Categories

اعلان

Loading…

دیپلوماتان وايي، ژر به د افغانستان د سولې خبرې پیل شي

تاند- دیپلوماتان او چارواکي وايي چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به ژر پیل شي.

اې این آی (ANI) خبري اژانس له کراچۍ څخه په ورکړي راپور کې نن /سې شنبه/ ویلي چې جګپوړو دیپلوماتانو او چارواکو ورته ویلي چې په څو اوونیو کې به د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي د سولې بل پړاو خبروته کښېني.

تر دې مخکې ولسمشر غني له پاکستانه تر راستنېدو وروسته وویل چې په دوو اوونیو کې به د سولې خبرې پیل شي.

تېره اوونۍ پاکستان ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لړ کې افغانستان، پاکستان، امریکا او چین موافقه وکړه چې د سولې خبرې پیل شي.

امریکا او چین ویلي چې د افغان لورو ترمنځ د سولې د خبرو تضمین کوي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ لومړنۍ رسمي او مخامخ خبرې د سږ کال د جولای په اوومه اسلام اباد ته نژدې د مري په تفریحي ښارګي کې وشوې.

دواړه خواوې له خبرو راضي ښکارېدې او پرېکړه یې وکړه چې بل پړاو خبرې هم وکړي. ټاکل شوې وه چې بل پړاو خبرې هم په مري کې د جولای په ۳۱ مه وشي خو د ملا محمد عمر د مړینې اعلان د خبرو د ځنډېدو پلمه شوه.

پاکستاني چارواکو د افغانستان حکومت ملامت کړ چې د ملا عمر د مړینې د خبر په اعلانولو سره یې د خبرو د دوام مخه ونیوله خو افغانستان دا ادعا ردوي او وايي چې د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو کال مخکې هم د ملا عمر د مړینې خبر خپور کړی و.

وېره ده چې دا ځل به دا مسله چې د طالبانو کومې ډلې په خبرو کې ګډون ولري یا ونه لري، د سولې د پروسې د ځنډېدو سبب شي.

د افغانستان حکومت ویلي چې باید د سولې په بهیر کې ټولې دلې شاملې وي خو ګومان نه کېږي چې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ ډله، چې د ملا محمد رسول اخوند تر ډلې غښتلې ده، په خبرو کې د رسول اخوند د ډلې ګډون ومني.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *