Categories

اعلان

Loading…

خوات کتابتون پرانستل شو/ حبیب وقار

د روان ۱۳۹۴ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۲۱مه نېټه د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ په خوات سیمه کې د حضرت عمر فاروق په عالي لېسه کې (خوات عامه کتابتون) پرانستل شو.

په یاده شوې نېټه د حضرت عمر فاروق په عالي لېسه کې د نوموړي کتابتون پرانست غونډه د استاد قاضي فضل کریم لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د نوموړي کتابتون بنسټ اېښودونکي مجیب الرحمن محمودي د غونډې ګډون والو ته د کتابتون د څرنګوالي او شرایطو په اړه پوره مالومات وړاندې کړل، نوموړي په لومړي سر کې د کتاب او مطالعې د ارزښت او په ټولنه کې د هغې د اړتیا په اړه لنډې خبرې وکړې، ورپسې یې له هغو کسانو څخه مننه وکړه چې د دغه کتابتون په جوړولو کې یې نغدي، د کتابونو او هر اړخیزې مرستې کړې دي او د هغو کسانو نومونه یې یاد کړل چې له دغه کتابتون سره یې د کتابونو مرسته کړې ده.

ښاغلي محمودي د خپلو خبرو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې خوات کتابتون هم د جلګه کتابتون او چک کثیرالرشتوي انستیتوت د کتابتونونو په شان یو عام المنفعه کتابتون دی چې د علم دوستو او خیر غوښتونکو کسانو په مرستو سره جوړ شوی دی او دغه کتابتون په هېڅ ګوند، ټولنې، حکومت او یا بل چا پورې نه دی تړلی او نه څوک حق لري چې کوم چا ته یې منسوب کړي.

محمودي د خپلو خبرو په پای کې د کتابتون په ټولو شرایطو رڼا واچوله او د غونډې له ګډون کوونکو یې وغوښتل چې له دغه کتابتون سره تر خپله توانه مرسته وکړي؛ ترڅو نوموړی کتابتون لا غني او بډایه شي.

د غونډې په ترڅ کې د حضرت عمرفاروق د عالي لېسې ښوونکي عبدالله طارق هم د کتاب او مطالعې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دا د الله پاک یو لوی نعمت دی چې د شاته تګ پر ځای پرمختګ زموږ په برخه کېږي او یو پر بل پسې د بري پړاوونه وهو. ده د سیمې د خلکو په استازولی د نوموړي کتابتون له بنسټ اېښودونکي او هغو کسانو څخه مننه وکړه چې په دغه برخه کې یې مرسته کړې ده او دوی ته یې د الله (ج) له دربار څخه د ښه راتلونکي او بریا غوښتنه وکړه چې په داسې سختو شرایطو کې خپله ټولنه ور په یاد ده او داسې یوه معنوي مرسته یې ورسره کړې ده چې په دې سره به د ټولنې د وګړو فکري ځواک لا غښتلی او قوي شي.

له یاده دې نه وي وتلې، چې نوموړي کتابتون ته تر اوسه پورې ۶۷۰ ټوکه کتابونه رسېدلي دي او د دوه سوه ټوکو په شاوخوا کې کتابونه نور هم د ځینو کسانو لخوا وعده شوې چې له یاد کتابتون سره به مرسته وکړي.

2دا په داسې حال کې چې ښاغلي محمودي د ملګرو په مرستو سره، له ۱۳۹۲ کال را هیسې د عامه کتابتونونو په جوړولو پیل کړی دی چې تر اوسه دا درېیم کتابتون دی چې پرانستل کېږي، نوموړي کتابتونونه په خپله اړونده سیمه کې د وخت په تېرېدو او دوستانو په مرستو سره نورې څانګې هم پرانیزې چې تر اوسه جلګه کتابتون د کنج د کلي په دیني مدرسه کې یوه څانګه لري او خوات کتابتون ته هم په سیبکه سیمه کې یوه څانګه په پام کې نیول شوې ده چې تر اوسه پورې سل ټوکه کتابونه ورته برابر شوي دي، همدا شان په پام کې نیول شوې ده چې د شرایطو په برابرېدو سره به په خپل وخت د جغتو کتابتون او سیدآباد کتابتون بنسټ هم کېښودل شي.

غونډه د ګډون والو لخوا له نوموړي کتابتون سره د مرستې کولو په وعدې او یوې دعا سره پای ته ورسېده.

په کار ده چې د دغه راپور په پای کې د هغو کسانو نومونه هم یاد کړو چې تر اوسه یې له خوات کتابتون سره مرسته کړې ده.

هر یو ښاغلی ګل آغا احمدي، دکتور کفایت الله وردک، نجیب الله همیم، انجینیر محمد آصف عمر، صفیالله ناصري، حبیب وقار، مصطفی نورزی، انبیا ژمن وردګ، نصرت الله روان، عبدالمبین وردګ، نجی الله سمون، قاري فهیم الله فدایي، احمد جمالزی، خالد نجیم، حمیدالله حمیدي، نظیم سمون، جاوېد امیري، محمد حامد ژواک، ډاکټر محمد سالم اصغر خېل، الطاف احمد نظري، محمد داوود عمري، بازمحمد عابد، توریالی همت، صادق الله صادق، محمد نافع همت، مومند خپرندویه ټولنه، انجینیر حمدالله شاکري، اورنګ مختار، سید مصطفی حماس، خپله د کتابتون بنسټ اېښودونکی مجیب الرحمن محمودي او انجینیر محمد ظاهر زنداني.

329 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸