Categories

اعلان

Loading…

په لوګر ولایت کې دملي ثبات په ملا تړ پراخه ولسي غونډه وشوه

په دغه غونډه دملي ثبات بنسټګر او عمومي ریس ضياالحق امرخېل،د ولایت والي محمدحلیم فدايې، دولایتي شورا ریس او غړو یې،قومي مشرانو،علماو،دبېلابېلو ولسوالیو بانفوذه شخصیتونو،خویندو،مدني فعالانو او په سل ګونه ځوانانو ګډون کړی وو.

دملي ثبات مشر ضیاالحق امرخېل په پيل کې دلوګر ولایت شریفو ولسونوڅخه مننه وکړه چې تشریف یې راوړی او دملي ثبات څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ،ښاغلي امرخېل په ولسونو غږ وکړچې دسیمې امنیت په خوندیتوب او تل پاتې سولې راوستو په موخه لاس په کار او خپله دعمل نوښت په لاس کې ونیسي او دچا په تمه دې نه کښیني ځکه په روانه جګړه کې ټول زیان افغانانو ته دی او د دواړو لورو باندې یوازې افغانه مور او خور خواریږي.دملي ثبات مشر ثبات دټولو همفکره افغانانو مرکز وباله او داحرکت یې دهر‌‌‌‌‌‌ډوله سمتي،ژبنیز او نژادي تبیعض پورته وباله اوګډونوالو یې هیله وکړه چې دمشترکو اهدافو ترلاسه کولو لپاره سره لاسونه ورکړي اودملت جوړونې پرلور ګامونه پورته کړي. ښاغلي امرخېل په دې وروستیوو کې دولسمشر لخوا ټاپې پروژې پيلول د هېواد په تل پاتې ثبات کې مهم وباله او په هېوادوالو یې دنوموړې پروژې دساتنې غږ وکړ او له حکومته يې د داډول نورو مهمو ملي پروژو چې په امنيت،اقتصاد او تل پاتې ثبات تاثير لري دپلي کولو هيله وکړه.

2د ولایت والی محمدحلیم فدایې مدني جریانونه مهم وبلل او د ولس او حکومت ترمنځ یې اساسي پل په توګه یاد کړل.ښاغلي فدایې وویل دا وطن په وینه نه بلکې په مینه پالل کیږي او هېوادوال نن ورځ دوینو پرځای خپل منځ کې مینې او یوالي ته اړتیا لري.

وروسته په وار سره د لوګر دولايتي شورا ریس قریب الله سادات،ډاکتر عبدالولي وکيل، د علماو په استازيتوب مولوي سميع الحق رشید،دقومي مشرانو په استازيتوب سيدعنايت الله اغا دښځو په استازيتوب نفيسې هجران او دځوانانو په استازيتوب لطف الله ستانکزي هم خبرې وکړي نوموړو دملي ثبات مشر او ځوان سياستوال ښاغلي ضياءالحق امرخېل دهڅو او ترسره کړو چارو ستاينه وکړه او دملي ثبات د افغانستان شموله موخو څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ، نوموړو وينوالو په حکومت غږ وکړو چې په هېواد کې تل پاتې ټيکاو او سولې لپاره ګامونه پورته کړي او دسولې پروسه دې دځينو خاصو کړيوو قرباني کوي نه.

په پاي کې دلوګردشريفو خلکو لخوا دملي ثبات مشر ښآغلي امرخېل ته دعزت لونګۍ وتړل شوه  او هم د دلوګر ولايت والي په ملتيا نوموړي پلاوي په لوګر ولايت کې درغنيزو چارو لکه پوهنتون ودانيو او بريښنا سټيشن مرکز جوړولو چارې يې له نژدې وليدې.

193 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2