Categories

اعلان

Loading…

چهاردره پل پر پل/ عزيز احمد تسل

د ښار لویديځ لور ته، موټر تاو شو، سل متره لانه وو تللي چې،په سپین بيرغ مو سترګې ولګېدې.

ژر مې شاته وکتل چې ګنې عسکر مو په نښه نه کړي، پوخ سړک طالبانو بند کړی و، په یوه فرعي سړک تاو شولو، اسمان کې الوتکې د بمبار په نيت ګر ځېدلې شېبه لا نه وه تېره شوې چې زموږ څنګ ته کلي کې د بم دوړه پورته شوه، څو قدمه وړاندې مو په دریشي کړو طالبانو سترګې ولګېدې چې د ملي اردو څخه د نيول شوي ټانګ نه يې غالبًا د الوتکې پر لور د دهشکې فير وکړ.

دلته زموږ هم رنګونه الوتي وو، لار هم رانه ورکه وه، خپل ایلچي ته مو زنګ ووهئ چې موږ لار ورکه کړې څه وکړو؟ هغه بيا هماغه پخوانۍ ادرس تکرار کړ چې موږ يې په پيدا کېدو پسې ساعت مزل کړی دی.

د مر میو له باران او هوايي بمبار سره سره وتوانيدلو چې چهار درې ته ننوزو، د سړک پر غاړه د یوه نړيدلي کور څنګه ته ولاړ وو چې ګرد وهلي ستړي طالبان تقریباً له صفر کيلومتر ایلکس موټر څخه را کښته شول دا هغه موټر وو چې د کندوز په جنګ کې طالبانو د یوناما له دفتر څخه را وستلی و، ټولو د سرحدي پولیسو د دریشيو په رنګ په ځانګړي سټایل جامې اغوستې وې،د افغان ملي اردو تر ځواکونو دوي پر وسلو او مهماتو سمبال ښکارېدل، زموږ پر لور يې قهر جن ګاومنه را اخیستل، دوی همدا نن سهار د جنګ له کر ښې راغلي وو، د لاس اوغېږ ې له روغبړ وروسته یوه غټ سترګي په تنه ټیټ قومندان د ایډي کارت او اجازه لیک پوښتنه وکړله، ماهم ددوی دقناعت لپاره د طالبانو د ویاند زبیح الله مجاهد شميره ډايل کړله ؛ خو د هغه شېمره ګول وه.

اوس دا کلی په چهار دره ولسوالۍ کې د طالبانو ستر مر کز وو؛ خو یو وخت  د اربکیانو د ټوپک په زور تنکي ځوانان د جنسي غریزو سړلو په موخه د همدې کلي د اربکیانو له لوري ځو ول کيدل ، دغه سيمه له کندوز ښار څخه نیږدې لس کيلومتره ليرې پرته ده.

له همدا سې یوه هلک سره مخ شوم، چې تازه يې برېت راغلي وو، د ږيرې سره تارونه يې پر ګلابي مخ خال خال مالومېدل او د چهار درې اصلي اوسیدونکی وو.

دغه ځوان ۱۷ کاله عمر در لود، نوم سيد ولي ، نوموړی وايي درې مياشتې کیږي چې طالبانو ته يې پنا ور وړې ، دی د اربکیانو د نفرت کيسه کوي:

(( ښوونځی مې په نيمه پرېښود، دلته په قريه قصاب کلي کې اربکيانو پر موږ ډير ظلم کول، زه به چې ښوونځي ته تلم، پولیسو به له بایسکل نه کښته کړم، د تلاشۍ په بهانه به يې پر ځيګر او ملا لاسونه را تيره ول، یوه ورځ ونه درېدم، ډز يې راباندې وکړ، زه ډير ويرېدلی وم، له ځان سره يې پوستې ته بوتلم، تر غرمې پورې ور سره بندي وم، بدې خبرې به يې کولې، پر مخ به يې لاس را کش کړ، بس هماغه ورځ شوه چې بیا ښوونځي ته ولاړ نشوم، په لسم ټولګي کې مې ښوونځي پرې ښود، اوس د طالبانو سره یو ځای شوی یم، خپل غچ اخلم خوشاله هم يم))

۲۵ کلن شاهید الله د طالبانو د منتظره ډلې مسؤول دی ، او هغه کسانو ته ټرېننګ ور کوي چې تازه د طالبانو لیکو ته ور غلي وي، دی د سيد ولي په اړه وايي:

(( تر اوسه مو سیدولي ته ټوپک په رسمي توګه ندی ور سپارلی، لومړی ددوي پر عقیدو کار کوو، چې جهاد پرسته او خدای پرسته شي، او د وسلو ټریننګ زده کړي بیا په جنګ کې هم ترې ګټه اخلو))

شاهید زیاته وي چې دی هر سهار لس نفره سپورټ ته بیا يي، تمرین ور کوي،او له مازیګره ورته د قران کریم ترجمه کوي ، له دریو ، څلور میاشتو وروسته ‎‎‎ په جنګ کې هم کار ترې اخلی.

یو مازیګر زه هم د خپلې کمرې سره د قران کریم ترجمې ته کيناستم، پنځلس دقيقې يې د غنیمټ  آیاتونه تفسير کړل .

په دغه ولسوالۍ کې ډيرکمې داسې کورونۍ پیدا کېږي چې پر هغوی دې د اربکیانو بيلا بيل ظلمو نه وي شوي او د کندوز د سقوط لوی لامل هم دا وو چې خلک د اربکیانو له ظلم څخه پوزې ته راغلي وو.

د خان اباد ولسوالۍ اوسیدونکی ۵۴ کلن حاجي مبین د اربکیانو د ظلمونو یو لېست در لود، نوموړی په ډيره تونده لهجه د اربکیانو د بيلا بيلو قومندانانو ظلمونه یو یو په ګوته ګړل، مبین وويل:

(( د پخسه پران قومندان نفرو، د یوه بزګر زوی، د مور او ميرمنې پر وړاندې په ډ‌زو سوری سوری کړ چې ځمکه يې د قومندان له اجازې پرته په بزګرۍ نيولې وه، په کلي کې به چې چا لور ورکوله باید لومړی يې د قومندان صېب سره مشوره کړې وایی، ډيرې بیناموسۍ يې خلکو ته ور واړ ولې، د خلکو ناو یانو ته بیناموسۍ ور واړه ولې ، نر نه وو چې د هغوي پر وړاندې يې خبره کړې وایی))

محمد عمر پخسه پران په کندزو کې د اربکیانو تر ټولو ظالم قومندان دی، او ملګري يې هم د سيمې پر خلکو تر خپله وسه ظلمونه کوي .

د طالبانو یو سيميز قومندان ملا یحيی چې پوهنتون يې په دويم ټولګي کې پرې اېښتي او د اربکیانو ظلم مجبور کړی چې د طالبانو په لیکو کې و دریږي. نوموړی د کندوز د نيولو په اړه وايي: ((موږ ته د کندوز د نیولو تر څنک   د استخباراتو اسنادو ته لاس رسی ، وسلې نيول، د زندان ماتیدل هم په لومړنیو هدفونو کې راتلل))

همدا رنګه د طالبانو د قضا برخې او د د ولت د بيلا بيلو ادارو څخه د نيول شو اسنادو د برسي یو تن غړي قاضي عبیدالله وويل :

((کله چې د ملي امنیت ریاست څخه لاسته راغلی اسناد برسي شي، بیا به ډيره ګرانه وي چې څوک د ملي امنيت يا له دولت سره کار وکړي، موږ اوس په دې کار کو چې له اسنادو څخه مالوم کړو چې په سيمه کې کومو ملکانو د خلکو د بچيانو ضمانت کړی چې دوی باید له دولت سره کاروکړي))

په چهار دره کې د طالبانو له بیلا بیلې ډلو   سره مو مرکې وکړلې، ټول يې   د کندوز او په ځانګړې توګه د چهار درې اوسیدونکي وو، د دوي په ډلو کې ډير داسې تنکي ځوانان هم وو چې لا يې   ږيرې نه وې راغلې.

د کندوز له جګړې وروسته د طالبانو نوي مشر ملااختر محمد منصور اعلان وکړ چې باید له خپلو ليکو څخه کم عمره ځلميان وباسي؛ خو څو ورځې وړاندې مې په بدخشان کې د طالبانو په لیکو کې ډير داسې ځلمیان ولیدل چې لا يې عمرونه تر ۱۷ کلنۍ کښته وو.

پای

307 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2