Categories

اعلان

Loading…

خاموش ملت/ انتظار خادم

کله چې ستالین په ۱۹۵۳ کال کې ومړ او خروشچوف (۱۸۹۴-۱۹۷۱) د کمیونیست حزب مشر شو نو په لومړۍ بیانیه کې یې د ستالین د ظلم، ښکیلاک، بربریت، سوړ جنګ د پیل او سرزورۍ په اړه د خپل حزب غړو ته تفصیلات ورکول، په داسي حال کې چې همدي خروشچوف په ۱۹۳۸ کال کې د ستالین په امر د اکراین پاڅونونه ځپل او ارامول. خروشچوف که څه هم د خپل شباب مرحله په لذت کې تیره کړی وه لیکن د خپل ۷۷ کلن عمر ( ۱۸۹۴-۱۹۷۱) وروستۍ شیبې یې په حقارت کې تیرې کړې.

کله چې خروشچوف په حزبې مجلس کې د ستالین بد ویل پیل کړل نو د مجلس له منځه کوم نامعلوم شخص په یوه کاغذ کې خروشچوف ته یو یادښت ولیکه:

ښاغلې خروشچوف!

کله چې ستالین د روسیې هیواد او روسي ولس سره دا ډول جفاګانې کولې نو ته یې هم نژدی ملګری وې، تا ولی نه منع کاوه؟، تا یې ولي ملګرتیا کوله؟، ته ولې هغه وخت چوپ وې؟ خروشچوف د کاغذ په لوستلو تور او شین شو، له خپله ځایه وروسته او مخکې لاړ، په لوړ اواز یې غږ کړ:

دا کاغذ چا لیکلی؟ هیچا، ځواب ورنکړ، دا خبره یې بار بار تکرار کړه لیکن نه هم د کاغذ لیکوال او نه هم د مجلس نورو خبیرو غړو د کاغذ په اړه څه ویل. خروشچوف، له څو شیبو چوپتیا وروسته په لوړ اواز وخندل، ویې ویل:

کله چې ستالین د بربریت په څپو کې ډوب وو، نو ما او زما په شمول نورو غړو هم کټ مټ د نوموړی د کړنو خلاف همداسي جبون مخالفت کاوه لکه نن چې ستاسې له منځه کوم غړي دا بې نومه یادښت لیکلی. مونږ به هم عحیب او غریب یادښتونه لیکل لیکن د ځان د مصونیت، د حیثیت د خوندیتوب او د موقف د ساتلو لپاره به مو کله هم د ستالین سره مخ پر مخ ټکر نه کاوه. مونږ کله هم ملې ګټې په شخصې ګټو لوړې نه وې ګڼلې ځکه نو مونږ نن ټول دهیواد په کچه د خپلو غفلتونو قیمت ادا کوو. مونږ اړ وو چې باید په لوړ غږ، په لوړ مورال او روښانه دریځ مو د ستالین مقابله کړې وای، نوموړی مو له هغه ډول خشنو کړنو منع کړی وای، تصحیح کړی او یا بې واکه کړی وی.

که څه هم وروسته خروشچوف د خپلو غفلتونو د جبران لپاره د خپل قیادت په دوان کې عجیب خدمتونه ترسره کړل لیکن په نوموړی لږیدلی ملي داغ تر ډیرو اوږدو کلونو پوری تازه وو. ملې ګټو ته د ژمنتوب د تحقق لپاره خروشچوف قدرت ته رسیدل اړین وګڼل ځکه یې د کمونیست حزب په شلمه ناسته کې د پټ کمپاین له لاری خپل پلویان وهڅول ترڅو نوموړی ته مثبته رایه ورکړی او واک ته ورسیږې. نوموړی د رایو له شمیرلو وروسته په ډیره اسانۍ د ۱۱ کلونو لپاره (۱۹۵۳-۱۹۶۴) د کمیونست حزب مشر شو. که څه هم نوموړی هڅه وکړه چې خپل سیاسي مخالفین/منتقدین له ځان سره یوځای کړي، حزبي کشمکشونه په یوه واحد مرکزیت کې راټول کړي، د هیواد په کچه د نظام د استحکام بنسټونه ټینګ کړی لیکن ونه توانیده چې د شوروي اتحاد لړزاند اقتصاد متحرک کړی.

که څه هم، نوموړی هڅه وکړه ترڅو د شوروي اقتصاد یواځې په تیلو، نفتو او ګازو متکې پاتې نشي او نه هم لکه پروتوزوا د خپلو ګاونډیو او خاصکر د مرکزي اسیا هیوادونو لکه قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، او ترکمنستان له سرچینو ځانونه سربه کړي لیکن بیا هم پدې برخه کې پاتې راغی. خروشچوف ددی موخې لپاره حتې د سوړ جنګ د مخکښ هیواد (امریکا) له استوګن او د غربې نړۍ د لوړی دبدبې خاوند دیوید راکفلر سره هم راشه درشه پیل کړه. دیوید راکفلر د راکفلر کورنۍ نانقوذه غړی، د راکفلر تیلو کمپنې مالک، د امریکا د پنځو لویو سیاسي کورنیو مخکښ، د چیز منهاتن کمپنۍ مشر او لنډه دا چې سپینې ماڼۍ به د نوموړی پانګونه د امریکا پانګونه ګڼله. په حقیقت کې راکفلر د امریکا د بهرنیو پالیسیو ترجماني کوله او خروشچوف پوهیده چې د نوموړی سره افراطي تقرب د شوروي اتحاد د غړو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کولی شی لیکن نوموړی د خپل صدارت په زمانه کې هر ممکن ګټور کار ترسره کړ ترڅو روسیې ته خپل ژمنتوب او وفاداري یقیني کړي.

کله چې نوموړی د راکفلر سره په ۱۹۶۴ کال کې ناسته وکړه نو د پروادا ورځپاڼي ددې ناستي اغیز د هغې ناستې د اغیز په پرتله چې د امریکا ولسمشر جان اف کینیډې او خروشچوف کړی وه، لوړه وبلله. خروشچوف به دیته ورته په ټولو هغه نوښتونو چې د روسانو د ژوندانه په غوره کولو کې یې اغیز لرلی شو، ځنډ نه کوه.

که څه هم د نوموړی د هیواد جوړونې دکتورین، تکتیکونه، لارښونې او دساتیر د شوروي اتحاد راتلونکې مشرانو ته وغزیدل لیکن نوموړی په خپل ژوند کې د خپلو غفلتونو جبران ونه شو کړای. نوموړې د خپل شباب زمانه یې په کباب او شراب تیره کړه او د زور او زر وخت یې د خپل ځانې قدرت د تحقق لپاره لولپه کړه ځکه ناشونې وه په دومره اسانۍ خپل بایللې مقام بیرته تر لاسه کړي.

خروشچوف چې په زړیدو شو نو په پوهیدو شو مګر بیا وخت له وخته تیر وو. نوموړی په یک طرفه جاده دومره لری تللې وو چې بیرته راستنیدلو او د غلطیو جبران یې پوره پیړۍ غوښتله.

د ماشومتوب تربیه او د ځوانۍ کړنۍ د زرښت کرونده وي. په زرښت او یا په تیر عمر کې انسان د خپلو کړنو الګو وي او یا د انځورګر هغه انځور ته ورته وي چې په لږه اشتباه، د رنګونو په لږ زیادت او کمښت هم خپل کیفیت بدلولی شي.

شاعر وایې:

خشت اول ګر نهد معمار کج

تا ثریا رود، دیوار کج

مخکې له دې چې خروشچوف په ۱۹۷۱ کال کې مړ شي، نوموړی غوښتل د خپلو غلطیو، کارنامو، تاوانونو، ګټو، ناکامیو او بریالیتوبونو په اړه راتلونکو نسلونو ته وضاحت ورکړی لیکن اوس ډیره ناوخته شوی وه ځکه د نوموړی سرزورۍ او ځان غوښتنو نه یواځې نوموړی جریحه دار کړ بلکې د شوروي اتحاد خپل منځې چاودون هم د نوموړی او ستالین د تعاملاتو نتیجه وه. که څه هم د شوروي ولس نوموړی د نورو بدکارو روسي مشرانو په شان تجرید، محبوس، او تذلیل نکړ لیکن په هیڅ شان یې هم د یوه ملي رهبر منزلت ترلاسه نکړ. نوموړی په زور تقاعد ته سوق کړای شو او د مرګ تر پایه د مسکو ښار په یوه واړه کور کې میشت وو.

د ظالم بادشاه په مخ کې حق ویل افضل جهاد دی (الحدیث). زمونږ په ټولنه کې هم بعضې خلک شته چې د ظالمانو، جابرانو، فاسدینو، او خاینینو په کړنو یې سترګی پټې کړی دی. نوموړی خلک د عجیب مزاخ خاوندان دی، زړه لری خو احساس نه لری، ذهن لری خو عقل نه لری، ضمیر لری خو شرم نه لری او هیل لری خو عمل نه لری. دا خلک د هغه عملي خاینینو په نسبت لوی مجرمین دی ځکه د فساد او ظلم په وړاندی یې خوله پټه ساتلې ده، په داسي حال کې چې د وخت په تیریدو د فساد وړې وړې څانګې په لویو جرمونو او مافیایې حرکتونو بدلیږی چې په نتیجه کې یې ټول ولس تر ډیرو لسیزو بوج پر خپلو اوږو وړي.

راځئ، مخکې له دی چې ډیر نا وخته شي، د خدای، ملت، او راتلونکې تاریخ په اړه خپله غاړه خلاصه کړو. په پوره ایماندارۍ خپل انساني مسولیت اداء کړو، پخپل وخت تور ته تور او سپین ته سپین ووایو، ترڅو په تاریخ کې د ستالین په څیر د منفور او خروشچوف په څیر د سروزرې انسان القاب ونه ګټو.

انتظار خادم.

37 total views, 1 views today

1 comment

  1. بریالی نایاب Reply

    موږ به دې شعر ته چې شاعر وایې:

    خشت اول ګر نهد معمار کج

    تا ثریا رود، دیوار کج
    په داخلی کچه نظر وکړو زموږ د هیواد د موجوده نظام خښته له سره د یولړ جګړه مارو په غوښتنه ایښودل شوې ده نو بیا همداسې به درومي تر اخره کج

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *