Categories

اعلان

Loading…

ارګ: د طالبانو په منځ کې د نفوذ لرلو په باب د خواجه اصف څرګندونې د افغانستان ادعا ثابتوي

تاند- د افغانستان حکومت د ټاپي پایپ لاین په اړه د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې غیرمسوولانه او د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې په باب د پاکستاني مشرانو له ژمنې سره په ټکر کې وبللې.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار تر پیلېدو مخکې بي بي سي ته په مرکه کې وویل چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پایپ لاین د امنیت په اړه به له افغان طالبانو سره خبرې وکړي. (نور ولولئ)

د ارک په خبرپاڼه کې، چې نن /یکشنبه/ ماسپښین خپره شوه، ویل شوي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د کازو نللیکه د سیمې یوه مهمه اقتصادي پروژه ده چې د افغانستان د حکومت د پر له پسې هلوځلو، په تېره بیا د ترکمنستان په شمول له خپلو شریکانو سره د خبرو په برکت اجرايي پړاو ته رسېدلې او د بنسټ ډبره یې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند د مشرانو لوري نن کېښودل شوه.

د ارګ په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي:«افغان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون مطابق او د نورو نافذو قوانینو پر اساس مسوولیت لري چې د افغان اتباعو ترڅنګ د خپل هیواد د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه وکړي او دوی د دې جوګه دي چې عامه او خصوصي تاسیسات په ځانګړي ډول د ټاپي د ګازو پایپ لاین، چې ۷۰۰ کیلومتره یې د افغانستان له خاورې تېرېږي، وساتي.»

که څه هم د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې په خبرو کې تل پاکستان ته مراجعه کړې او تل یې ویلي چې د طالبانو کنټرول د پاکستان په لاس کې دی خو داسي ښکاري چې د ټاپي پروژې په برخه کې د پاکستان د دفاع وزیر پر څرګندونو د افغانستان د حکومت نسبتاً توند عکس العمل تر ډېره د هغو بریدونو په وړاندې غبرګون وي چې طالبانو په کندهار او کابل کې وکړل.

ارګ وايي چې د افغانستان حکومت د ټاپي پروژې د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک چمتو کوي او په دې ټینګار کوي چې د افغانستان خلک به د یاغیانو له لوري د دغه پایپ لاین خلاف ورانکارو فعالیتونو ته اجازه ورنه کړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان حکومت د دې نللیکې د ساتنې لپاره ۷ زره سرتېري وګوماري.

ارګ وايي چې د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې ثابتوي چې ځیني پاکستاني چارواکي لا هم د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته لېواله دي او له طالبانو سره نژدې اړیکې پالي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې چې په طالبانو کې له خپل نفوذه کار اخلي، په زغرده د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې په باب د افغان حکومت او ملت ادعا ثابتوي.

244 total views, 1 views today

1 comment

  1. شپون Reply

    . غوني مې زږه شول چې د خو جاصف دا ډوزې ماپرون ولوستلي. بیامې ویل دا به دپلوماتیک ژپه وي یواځې چارواکي يپرې پو هیږي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸