Categories

اعلان

Loading…

ټاپي؛ یوه اقتصادي پروژه او یو لرلید/ نظیم سمون

په اوسنۍ نړۍ کې د دولتونو سیاسي او اقتصادي ځواک په دې محاسبه کېږي، چې د انرژۍ سرچینو ته د لاسرسي او کنټرول په کومه کچه کې دي. د «جان هاپکینز پوهنتون» د قفقاز انستیتیتوب مشر «فریدریک سټار» وايي، هر هغه چا چې د انرژۍ د نللیکو پر مسیر او سرچینو کنټرول پیدا کړ، د نړۍ په راتلونکو سترو برخلیک ټاکونکو مسایلو کې به اساسي ونډه ولري. د سیمې او نړۍ اوسنيو شرایطو ته په پام سره، دغه واقعیت ښه جوت دی.

د انرژۍ صادروونکي، ټرانزیټ کوونکي او واردوونکي هېوادونه هغه ستراتېژیک مثلث دی، چې د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې اقتصادي حوزې رامنځته کوي.

د افغانستان ځای ځایګی په دغو نړیوالو معادلاتو کې د ټرانزیټ یا نښلوونکی موقعیت دی.افغانستان په اسیا کې د دوو داسې سیاسي – اقتصادي حوزو ترمنځ موقعیت لري، چې یوه یې د انرژۍ بډایه او بله یې تږې حوزې بلل کېږي. د منځنۍ اسیا د انرژۍ سرچینې د کسپین سمندرګي له سرشاره طبیعي زېرمو سرچینه اخلي.

دغه دوه حوزې چې تر ختیځې اسیا وروسته به په راتلونکو دوو لسیزو کې د اسیا په لویه وچه کې د مخ پر ودو او متحرکو اقتصادي حوزو په توګه تبارز کوي، د منځنۍ او سویلي اسیا حوزې دي.افغانستان د یادو دوو حوزو د ځنځیر د یوې نښلوونکې کړۍ بڼه لري او د دواړو حوزو ترمنځ په سترو اقتصادي پروژو کې د یوه مهم شریک رول لوبوي.

اوسني شرایط او اړتیاوې د منځنۍ او سویلي اسیا هېوادونه په اقتصادي لحاظ یو پر بل تکیه کوي، معنا دا چې د سویلي اسیا مخ پر دې هېوادونه په صنعت او تولید کې د کارېدونکې انرژۍ د تامین لپاره منځنۍ اسیا او بر عکس منځنۍ اسیا د خپلې انرژۍ د صادرولو لپاره د سویلي اسیا په څېر د انرژۍ تږي مارکېټ ته اړتیا لري. همدغه دوه اړخیزه اړتیا ده چې د دواړو حوزو ترمنځ د اقتصادي همکاریو بحث راپورته کوي.

ایا د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ اقتصادي همکاري یوازې یوه نظریه ده؟

کلونه کېږي چې د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د بېلابېلو جوړښتونو په چوکاټ کې د سویلي او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ بحثونه روان دي. دغه بحثونه که څه هم په لومړیو کې عملي نه برېښېدل، خو د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو دوامدار ډیالوګ په تېره یوه لسیزه کې وکولای شول چې د سیمې په کچه د بنسټیزو پروژو د تطبیق لپاره اجماع رامنځته او ذهنیت جوړونه وکړي.

هغه سیمه ییزې اقتصادي پروژې چې له څه باندې یوې لسیزې راپدېخوا د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو په سازمانونو لکه د ریکا، ایکو، کرېک او ټراسیکا کې پرې بحث کېږي، نن ورځ د عمل ډګر ته وړاندې کېږي. (TAPI او CASA1000) د انرژۍ دوه هغه سترې پروژې دي چې یوه یې عملاً تطبیق او بله یې د تطبیق پړاو ته نږدې شوې ده.

د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هند ترمنځ د ګازو د نللیکې غځول (TAPI) پنځه کاله مخکې یوازې یو نوم و، خو نن دا خوب په رښتیا کېدو دی. د ټاپي پروژې عملي پیل په سیمه او په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره یوه مهمه تاریخي پېښه ده. مهمه ځکه ده چې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د دغه هېواد له خاورې د ګازو د لېږد یو نړیوال پایپ لاین تېرېږي، یعنې د فریدریک سټار په خبره افغانستان د انرژۍ د لېږد د مسیر یو مهم امتیاز خپل کړ.

د ټاپي پروژې پر اقتصادي بعُد ډېر بحثونه شوي دي او په دې اړه زموږ یو عمومي تصور هم دا دی چې افغانستان د دې پروژې د یوه شریک په توګه هر کال ټاکلی اندازه ټرانزیټي فیس او ګاز ترلاسه کوي. خو د ټاپي پر اقتصادي منفعت سربېره، پر سیاسي او ستراتېژیک ارزښت یې ډېر کم بحثونه شوي دي.

ټاپي سره له دې چې یوه اقتصادي پروژه ده او هر شریک دولت ته جلا اقتصادي ارزښت لري، ترڅنګ یې دا پروژه د سیمې لپاره یو لرلید «Vision» هم دی. په دې لیکنه کې د ټاپي د تخنیکي او اقتصادي ځانګړنو پر ځای د ټاپي پر سیاسي او ستراتېژیک ارزښت خبرې کوو.

ټاپي او سیمه ییزه همپالنه

سیمه ییزه همپالنه «Regional integration» هغه پروسه ده چې د سیمې او ګاونډي هېوادونه د یوه تړون په چوکاټ کې د ګډې همکارۍ لپاره سره په کې راټولېږي. دا مفهوم د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته دود شو. تر دې مخکې د سړې جګړې په جریان کې سیمه ییزه همپالنه د وسټفالیا سیستم «Westphalian state system» باندې ولاړه وه، چې له امنیتي ننګونو سره مبارزه د دولتونو د انفرادي ګټو د خوندیتوب په توګه مطرح وه. خو د شلمې پېړۍ په وروستیو او د یویشتمې پېړۍ په لومړیو کې ګلوبالیزېشن او نوي نړیوال نظم د «سیمه ییزې همپالنې» مفهوم بدل کړ. د اروپا لویه وچه نن د نړۍ لپاره د سیمه ییزې همپالنې یو غوره موډل دی.

د اروپا تاریخ څرګندوي چې د شلمې پېړۍ تر نیمايي پورې دغه لویه وچه په پرلپسې ډول د لویو قدرتونو ترمنځ د ګټو د ټکر نقطه وه. د پروتستانت او کاتولیک مذهبونو ترمنځ دېرش کلنه جګړه او بیا وروسته دوه نړیوالې ورانوونکې جګړې په همدې لویه وچه کې پیل او همدلته پای ته ورسېدې. تر مذهبي جګړو وروسته ملي دولتونه رامنځته شول او بیا تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د نړیوالې سولې موضوع را برسېره شوه. همدارنګه د سړې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته د سیمه ییزې همپالنې موضوع سر راپورته کړ،چې اروپايي ټولنه یې ښه مثال دی. اروپا نن ورځ دومره سره نږدې شوې، چې تر یوې واحدې کرنسۍ او بیرغ لاندې ژوند کوي.

پر اروپا سربېره، د شمالي امریکا د ازادې سوداګرۍ تړون (NAFTA)، په پاسفیک حوزه کې د اسیا د ازادې سوداګرۍ سیمه (AFTA)او د افریقا د ازادې سوداګرۍ سازمان د سیمه ییزې همپالنې څو مشهورې مخبېلګې دي.

معلومات ښيي چې په نړۍ کې کابو ۳۵ سلنه سوداګري د همدې ډول تړونونو او جوړښتونو له لارې ترسره کېږي، چې د نړیوال تجارت یو پر درېیمه برخه جوړوي.

افغانستان په نولسمه او شلمه پېړۍ کې په اسیا کې د نړیوالو زبر ځواکونو د پراختیا غوښتنې او هجمونیکي سیاستونو اسیپ پذیره نقطه وه، چې په ۱۸۴۰ لسیزه کې د تزاري روسیې او برېټانوي هند ترمنځ سیالي او بیا د سړې جګړې پر مهال د افغانستان پر وړاندې د امریکا او شوروي اتحاد سیاستونه یې ښه مثالونه دي. په دې اساس، د سوېلي او منځنۍ اسیا ترمنځ د شخړو او ټکر د مخنیوي یو اساسي تجویز همدا سیمه ییزه همپالنه ده.

د سیمه ییزې همکارۍ او همپالنې په چوکاټ کې د ګډو اقتصادي پروژو تطبیقکولی شي چې دا ګواښونه راکم او په سیمه کې اقتصادي وده چټکه شي.

له همدې امله ویلی شو، چې ټاپي د سیمه ییزې همپالنې پیل دی او د ټاپي بریالی پیل به دې ته لار هواره کړي، چې ورپسې د انرژۍ د لېږد نورې پروژې لکه «ټوټاپ» او «کاسا ۱۰۰۰» هم د تطبیق پړاو ته داخلې شي. همدارنګه د کرېک سازمان په چوکاټ کې افغانستان به د دې جوګه شي چې رېل کرښې او جاده يي ټرانسپورټ په مرسته منځنۍ او سویلي اسیا سره ونښلوي. افغانستان کولای شي چې د دواړو حوزو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژۍ او فایبر آپټیک د ټرانزیټ د محور امتیاز خپل کړي.

دا ډول پروژې د سیمې هېوادونه د تضاد له نقطې د همکارۍ لور ته هڅوي، یعنې څومره چې دولتونه په اقتصادي لحاظ سره تړل کېږي؛ هغومره د ټکر ګواښونه کمېږي او همکاري پراختیا مومي. د ټاپي پروژې د ځنډېدو یو عمده علت د هند او پاکستان ترمنځ سیاسي مخالفتونه وو، چې باالاخره په یادو هېوادونو کې د انرژۍ ورځ تر بلې زیاتېدونکې اړتیا او بحران دغه دواړه هېوادونه په ګډو اقتصادي پروژو کې همکارۍ ته هڅولي دي.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *