Categories

اعلان

Loading…

تور بوډا (کیسه ګۍ) فاروق سرور

څنګه څنګه چي ورځ او شپه تېرېږي ، د هغه او د طوطي تر منځ خوږوالي ختمېږي او تريخوالي راځي . تريخوالي هم داسي بد چي بيا څو څو ورځي طوطي وده ته ګايږي نه او د هيڅ خبري ځواب نه ورکوي . بس داسي مخ ځني وګرځوي لکه دي چي ګرسره پېژني نه.

طوطي ورته واي چي بوډا مړ کړه ، خو دي يې نه وژني .
بوډا دده د ښايستې مېرې پلار دي چي اولاد نه لري او دي خورا ورباندي ګران دي . دي خبر دي چي لور له پلار سره داسي زياته مينه کوي چي که بوډا مړ سو ، نو هغه به له غمه مړه سي او د هغه په هغي نېکي زناني مرګ نه دي پيرزو .

دده دا هم په ياد دي چي دده پلار هم کونډ وو او هم ډېر خوار ، ناڅاپه يې دده مېره د خپلوانو په يو واده کښي په اتڼ وليده او بيا دي نه وو خبر چي څنګه واده وسو او دوي و يو ښايسته کور ته بار سول ، چېري چي يو بد مخي بوډا وو ، يو دوزغي تور بوډا .

بوډا خپل لمسي غوښت ، خو هغه پېدا کيدي نه او دي به يې د مېرې او پلار په پټه ځوکلوي او وهي به يې . پاي دا وو چي دي له کوره وتښتېدي .

په منډه منډه کښي هغه هلک و يو داسي کلي ته راغي چي له محلونو ډک وو او هره کوڅه يې له ګلانو او خوشبو ډکه وه چي دده هرکلي يې کوي ، خو کمال دا وو چي هر کور له بندګانو خالي وو . دلته د خوبونو په يو ښايسته محل کښي يو طوطي دده په وږه کښېنستي چي دا هر څه د يو جادوګر کمال دي ، ته په مخامخ شين سوي د سرو ګلابو په چمني کښي پرته يوه غوټه خلاصه کړه ، هر څه به په خپله سم سي .

هغه حېران و پرېشان له طوطي پوښتنه وکړه چي ته يې ولي نه خلاصوې او دا د څه غوټه ده ؟
طوطي ورته ويل چي د غوټي په راز به پخپله خبر سې ، ما آن په تمام کړي ، مشوکه مي څو څو واره ويني سوه ، خو غوټه نه خلاصېږي .

هلک په اسانۍ سره د غوټي ګنډي خلاصي کړې او ګنډي لا نه وې خلاصي سوي چي په ګلانو کښي زياتره ګلان انسانان سول ، ټولو خندل ، هلک يې په وږو کښېنوي او د سرو زرو تاج يې ور پر سر کړي .

طوطي ورته ويل چي ته به ډېر بختور يې ، ددې سيمي باچا به سې ، خو بس زما په خله کوه .
هلک ورته وويل چي ته ولي طوطي پاته سوې او په تا يې ولي جادو اثر نه وکړي ؟

طوطي په خشم سو چي هلکه ډېري پوښتني کوې ، دا زما نه خوښېږي ، خو رښتيا دا ده چي په طوطي هيڅ جادو اثر نه کوي ، ولي چي و عقل ته جادو هم مات وي .

اوس به دواړه هره ورځ په ښکلو ، خو حېرانوکو کلو ګرځېدل او له ګلانو به يې انسانان جوړول او هغو به د سره زرو تاج ور په سر کوي .

دا وخت دي په هغه کور کښي اوسېدي ، چېري چي يې اول ځل غوټه خلاصه کړي وه . دلته يوې مينه ناکي کورنۍ دي د ځان کړي وو او د سرو زرو تاجونه به يې د طوطي په وينا د يوې اوني لاندي په پټ کډي کښي پټول .

يوه ورځ ناڅاپه د طوطي سترګي سرې سوې ، وزر يې په مځکه په زوره زوره ووهل ، يوه بده چيغه يې وکړه او په لېوني رخص اخته سو .

هغه حېران پاته سو چي دا په سم طوطي څه وسول ، لېوني سو ، که څه ؟ دا څه رخص وو چي ختمېدي نه ، بس کټ مټ لکه مرځ چي يې ونيسي .

قيصه نوره هيڅ هم نه وه ، بس نن دوي څه فراغت درلودي او ده خپل دردناکه حال ورته ويلي وو .
اوس طوطي په ضد سو چي زه هغه بوډا ليدل غواړم ، کېدي سي چي جادوګر وي . هغه ډېري زارۍ ورته وکړې چي دلته لا زه باچا يم ، ولي مي له باچهي ګداي ته بيايې . هغه تور مخي بوډا ګوره او جادو ګوره ، خو د طوطي په زور بيرته خپل کلي ته ولاړي .

بوډا هم هغه جادوګر وو . هغه يې له وژلو ډېر انکار وکړي ، خو طوطي ورته په ضد وو چي څنګه دي ويده وي ، په خنجر يې مړ کړه او داسي کاري وار ورباندي وکړه چي څوک در خبر نه کړي ، سحار به يې لور ته وواې چي غله وو .
اوس هغه ثبوت وغوښت . کله چي بوډا نه وو ، نو مرغه و يوې لوي خوني ته بوتلي چي دا مهال بوډا نور کلي ګلان کوي ، راسه عمل نامه يې و ګوره .

دا خونه له الماريانو ډکه وه ، خو ټولي تشي وې .
طوطي ويل چي بوډا حرص من دي . په تا نه دي خبر چي ته دده و جادو سوو کلو ته تللي يې ،اوس به څو موده پس دي دغو کلو ته ځي ، خزانې به يې راوړي او په دغو الماريو کښي به يې ږدي .

اوس هغه د بوډا د وژلو نيت وکړي ، خو تر دې د مخه بوډا په دربي سره په خونه راننووت ، اول يې د طوطي سر په زوره په غبرګو لاسونو وروپېچي چي دغه پوه طوطيان زموږ د تورو بوډاګانو دښمنان دي ، زموږ له پوهي بد راځي . د طوطي د وژلو پس د ميرې پلار به اوس د هغه سر هم ورپېچي چي داسي بد شور سو چي بوډا هغه ايله کړي او په منډه ورووتي .

دا څه ، دغسي د بوډا چيغه سوه .
هغه چي په منډه ورووتي ، نو بوډا له دېوال سره ځان وهي ، سر يې ټکوي او د کور ټول ديولونه له طوطيانو ډک وو . هغه طوطيان چي سرې سرې مشوکي يې وې .
پاي
دسمبر کال
2015

48 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *