Categories

اعلان

Loading…

پاکستان په قبایلي سیمو کې د جدي اصلاحاتو لپاره کمېټه کومارلې

تاند- د پاکستان مرکزي حکومت وايي چې په قبایلي سیمو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره ګومارل شوې کمېټه به په درو – څلورو میاشتو کې خپل نهايي وړاندیزونه ترتیب کړي.

کمېټه په دې غور کوي چې ایا قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره وتړل شي، که د ګلګت او بلتستان، چې شمالي سیمې بلل کېږي، په شان واک ورکړای شي او یا ځان ته جلا سیمه ییز حکومت ولري.

د قبایلو ډېری اوسېدونکي او د خیبر پښتونخوا سیاستوال د دې غوښتونکي دي چې قبایلي سیمې له خیبر پښتونخوا سره وتړل شي.

د اصلاحاتو د کمېټې غړي وايي چې هرې قبایلي ایجنسۍ ته به لاړ شي او له ملکانو او مشرانو سره له سلا مشورو وروسته به پرېکړه وکړي.

د قبایلي سیمو اوسېدونکي د اوسني وضعیت د پای ته رسېدو غوښتونکي دي ځکه چې د ایف سي آر په نوم پرې راز راز ظلمونه کېږي او له ابتدايي بشري حقونو محروم دي.

د کمېټې ځینو غړیو د قبایلي سیمو نفوس تر دې لږ بللی چې له دې سیمو څخه صوبه یا ایالت جوړ شي.

قبایلي سیمې حاضردمه د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري د پولیټیکل ایجنټ یا د مرکزي حکومت د سیاسي استازي له لوري اداره کېږي. په دغو سیمو کې نه محکمه شته او نه د قبایلو اوسېدونکي د خپلو حقوقي دعوو لپاره عدلي او قضايي مراجعو ته شکایت کولی شي.

د قبایلو ایجنسۍ انګرېزانو د دې لپاره جې د افغانستان د نفوذ مخه ونیسي او له بلې خوا د دې سیمې اوسېدونکي محروم او وروسته پاتې وساتي، جوړې کړې وې.

د پاکستان حکومتونو پر یادو دوو هدفونو سربېره د ډیورنډ په دواړو خواوو کې مجرمانو ته د خوندي پناهځای د برابرولو لپاره قبایلي سیمې لا ضروري وبللې.

د پاکستان حکومت په وروستیو کلونو کې د افغانستان خلاف د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د روزنځایونو په توګه له قبایلي سیمو څخه کار واخیست خو اوس داسي ښکاري چې پاکستان د افغانستان خلاف د تېرو څو لسیزو لوبه پای ته رسوي او همدا علت دی چې له دې سیمو د یاغیستان لقب اخلي.

92 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *