Categories

اعلان

Loading…

هنري پنځونې او خواله رسنۍ/ داد محمد ناوک

د خواله رسنیو پر نورو ښکاره اغېزو سربېره دغه ځانګړنه هم رامنځته کړه، چې اړیکې يې غښتلې کړي او هم يې نږدې هر چاته د نظر د ښکاره کولو زمینه برابره کړه، په داسې حال کې د پښتو هنري ادبیاتو اړخ هم د هر نظر د څرګندولو له اغېزې ګوښی پاتې نه شو، د نظرونو شراکت او هر چاته د نظر د ښکاره کولو زمینې پخپله دا زمینه برابره کړه چې ان د د هنري لیکنو لوری يې بدل کړ. ښايي دغه د لوري بدلون ځینې نور سببونه هم ولري، خو د خواله رسنیو له اغېزه يې هم سترګې نه شو پټولی.

د پښتو لنډې کیسې کمښت ځینې د نظر خاوندان پر دې اعتراف ته اړ کړي چې د خواله رسنیو مصروفیت او پراخ فعالیت د هنري لیکنو دغه کاروان ټکنی کړ او ان د کیسه ګۍ د پیدا کېدو علت هم همدا ګڼي چې په خواله رسنیو کې خلکو اوږدو کیسو لوستو ته حوصله نه درلوده، ځکه خو د هنری استعداد خاوندانو د خپل پیغام د رسولو لپاره د کیسه ګۍ فورم وټاکه، پر دې نظر یو څه تم کېږو.

دا په ډاګه ده چې لیکوال د لیکنې په وخت باید خپل مخاطب په نظر کې ونیسي، خو دا چې لیکوال باید په مخاطب پسې لاړ شي، که د مخاطب د بدلون هڅه باید وشي، یو څه فکر ته اړتیا لري، که لیکوال د مخاطب تر دې اندازې تر اغېز لاندې وي، چې ان د مخاطب لپاره چوکاټونه ماتولی شي، نو د هنر په راتلونکې وېره پکار ده، ځکه چې زموږ ټولنې په کتو باید هنري اثار د خلکو د فکري بدلون سبب شي، نه دا چې د خلکو فکرونه ان د هنري چوکاټونو د بدلون سبب وګرځي؛ زما په نظر که لیکوال تر دې اندازې د مخاطب ناحقه خواخوږی واوسي چې ان چوکاټونه ورته ماتوي، نو دا وېره شته چې د ټولنې په رکود لیکوال هم د هوکړې سر وخوځوي نو دلته به بیا لیکوال خپل رسالت او د فکري انقلاب اصلي مسوولیت پرې اېښی وي. ځکه خو بايد لیکوال د خلکو د بدلون په لټه کې شي که چوکاټونه بدلوي هم نو د لوستونکي اغېز نه، بلکې خپل نوښت او اړتيا يې احساس کړي. دلته یو وضاحت ته اړتیا شته هغوی چې د هنر په بې پولیتوب کلک ولاړ دي یا هم د هوګو غوندې دا نظر لري چې هنر يعنې خوند؛ دا ډول هنرمندان يا هم د دې ډول هنر پلویان په لوی لاس د ټولنې له مسوولیته تېښته کوي، چې ښايي پايښت ونه لري.

که پورته تبصره ومنل شي، نو سوال را پیدا کېږي، چې ولې په دې وروستیو کې ځينې مشهور کیسه لیکوال یا له کيسې لیکلو یو څه ګوښې ته ښکاري یا هم ځينو يې د کیسه ګيو تاييد کړی؟ دغه کیسه ګۍ له یوې جملې تر یو پراګراف پورې اوږدوالی لري، چې پیل يې په غالب ګومان په پښتو ادبياتو کې عبدالله الهام جمالزي کړی دی. دې پوښتنې ته پر نورو ځوابونو سربېره دا ځواب هم ویل کېدای شي، چې کیسه لیکوالو وړاندې تر خواله رسنیو لپاره د خپل ورسره درد، پیغام، سوژې د شريکولو لپاره دغه ډول پراخ او بې سانسوره د لېږد او رسونې وسیله نه درلوده، نو دوی اړ و، چې خپل دغه پیغام، درد یا هم ورسره سوژه کیسه کړي او دومره اندازه کیسه يې کړي چې هم يې برېښناپاڼې او هم يې مجلې په خپرولو و ارزوي، خو د خواله رسنیو په راتګ فکر نه کوم چې لیکوالو دې د مخاطب د وخت کمښت ته په کتو کیسه ګیو ته مخ یا هم کیسو ته یو څه شا کړې وي، بلکې د خواله رسنیو پراخ رسنیز پوښښ د ځينو لیکوالو استعدادونه زمول کړل، پر دې مانا چې وړاندې به يې یو موضوع څو ورځې په ذهن کې اړوله را اړوله چې له ښه پخېدو وروسته به يې کیسه کړه، خو اوس چې کومه موضوع پیدا کړي او غواړي تر مقابل لوري يې ورسوي، د فیسبوک يو پوسټ يې ټوله تنده خړوبه کړي او ان په ذهن کې يې هم په ورځو څه چې په ساعتونو نه ساتي.

کیسه ګۍ او لوستونکي:

د هر فورم په لومړیو کې ورسره مخالفت جوخت را پیدا شوی دی، ښايي موافقین هم ولري خو هغوی ته چې له دې ابتکاره دوی نه دې برخمن شوي، داسې ښکاري چې د موضوع رسونې د نوي فورم رامنځ ته کول دا مانا لري چې پخواني فورمونه د کار نه دي او د دوی په قول د پخوانیو فورمونو رد سرغړونه ده او باید لیکوال يې تکرار نه کړي، خو وروسته وروسته يې پلویان پیدا کړي، ځينو د وخت اړتیا بللې، ځينو د پیغام رسونې مؤثره لاره بللې ده، مثلاً په پښتو شعري فورمونو کې د سپین شعر په اړه لا هم تر اوسه مخالفتونه شته، خو پر مخ روان دی او ورو – ورو يې پلویان ډېرېږي، خو برعکس د ټپيزې هغومره ښه هرکلی ونه شو، لکه چې باید شوی وای او زما په فکر ټپیزه د کوم نوي شعري فورم رامنځته کول نه دي، بلکې په لوی لاس د لنډۍ په اصلي شکل تمسخر کول دی.

کیسه ګۍ د لنډې کیسې په پرتله بېخې وړه ده، نه هغه توکي پکې مهم دی، چې د داستان متخصصین يې د لنډې کیسې لپاره اړین بولي او نه هم ضروري ده چې کومه پېښه دې پکې شوې وي، بلکې د یوې پېښې لنډ بیان، د پېښې په اړه تاثر او .. رانغاړي. دا چې دغه فورم ولې رامنځ ته شو یا هم ایا په رامنځته کولو کې يې خواله رسنیو اغېز درلودلی دی؟ باید ووایو چې د کیسه ګیو په اړه د خواله رسنیو د تاثر خبره ځکه نغښتې ده، چې له همدې رسنیو سره جوخت دغه داستاني فورم رامنځته شو. خو په پوره باور نه شو ویلی، چې خواله رسنۍ دې يې په رامنځته کولو کې بې اغېزې پاتې شوې وي، که رښتیا هم یواځې خواله رسنۍ د دې فورم په رامنځته کولو کې مهمې وبولو، نو د کیسه ګیو نشر به هم یواځې په دې رسنیو پسې محدود و، په داسې حال کې چې چاپ شوي کتاب يې هم ښه بازار درلودلی دی، نو د دې فورم په رامنځته کولو کې هم خواله رسنیو رول لرلی دی او هم د لومړي رامنځته کوونکی خپل ابتکار او پېښو ته له نوې زاويې د کتلو لاره وه. د لیکوال له لوري د دې نوښت په پیل کې ښايي پخپله هغوی هم دا فکر نه وي کړي چې دغه نوی فورم به څومره بریالی شي، خو وخت يې ښيي او لا به هم ثابته شي، چې دغه فورم کامیابېږي او ځکه کامیابېږي، چې د خواله رسنیو دې بارز اړخ چې لوستونکی يې په لنډو لیکنو ـ پوسټونو ـ لوستو عادت کړل دا زمینه برابره کړه چې په چاپي برخه کې هم لوستونکي د فیسبوک پوسټونو ته ورته لنډې لیکنې ژر او په مینه ولولي.

عبدالله الهام جمالزی د کیسه ګيو په اړه په بهیر برېښنا پاڼه کې لیکي: «دغه غورځنګ چې په لویدیځ کې په پنځوسمه لسیزه کې رامنځته شو تر اوسه زموږ ادبیاتو ورته سټنډرډ  تعریف ندی وړاندې کړی، خو له لغوي نظره د تر ټولو ساده طرحې یا بڼې کارول دي، دغه کلمه [مينيمالیزم] د لومړي ځل لپاره په ۱۹۲۹ کال د (ډیوېډ برلیوک ) په نوم یوکس له یو نندارتون څخه د کتنې پر مهال کارولې او په پنځوسمه لسیزه کې د یو غورځنګ په توګه وغځېده او په شپیتمه او اویایمه لسیزه کې یې هم دوام وکړ.  ځینې لیکوال وايي میني مالیزم د پخواني اکسپرسیونیزم (: بهرنۍ نړۍ ته د هنرمند د ذهن د پټو عواطفو لېږد) پر ضد رامنځته شوی او په نقاشۍاو معمارۍ کې سادګي او په ځانګړو هندسي بڼو وړاندې کول ددغه سبک له ځانګړنو څخه وې.

منیمالیزم له هنر او ادب څخه هم پښه وړاندې اېښې مینیمالیزم په فلسفه کې باور لري چې د انسان د ژوند لپاره شمېرلې اړتیاوې بسنه کوي او هغه کسان چې د دا ډول تفکر پیروي کوي په ساده ډول ژوند کوي او ځان خوښ احساسوي. د فلسفې د دغه سبک مشران تل خپل پیروان هڅوي چې له هغو څیزونو ډډه وکړي چې زړه یې ورته کېږي او زده کړي چې په سادګۍ او له مادیاتو پرته هم ژوند شونی دی.

خو ځینې لیکوال بیا وايي: مینیمال لیکنې د وېبلاګونو له رامنځته کېدو وړاندې په لیکني ادب کې ځای نه درلود او تر  اوسه هم بشپړ او سټنډرډ تعریف نلري.

په مینیمال لیکنه کې تر ټولو مهم څیز پیغام او هدف دی. لومړی باید معلومه شي چې لوستونکي ته څرنګه پیغام او موخه ولېږدول شي بل ګام د پیغام د لېږد ځواک او پیاوړتیا ده. بیا دلیکوال په ذهن کې د کیسې د بیان ډول دی چې څرنګه جوړ او لېږد ته چمتو شي، وروسته د مطلب خلاصه کول دي تر څو پوره خلاصه شي او بیا لوستونکي ته وړاندې شي. »

د منځپانګې په اړه يې پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «کیسه ګۍ عالمانه ویناوې نه دي او نه هم شعارونه دي، کیسه ګۍ د لنډې کیسې ډیره لنډه بڼه ده چې تر ډیره د ورځني ژوند کیسې نندارې ته ږدي په داسې ډول چې د لوستونکي له عواطفو سره اړیکه جوړه کړای شي؛ هر ډول او بې خونده یا شعاري او سیاسي موضوعات که په کیسه ګۍ کې ولیکل شي کښښ یې له منځه ځي.»

د هنري لیکنو راتلونکې:

بیاهم یادونه کوم، چې که هنري لیکوال د خپل مخاطب له دومره زورور اغېز نه چې ان فورم پرې بدلوي ځان خلاص نه کړي ښايي د هنري لیکنو راتلونکې د هنرمندانو نه، بلکې د هنر خوښوونکو په لاس کې شي، ځکه خو بايد په هنري لیکنو کې لیکوال خپل مخاطبين ورو – ورو پر دې اعتراف ته اړ کړي چې د کتابي لیکنو او فیسبوکي پوسټونو توپیر پرې ومني. لیکوال د ټولنې د فکري بدلون د مسوول په توګه ځان باید ور بدل نه کړي، ممکن ځینې د فورم بدلون د لیکوال له بدلونه لرې خبره وبولي او دغه استدلال وکړي چې لیکوال لا هم خپل پیغام مقابل ته رسوي، څه توپیر کوي، چې کومه لاره نیسي؟ خو که دغه لږ ظاهري بدلون ومنو، لیکوال به د خپلو مخاطبینو په چکچکو کې داسې موقف ته هم ورسېږي، چې په بېغمۍ او پوره ډاډ به ورسره ان د موضوع د ټاکلو په برخه کې په بله شي.

هنري اثار د ټولنیز شعور پر ښوودلو سربېره د مخاطبیونو له حواسو سره بشپړه رابطه لري، د چيخوف خبره په هنري اثارو کې د مخاطبین پنځه واړه حواس کار کوي، ځکه خو باید یو هنري اثر پنځوونکی د مقابل لوري د ټولو حواسو روزنه په پام کې ولري. معلوماتي لیکنې یوازې مقابل لوري ته معلومات ور رسوي، چې لیکوال، د تجربې، مشاهدي او مطالعې په برکت موندلي دي، خو هنري اثار مقابل لوري ته عواطف او احساسات ور لېږدوي او ان د مقابل لوري حواس په خپل منتر پخپل لاس کې موم ګرځوي، ځکه خو پر معلوماتي لیکنو سربېره د هنري اثارو پنځوونکي هم د ټولنې په وړاندې بشپړ مسوول دي او دغه مسوولیت لرونکی باید دا درک کړي، چې دی د ټولنې د بدلون لپاره کار کوي، نه دا چې دی د ټولنې په لور ور بدل شي.

د دې لپاره چې ننني پنځونې مو راتلونکې ولري باید یواځې خپل ننني مخاطب ته کلک ځير نه شو، ډېر داسې هنري او ان تحقیقاتي اثار شته، چې پخپل وخت کې پوره رټل شي او وژل شوي دي، خو وروسته بېرته را ژوندي کړل شوي او دغه هنري اثار د نړۍ په سطحه د سوژو بازار ګرځېدلی دی، خکه خو زموږ لیکوال بايد د فیسبوک د څو لایکونو او کمینټونو تر اغېز لاندې رانه شي او د خپل هنر راتلونکی هم په نظر کې ونیسي، د هنري اثر د بقا لپاره مهمه ده چې د زمان له قیده ځان خلاص کړي او نږدې په هر وخت کې يې مخاطب داسې وانګېري چې همدا نن دغه اثر د ده لپاره پنځول شوی.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *