Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني د ډیورنډ کرښې او نورو مسلو په اړه د پاکستان د غوښتنو ادعا رد کړه

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه د ډیورنډ کرښې د منلو په باب خپرې شوې اوازې په کلکه رد کړې.

ښاغلي غني دا خبره نن /دوشنبه/ په یوه خبري غونډه کې د پاکستان د یوه لیک په اړه د پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ادعا کېږي په دغه لیک کې، چې لږترلږه دوې میاشتې پخوا افغانستان ته استول شوی او د پخواني ولسمشر حامد کرزي پلویانو مطرح کړی، د ډیورند کرښې د رسمیت پېژندلو په شمول له افغانستانه یو شمېر غوښتنې شوي دي.

خو ولسمشر غني په دې اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له پاکستان سره یې نه د ډیورند په اړه خبرې کړي او نه د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې پر دې مسلې خبرې روانې دي:«د ډیورنډ کرښه زما اختیار نه ده، د افغانستان د ولس اختیار دی، خبرې د افغانستان او پاکستان د امنیت دي. خبرې د افغانستان او پاکستان د شریک امنیت دي، نه په ډیورند کرښې باندې څوک غږیږي او نه غږیدلي دي. د افغانستان د امنیتي ځواکونو تعینات د افغانستان داساسي قانون د افغانستان د ګټو په اساس کېږي، په دې کې هیڅ ګاونډی ملک یا هیڅ بل هیواد حق د مداخلې نه لري او نه مداخله کوي.»

ادعا کوونکو همدراز ویلي چې په لیک کې د پاکستان بله غوښتنه دا وه چې د افغانستان حکومت دې خپل مطبوعات د پاکستان خلاف له تبلیغاتو او د منفي مسایلو له مطرح کولو راوګرځوي.

خو ولسمشر غني دا خبره هم رد کړه، ویې ویل:«د افغانستان مطبوعات! تاسي څه فکر کوئ چې زه تاسي ته ویلی شم چې زما تعریف وکړئ، څه پاتې شوه چې د پاکستان تعریف به وکړئ، تاسي یو واري له ځان سره قاضي سئ، ازادي راډیو به کومه ورځ دې حکومت ته ښه ووايي که موږ خراب عمل وکړو؟!»

ده په خپلو خبرو کې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د پروژې یا ټاپي د امنیت په اړه وویل چې د دغه پایپ لاین د امنیت لپاره به خاص ځواکونه وروزل شي.

332 total views, 3 views today

3 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    د افغانستان د ګټو پر خلاف منفي تبليغ خپلې خپې په تبر وهل دي ، په دولت کې د دولت مخالفينو پخوا هغه نيالګي چې ایښي دي هغه اوس په ثمر راغلي اوستره داسې مافيا ترې جوړه شوې چې دولت نشي کولای يوازې لنډه غر ېې مهار کړي ، اوس مونږ د ولسمشر غني ملاتړ يو اود وينې وروستي څاڅکي پورې به وطن اوناموس ساتو

  2. شپون Reply

    دپاکستا حکو مت د کرري په شان مو ږک صفتو سره سرو کار و چې بس لږ پنیر یا پوڅه ورته کېده موږک صیب پرې راپرېده

    .افعاني غرور یې نه و زده،

  3. RAZMOHAMMED KAMAWALL;MY DEAR AFGHAN BROTHER &SISTERS ASSALAMOALIKUM; Reply

    salamualikum to all afghans;afghan national government fallow good policy for the country;
    we have high level academic president,he want to build economy of Afghanistan
    IF YOU SMART ALWAYS THINK POSITIVE ABOUT THIS HONORABLE PRESIDENT.
    MANY AFGHAN WHICH SHARE IN CORRUPTION INCLUDE HAMID KARZAI &HIS TEAM ,WAR LOARDS,DO SABOTAGE AGAINST GOVERNMENT,
    THIS IS DUTY OF HONEST PEOPLES TO DEFENSE FROM GOVERNMENT,NATIONAL POLICE,
    ARMY ,AND DON’T GAVE CHANCE TO NEGATIVE STATEMENT ABOUT GOVERNMENT,
    WE HAVE TO STRONGLY SUPPORT ASHRAF GHANI AND HIS TEAM,BECAUSE THEY
    WORKING HARD FOR THE COUNTRY,THANK YOU
    THANKS FROM TAAND

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2