریو ناخبري ده او بې‌خبري خو معقول عذر نه شي ګڼل کېدای.

لنډه نتېجه همدا ده چې موږ باید له الفبا څخه پیل وکړو.

د خلکو عنعنوي ارزښتونه په پام کې ونیسو، عقایدو ته یې درناوی وکړو، له هغوی سره پر ځمکه کښېنو او د بشري حقونو په ښېګڼو یې خبر کړو.

دا هغه لاره ده چې لوېدیز انسان څو پېړۍ وړاندې عملي کړې وه.

دا پروسه یوه علمي هڅه ده چې څنګه انسان د پاملرنې په محراق کې ودرولی شو او موږ هم باید د دې وطن انسان د پاملرنې په محراق کې ودروو چې ښه ژوند، ازادي او بشري حقونه د هر افغان لپاره زموږ هیله ده، خو شرط یې دا دی چې هر افغان په دې وپوهوو او هغه یې راسره ومني.

دې ته د وررسېدو مېکانیزم او لاره چاره څنګه جوړه کړو، زه پرې نه پوهېږم، دا ستاسې پوهانو کار دی، خو زه همدومره پوهېږم چې همدا نن یې باید پیل کړو.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/دريمه/ پرلپسي ۵۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۱۸/ ۱۳۹۴

237 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸