Categories

اعلان

Loading…

آیا د بشري حقونو کميسيون خپله دنده پېژني؟/ حبیب وقار

په افغانستان کې د انتقالي عدالت د غلي کولو له پاره بېلابېل لوري هڅه کوي، هر لوری د خپلو شخصي ګټو له پاره کار کوي، که شخصي ګټو ته يې زيان رسېږي بیا نو هېڅکله هم د ملي ګټو په کيسه کې نه دي، خو د هېواد عام وګړي او مدني ټولنې د جنګي مجرمينو د محاکمې او د عدالت منګولو ته د سپارلو په لټه کې دي. مدني ټولنې او په هېواد کې د جګړې د قربانیانو د کورنیو ډېری غړي له ملي وحدت حکومت څخه غواړي چې د څه باندې درې لسیزو جنګي مجرمین له یاده ونه باسي او د محاکمه کولو لپاره یې هڅه وکړي.

د پرله پسې جګړو او وژنو قربانیان وايي چې د شوروي پلوه حکومت، مجاهدینو، طالبانو او اوسني حکومت د واکمنيو پر مهال ډېر شمېر افغانان بې ګناه وژل شوي، خو له بده مرغه چې عاملین یې لا هم نه دي محاکمه شوي او تر ټولو بده لا دا چې همدا مجرمين په واک کې هم دي. د جګړې قربانیان پر ملي وحدت حکومت غږ کوي چې د جنګي جنایتکارانو پر وړاندې د تېرو څه کم څلورو لسیزو چوپتیا ماته کړي.

د جګړو قربانيان چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده، د کابل ښار د خرڅي پله په پلیګون کې تېره اوونۍ را ټول شوي وو. دوی ويل چې په ۱۳۵۷ او ۵۸م لمریزو کلونو کې چې د شوروي پلوه حکومت په کابل کې واکمن و، په لسګونو زره افغانان بې ګناه وژل شوي او قاتلين يې هم تر اوسه نه دي محاکمه شوي. دوی د خپلو پنځه زره وژل شوو کسانو تصويرونو پر يوې غونډۍ څنګ په څنګ اېښي وو پر حکومت يې ټينګار وکړ چې نور دې د جرم او وژنو عاملين نه بښي.

د دوی په نظر د خلق او پرچم پر ګوندونو سربېره چې د شوروي اتحاد له لوري اکمالېدل او بې شمېره بې ګناه افغانان يې وژلي، اوس هم بې ګناه خلک وژل کېږي او د داسې جنايت کوونکو په وړاندې د حکومت غبرګون له صفر سره ضرب دی. د مجاهدينو، طالبانو او روان وخت کې دوی د خلکو وژل تښتول، بندي کول او ځورول په کلکه غندي.

د جنګي مجرمينو د محاکمې له پاره په ورته وخت کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په كابل كې سلګونو كسانو د يوه بل لاريون په ترڅ كې په هېواد كې د جنګي مجرمينو د محاكمې غوښتنه وكړه.

د ډسمبر لسمه نېټه د بشري حقونو د نړيوالې ورځې سره برابره ده، په همدې مناسبت په كابل كې ګڼ شمېر كسانو لاريون وكړ چې ياد لاريون د دهبوري له څلورلاري څخه پيل شو د بشري حقونو د كمېسيون مخې ته يې د پرېكړه ليك په لوستلو سره د جنګي مجرمينو پر وړاندې د معافيت د كلتور د پاى ته رسولو او د مصلحتونو په نامه جنګي مجرمينو ته د نه بښنې غوښتنه وكړه. دوی په وردګو کې شوې پېښه چې د سيمې د خلکو په وينا د ملي اردو په هاوان د کلي ۱۲ کسه تنکي ځوانان ووژل شول او ۶ نور يې ټپيان شول په کلکه وغندل.

په همدې حال كې د دغه لاريون دوو تنو ګډون والو ضيا الدين كمال او اسدلله كامه وال وويل چې په تېرو كلونو كې د دې پر ځاى چې جنګي مجرمين محاكمه شوي واى، هغوی نور هم په لوړو څوكيو وګمارل شول.

په دهبوريو کې د پيل شوي لاريون په پاى كې د بشري حقونو د كمېسيون مخې ته د لاريون د يو تن ګډون کوونکي له خوا يو پرېكړه ليك ولوستل شو، په يوه برخه كې يې د بشري حقونو له خپلواك كمېسيون څخه د جنګي مجرمينو په اړه د راپور د خپرولو غوښتنه كړې وه او همداراز يې له دولت او بهرنيو ځواكونو څخه غوښتي وو چې د ملكي مرګ ژوبلې مخه ونيسي: ((موږ د بشري حقونو کميسيون ته خبرداری ورکوو چې د جنګي جنايتونو راپور دې په يوه مياشت کې د ننه خپور کړي او د کميسيون رهبري او ترکيب دې بدل شي کنه موږ د بشري حقونو کميسيون د ملي ګټو د ناقض په توګه لغوه اعلانوو او پر ځای يې يو رښتينی، خدمتګار او خپلواک کميسيون جوړوو، موږ د وردګو د سيدآباد د اوتړيو په کلي کې د ۱۲ تنکيو بې ګناه کليوالو د وژلو پېښه په کلکه غندو او له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې له ژمنې سره سم د دې پېښې جدي څېړنه وکړي، او د پېښې عاملين دې په اعلني ډول په سزا ورسوي.))

په همدې تړاو د جګړې د قربانيانو د بنسټ مشر حبیب رهياب وايي: ((برحاله دولت ته وايو چې د جنګي جنايت کارانو په وړاندې ستاسې خاموشي له دوی سره ستاسې د شرکت معنی لري، موږ د دې له پاره راپورته شوي يو چې د خلق، پرچم او نورو جنايتونه محکوم کړو.))

په هېواد کې اوس هم د بشري حقوقو اصولو ته پام نه کېږي او ډېری زورواکي له بشري حقوقو سرغړونه کوي. وبه وينو چې د هېواد د بشري حقونو خپلواک کميسيون څه کوي د خلکو غوښتنو ته غاړه ږدي کنه او د جنګي مجرمينو راپور به خپور کړای شي کنه؟ آیا دوی به خپله دنده وپېژني؟ که چېرې ونه کړای شي نو بيا دې کميسيون ته خپلواک کميسيون نه بلکې بې واک کميسيون ویلای شو.

119 total views, 2 views today

1 comment

  1. خالده خالد Reply

    آیا د بشري حقونو کميسيون خپله دنده پېژني؟۰
    نه له بده مرغه نې پیژني ،که ئې پیزندلائ په داڅلویښتوکالوکې په رڼوستروګودافغان حالت ته ګوري ،خوخوله ئې په پټه کړې اوغوږونه ئې په کاڼه ۰ هرڅوک خپل مطلب لري۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *