Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان لوی درستیز د سولې د بهیر د بل پړاو د نېټې پر ټاکلو د خبرو لپاره کابل ته راځي

تاند- د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف کابل ته راځي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په باب له افغان چارواکو سره سلا مشوره وکړي.

راپورونه وايي چې له جنرال راحیل شریف سره به د پاکستان د حکومت یو جګپوړی پلاوی هم ملګری وي. د دوی د سفر اصلي هدف به د سولې د خبرو د بل پړاو د دقیقې نېټې ټاکل وي.

په پام کې ده چې د سولې بل پړاو خبرې هم اسلام اباد ته نژدې په مري ښارګوټي کې وشي. که څه هم ترکیې د بل پړاو خبرو کوربه توب ته چمتووالی ښودلی و.

ویل شوي چې په دوهم پړاو خبرو کې به د امریکا او چین ترڅنګ د یو شمېر نورو هیوادونو استازي هم د څارونکو په توګه ګډون وکړي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف غوښتل چې د افغانستان د سولې د خبرو د نېټې د ټاکلو لپاره د تېرې میاشتې په لومړیو کې کابل ته راشي خو هغه مهال د افغانستان حکومت د ده له سفر سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې که پاکستان له زړه په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وي لومړی دې په خپله خاوره کې طالبان له حملو منع کړي.

راپورونه وايي، راحیل شریف وروسته امریکا ته مخه کړه او له امریکايي چارواکو سره له اوږدو خبرو وروسته یې د دغه هیواد او چین په مرسته افغانستان ته د صادقانه همکارۍ تضمین ورکړ. د همدغه تضمین پر اساس د افغانستان ولسمشر د اسیا زړه په کنفرانس کې، چې په اسلام کې جوړ شو، ګډون وکړ او له پاکستاني چارواکو سره یې د سولې د پروسې د بیا پیلېدو په اړه خبرې وکړې.

22 total views, 1 views today

3 comments

  1. karim Reply

    The peace process should starte as soon as possible

  2. Dr.Popal Reply

    Untill a legitimate ceasefire don’t believe these all made of stories,peace with Taliban via mercy of Pakistan is just a dream!

  3. څارنوال علیزی Reply

    وایی ((اس که ټکنی دی میدان یی لنډ دی )) هیڅ ډول باور په پاکستان نشته خو داځل به دنړیوالو په مخکی که څه هم دانړیوال امریکا اوچین تر افغانستان ډیر پاکستان ته مخلص دی خوبیا به هم ژر معلوم شی چی په عمل کی څه کوی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *