Categories

اعلان

Loading…

د جرمني دفاع وزیره وايي، په افغانستان کې تیروتنه شوې

خبریال: میرویس جلالزی – جرمني وايي له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې تیروتنه شوې او اوس په دې کار کوي چې ایا دا تیروتنه د سمون وړ ده که نه ده.

جرمني له افغانستان سره د مخکښو مرستندویانو په کتار کې دی چې نه یوازي ملکي بلکې پوځي مرستې يې هم کړي دي.

دغه هیواد د ناټو په چوکاټ کې څو کاله په افغانستان کې سرتیري لرل. اکثره جرمن پوځیان په بغلان، کابل، کندوز، بدخشان او بلخ کې ځای پر ځای ول.

د جرمني دفاع وزیرې تیره اونۍ افغانستان ته سفر درلود او د دې هیواد د وضیعت جاج یې واخیست او پر دې یې له خپلو محدودو پوځیانو سره خبرې وکړې چې حالات په کوم لوري روان دي او د دوی شتون د حالاتو له سمون سره څه ډول مرسته کولای شي.

میرمن اورسلاون برلین ته له ستنیدو وروسته ویلي چې په افغانستان کې یې تیروتنه کړې یعني دا چې له دغه هیواد څخه دوی او نورو نړیوالو په بې وخته سرتیري ایستلي او اوس باید په دې کار وشي چې دا تیروتنه د سمون وړ ده که څنګه.

هغې نیوکه وکړه چې د افغانستان وسله والو متحدانو په بیړه له دغه هیواده سرتیري ایستلي دي.

د جرمني د دفاع وزیرې دا څرګندوني پر داسي وخت را برسیره کیږي چې افغان حکومت له ۲۰۱۴ کال دمخه څو څو ځله له خپلو بهرنیو متحدانو غوښتي چې په بیړه له افغانستانه و نه وځي ځکه د افغانستان حالات دیر ماتیدونکي دي.

که څه هم د ناټو یو شمیر ناټو غړو په کراره او حالاتو ته په کتو د سرتیرو د ایستلو ژمنې کړې وې لیکن داسي ښکاري چې د امریکا، بریټانیا او جرمني د غټ شمیر سرتیرو له وتلو وروسته د ناتو نورو متحدانو په بیړه له افغانستانه خپل سرتیري ایستلي دي.

د جرمني دفاع وزیرې ویلي چې د سرتیرو په بیړه ایستلو طالبانو او نورو مخالفو وسله والو ته غلط پیغام ورکړ او هغه دا چې دوی کولای شي حکومت وګواښي او یو شمیر سیمې ونیسي.

جرمني وايي د امریکا تر څنګ چې غواړي دلته ۱۲ زره سرتیري ولري دوی هم پلان لري په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیره له ۸۵۰ تنو ۹۸۰ تنه پورته کړي.

د جرمني د ماموریت عمده سیمه کندوز وه چې روان کال یې حتی ښار د څو ورځو لپاره د طالبانو لاس ته ولوید. اوس د ناټو غړي هیوادونه هم له جرمني دا پوښنه لري چې ولي يي د افغان ځواکونو وړتیا هغه حد ته نه وه رسولې چې کندوز یې ساتلی وای.

جرمني اوس اعتراف کړی چې له افغانستان څخه یي د ناټو د نورو غړو هیوادونو په څیر د سرتیرو ایستل یې تیروتنه وه .

258 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2