Categories

اعلان

Loading…

د آسیا زړه کنفرانس د شیطان په زړه کې

د بدلون اوونیزې لېډينګ سټوري/ اداره

د قوس پر ۱۷- مه، سه شنبه د پاکستان په پایتخت اسلام اباد کې (د آسیا زړه) دوې ورځنی کنفرانس پیل شو او پر ۱۸– مه یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم پکښې ګډون وکړ.

سه شنبه په کابل کې په یو مطبوعاتي کنفرانس کې له ولسمشر غني څخه پوښتنه وشوه چې دی خو له پاکستانه مرور وو، اوس څنګه کنفرانس ته ورځي؟

نو ده په جواب کې وویل، د دوو هیوادونو ترمنځ اړیکي د دوو ځوانانو ترمنځ لوبې نه دي چې یوه ورځ مرور او بله پخلا وي، بله دا چې دا د افغانستان کنفرانس دی نه د پاکستان، ده زیاته کړه، چې د دې کنفرانس د اجنډا د سر موضوع افغانستان دی نو ځکه باید اشتراک پکښې وکړي؛ ده وویل چې وروستیو پېښو وښودل او دنیا هم دې ته متوجه او باوري شوه چې د تروریزم ځالې په پاکستان کې دي او پاکستان د افغانستان سره نا اعلان شوی جنګ روان کړې دی.

ښاغلي غني د اسیا زړه کنفرانس کې د افغانستان د شمال ناکراریو ته په اشاره وویل چې د افغانستان دښمن غوښته چې زموږ هیواد پر دوو سیاسي جغرافیو تقسیم کړي خو ناکام شو.

د غني دغه څرګندونې د دې حقیقت پر بنسټ، چې د افغانستان تخریبوونکی دښمن په پاکستان کې ساتل او روزل کېږي، پاکستان ته څرګند پیام واستاوه چې ته په افغانستان کې پر خوله ولوېدې.

د دې تر څنګ د پاکستان بله لویه ناکامې و رسوایي دا وه چې دوی غوښتل په کندوز کې تر سختې ناکامۍ او درنو تلفاتو وروسته د کندوز ماته خوړلي طالبان هلمند ته واستوي او هلته د پراخو سیمو آن ولایت په سقوط سره د کوټې شورا هلمند ته را انتقال کړي مګر د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا، له ټولو هغه تبلیغ شويو ستونزو سره – سره چې فکر کېده ځان به ترهګرو ته ټینګ نه شي کړای، دا اجازه ور نه کړه شوه چې په دغه ولایت کې د دولت مخالفان خپلې پښې ټینګې کړای شي، خپله رهبرې له پاکستانه هلمند ته را ولېږدوي او د پاکستان شیطاني ارمانونه پوره کړای شي.

په آسیا زړه کنفرانس کې د پاکستان د لومړي وزیر ښاغلی نواز شریف دا جمله هم جالبه وه چې د افغانستان دښمن د پاکستان دښمن هم دی.

د دې یوه څرګنده مانا دا ده چې دغه هیواد د خپل ځان دښمن خپله دی ځکه نور نو له یوه باوجدان افغان سره دا شک نشته چې پاکستان دې د افغانستان قسم خوړلی دښمن نه وي ځکه دغه ملک چې د انګریزي شیطاني سیاست پر اساس په جعلې توګه رامنځته شوی او تل یې په هندوستان و افغانستان کې د خپلو شرمېدلو ماتو کسات اخیستو لپاره کارولی نو هیڅکله یې زموږ لپاره نیک نیت نه دی لرلی او دا څلور لسیزي کیږي چې افغانان په خپلو وینو کې لمبوي، کورونه یې ور ورانوي، علمي و تعلیمي مؤسسات یې له منځه وړي او د ژوند په هر امکان یې اور پورې کوي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د سناتور محترم زلمي زابلي په وینا چې د ملا عمر تر مرګ وروسته د پاکستان په مقابل کې د افغان دولت اعتراضي دریځ ډېر معقول وو ځکه په دې ډول یې دې مسئلې ته نړیواله توجه را واړوله خو په دغه کنفرانس کې یې هم باید مخامخ له واقعیتو سره تماس نیولی او هر څه یې نېغ په نېغه بیان کړی وای.

د زابلي په وینا په پاکستان کې د افغان کډوالو د ساتنې له امله د غني مننه ځکه بېځایه وه چې دا مهاجر مخامخ د پاکستان په ګټه دي او د خپلو سیاسي- پوځي هدفونو لپاره یې کاروي او که یې دا هیله نه وي نو یوه ورځ به هم هلته د اوسېدو اجازه ور نکړي.

که څه هم محترم زابلی د دوو هیوادو تر منځ د خبرو دیپلوماتیک عرف ته متوجه دی خو بیا هم د مخامخ نیوکو خبره کوي اما که ځیر شو نو په افغانستان کې د غني له خوا د دښمن د سختۍ ناکامۍ خبره مستقیماً پاکستان ته متوجه وه.

دا چې پاکستان هیڅکله د افغانستان په باب مخلص نه وو او دښمنې یې پټه نه ده نو باید افغان حکومت ډېره هیله ځنې ونلري بلکې خپله ټوله انرژي د خپلو پښو پر ټینګښت ولګوي ځکه د دغه کنفرانس له پیل سره سم ټولو ولیدل چې د پاکستان نیابتي عسکرو د کندهار پر هوایي ډګر برید وکړ او په دوهمه ورځ چې ولسمشر غني سهار وختي د اسلام آباد پر هوایي ډګر را کښته شو نو هلته خو یې ظاهراً د یوویشتو توپونو په ډزولو سره د ده ګواکي تود هرکلی وکړ مګر اصلي استقبال یې دلته په کندهار هوایي میدان کې د ۱۴ تنو طالبانو د برید دوام وو چې پرون پیل شوی او تر ماښامه د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د ټولو ترهګرو په وژلو او ۳۷ تنو ملکي افغانانو په شهادت پای ته ورسېد، د دې تر څنګ د هلمند ولایت د خانشین ولسوالۍ د سقوط خبر هم خپور شو.

پاکستان د دیپلوماتیک عرف په پاللو کې خورا غښتلی او په خپل کور کې د افغان مېلمنو په تاوده هرکلي کې نوم لري چې زیاتره مهال زموږ یو شمېر اومه خوله سیاستوال وار د ټکه په غولیږي خو اصلي سیاست یې هغه دی چې د تېرو څلوېښتو کالو راهیسې یې د افغانستان په سراسرې تباهې کې وینو، هغه هم له بده مرغه د اسلام په پاک نوم.

زموږ ځیني خلک چې د خپل و پردي له خولې د اسلام مبارک نوم واوري بیا نو دې ته نه ګوري چې تر شا یې کوم ناولي اغراض پراته دي؟ بس په پټو سترګو سرونه ور ته ټیټوي او دې ته پام نه کوي چې د انګرېز د زوی له اسلام سره څه کار دی؟

افغان روشنفکران هیله څرګندوي چې نور نو باید زموږ له جنګه ستړي درانه هیوادوال او سیاستوال د پاکستان په درواغجنو اسلامي شعارونو او نیرنګونو خطا نه وزي او له دغه مضر هیواد سره د بې فایدې انرژۍ لګولو پر ځای د خپل ځان را ټولولو، انسجام او اتفاق ته عاقلانه توجه وکړي.

که افغانستان پر پښو ودرېد بیا نو ورباندې نه پاکستان او نه کوم بل مضر حکومت د تيري او لاسوهنې جرئت کولای شي.

بدلون اووونيزه/ دوهم کال/دريمه/ پرلپسي ۵۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۱۸/ ۱۳۹۴

213 total views, 1 views today

1 comment

  1. aslam khan Reply

    afghan siasat wal aw likwal .?

    za ka har so fakhr wakam che za afghan yam ,aw musalman yam ,kho zameer me der swalona pukhti .

    afghan zargona kala tarekh ? afghan chata sar na da tet ?
    zma 38 kala age sho .
    kho mata de afghan torzan malom sho aw na begherata .
    na mashar malom shai ,aw na mo kashar .
    1300 kala tarekh laroki ,afghanan os hum jarri che pakistan dase kawi ,aw pakistan haghase kawi ?
    1300kala k zama mashrano sa kawal ?
    aw da dewrand sa di ? za darta wayam ,dewrand de pakistan pula da .aw de pakistan pashtoon zaan domra de afghan boli ,somra che afghanan za de india boli .
    wallah pa billah ,aw bia wallah .che 20000000000kala ter shi stase ba hum dagha haal wi .aw tar de badtar ba vi .
    stase de pohaano behisaba likane aw zama da yaw lik zan sara wasatai .
    de Allah dokhman cherta gata na da karre ,comunistano ,aw khalqiano dere jame badlawal ba mo hum la zilata khlaas na krri

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2