Categories

اعلان

Loading…

چينار څنګه خبرې کوي؟ / اجمل ښکلى

چينار چا په خبرو نه دى ليدلى؛ خو کاروان چې کوم چينار ښيي، هغه خبرې کوي. کاروان چې له چيناره هره مانا اخلي؛ خو زموږ ذهن لومړى له چينار سره مخيږي او ښايي موږ دا پايله ترلاسه کړو، چې مانا د متن او واقعي نړۍ له ټکره زېږي. زموږ تجربه وايي، چې په واقعيت کې چينار خبرې نه شي کولاى؛ نو سملاسي پوهېږو، چې دا چينار نه دى، بل څه دى.

په ادبي متونو کې د راغليو سمبولونو او استعارو په تحليل کې راسره ښايي د واقعيت تجربه مرسته وکړي، ځکه چې دا راته پته ده، چې ادبيات له واقعيته رنګ اخلي؛ خو په ادب کې چې کله د لاشعور خبره راشي يا داسې خبرې راشي، چې له مادي نړۍ سره يې مستقيمه اړيکه نه وي، بيا راسره خپله واقعي تجربه مرسته نه شي کولاى.

فورماليستانو چې هڅه کوله، چې د ادبي ماهيت يا ادبييت د اثبات له لارې ادب ته له واقعيته مستقل حيثيت ورکړي او تينيانوف ټينګار کاوه، چې ” ادب تاريخ به هله علم شي، چې موضوع يې د اثر ادبييت شي”، د عامه ذهنيت پرخلاف يې ادب ته د واقعيت نه، بلکې واقعيت ته د ادب له زاويې د کتو سپارښته وکړه او ويې ويل، چې دا سمه نه ده، چې د واقعي نړۍ د تحليل له لارې د متن نړۍ ته لار پرانيزو، بلکې د متن له واقعيته، بهرنى واقعيت موندلى شو، ځکه چې ادبيات له روان سره ارتباط لري او واقعي نړۍ يا زموږ چلن د همدې روان زېږنده وي؛ نو د کافکا لنډې کيسې زموږ زمانه تر سياسي بيانيو دقيقه راښيي. بل دا چي د پنځګر د ژوند او فکر ترمنځ فاصله وي؛ نو د بهرنيو شرايطو له مخې ادبي اثار نه شو تحليلولى او همداسې د پنځګر شخصي ژوند هم له موږ سره د هغه د ادبي پنځونو په شننه کې مرسته نه شي کولى، ځکه چې پنځګر چې څه وايي، هغه نه کوي. مشهور فورماليست ياکوبسن د پنځګر او د پنځونې ترمنځ د توپير لپاره د رومانتيک شاعر چک کارل هينک عاشقانه شعرونو ته اشاره کړې، چې خپله معشوقه يې پکې تر حده زياته ستايلې؛ خو بيا يې په خپلو ځانپېښو کې همدا معشوقه کږلې ده. ياکوبسن وايي، چې په دې دواړو کې يوه خبره هم د شاعر د تجربې او واقعي ژوند نمايندګي نه کوي؛ نو شاعر چې هر ځل ژمنه وکړي، چې دا ځل به رښتيا وايم، دروغ وايي. له پنځونې سره د پنځګر د ژوند اړيکه دا ده، چې خپل واقعي ژوند پکې پټ کړي.

موږ دا خبره د (چينار خبرې کوي) نظم په اړه هم ويلاى شو، چې خپله زمانه تر دروغجنو سياسي څرګندونو ښه انځوروي:

ناڅاپه کړيکې شوې، د واى مورې نارې خورې شوې

په ځان خبر هم نه وم، څانګې مې ارې ارې شوې

بنګړي ذرې ذرې شول

منګي کودي کودي شول

څڼې لمبه لمبه شوې

شالونه باد يووړل

پاس مې اسمان ته کتل

زما پر خوا په غړمبار راروان

لکه يو ستورى له مداره وتى

لکه يو غشى له پرهاره وتى

د اور ابليس د ملايکو له کتاره وتى

پر جوماتونو پر حجرو پر ګودرونو پرېووت

پر سر د مستو چينارونو پرېووت

د ادب په اړه د فورماليستانو ډېرې خبرې اوس هم نوې دي. د دوى په اند، هر ادبي اثر د خپل بېل ادبي نظام خاوند وي، چې له بهرني واقعيت سره يې اړيکه نامستقيمه وي او بهرنى واقعيت يې په ادبي ماهيت کې لاس نه لري. دا نظام له بېلابېلو ادبي توکيو يا اجزاوو جوړ وي، چې دا اجزا د ګشتالت ارواپوهې غوندې له دې نظامه بهر ادبي ارزښت نه لري، يعنې له يو بل سره په ارتباط کې يې ادبي ماهيت نغښتى وي او بيا دا نظام په ټوله کې له نورو ادبي اثارو سره د ادب د کل يو جز وي؛ نو تېر ادبي اثار هم له دې اثر سره بې رابطې نه وي. که په ګرامر کې مو فونيم، مورفيم او څپه نه وي پېژندلي، ترکيب او غونډ به څرنګه پېژنو. که خپل تېر ادبي اثار مو نه وي لوستي، د اوسني ادب پر ارزښت او مانا به څرنګه پوهېږو. له دې خبرې نه فورماليستانو دا مانا واخيسته، چې د يوه ادبي اثر ادبي چاپېريال د بل ادبي اثر له چاپېريال سره توپير لري او داسې دوه ادبي اثار له يو بله په اسانه بېلولى او د دواړو پر ادبي ماهيت پوهېداى شو.

له بله پلوه فورماليستانو په ادبي ماهيت کې د زمان لاس هم ښکېل باله. د دوى په اند د دوو اثارو له پرتلې پوهېږو، چې يو وخت که يوه توکي ادبي ارزښت لاره، بل وخت ساده ژبنى توکي و او بس.

(چينار خبرې کوي) کې د چينار، زلمو، پېغلو، برکلي، باد، ستورو، مچکواو د دې نظم د ټولو توکيو ترمنځ کلک تړاو وينو، چې هر جز له دې مستحکم تړاو وباسو، هغه اغېز راباندې نه ښندي، چې په ګډه يې راباندې شينده:

زه د بر کلي د گودر د غاړې

يو شين چنار وم ، چنار

هر مازديگر به راته سلو نجونو

په سرو منگلو سلامونه کول

سحر وختي به مستانه پېغلوټو

زما پر ټيټو او خورو څانگو اوبه شيندلې

زه به په ناز لکه خوب وړى زلمى

څه غلى ، غلى وبوږنيدم

له شينکي خوب نه په خندا ويښيدم

له ساړه باد سره به اخوا دې خوا

لکه د ټال زنگېدم

او د گودر اوبو به

راته چمبه وهله

لکه ملاله پښتنه پېغله د وروڼو په ورا

په شنه گېډي گېډي کميس کې گډېدم گډېدم

کله ناکله مې په غلي ماښام

له سپينو خولو نه د تودو مچکو خرپ اورېده

لکه غوږونو به مې

د څانگو ، څانگو په لاسونو کې نيولې پاڼې

ما به د دوو مينو

د بڼوگانو هر يو رپ اوريده

بيا به مې باد ته ښورول لاسونه:

غلى شه، خداى ته ګوره، شور مه کوه

د نظم په دې برخه کې چې هر جز د نورو اجزاوو او هره پېښه د نورو پېښو له تړاو بهر وشنو، هنري ارزښت نه لري. مثلا: چينار له ساړه باد سره هاخوا دېخوا زنګېږي، چې دلته اشاره د سهار په باد کې د چينار د پاڼو خوځېدلو ته ده، د ګودر اوبه چمبه وهي، چې اشاره د ګودر د اوبو شرهار ته دى او باد ته د چوپتيا لپاره د لاسونو له ښورولو مطلب همغه د چينار د پاڼو خوځېدل دي؛ خو که دا درې يواځې يواځې وشنو او د نظم له نورو پېښو سره يې ونه تړو؛ نو هغومره هنري ارزښت لري، څومره چې يې له نورو اجزاوو سره په تړاو کې دى؟

همدا علت و، چې فورماليستانو ويل، چې شکل پر مانا لوړ دى، ځکه د شکل له تحول سره مانا بدلېږي، البته هغوى له فورمه دومره ساده مانا نه اخىسته، بلکې فورم يې(ٰروسي فورماليستانو ته دا نوم د سپکاوي په خاطر نورو ورکړى و) د ټولو هغو توکيو تړاو ته وايه، چې د يوه اثر ادبي ماهيت جوړوي.

فورماليستانو ادب له ژونده يا له نورو ټولنيزو چارو نه بېلاوه. دوى پوهېدل، چې ادب له دې ټولو سره اړيکه لري؛ خو دا ټول شيان د ادب لپاره بهرنى ارزښت لري او د ادب پر ماهيت اغېز نه ښندي. مطلب دا چې د ادب ماهيت خپلواک دى.

فورماليستانو د ادبي ماهيت د خپلواک حيثيت د اثبات لپاره بل ګام د (هنر ناعادي کول دي) په نامه واخيست. د شکلوفسکي په وينا، هنر زموږ حسي ادراک له سره منسجموي او په دې کار سره د واقعيت اشنا قاعدې او ظاهرا همېشني جوړښتونه ګډوډوي. هنر زموږ عادتونه بدلوي او هر اشنا څيز راته نااشنا ښکاره کوي. زموږ او زموږ د شيانو لکه د کار، جامو، کور، سينګار، مېرمن او له جنګه د ويرې ترمنځ -چې موږ ورسره عادت شوي يو- فاصله پيدا کوي. موږ د خپل عادت له مخې هره ورځ يو بل وينو؛ خو يو بل وينو نه، ځکه چې زموږ حسي ادراک له نړۍ سره عادي شوى دى؛ نو د شاعر موخه د عادت ماتول او په دې توګه د نوې نړۍ تخليق دى. په ګشتالت ارواپوهنه کې لولو:

“هر حسي ادراک په عادت اوړي، چې بيا په خپلسر کار کوي. زموږ ذهن متوجه نه وي، خو بيا هم د خپل عادت له مخې هغه کار کوو يا هغسې فکر کوو، ځکه نو د عادت له مخې موږ د هر څه له پيله د هغه پر پايله پوهېږو؛ خو د هنر کار دا دى، چې د عادت ماتولو هنر رازده کړي…د هنر کار د شيانو احساس دى، يعنې چې څرنګه پېژندل شوي نه، بلکې چي څرنګه ليدل کېږي. هنر هر څيز نااشنا او مبهم کوي او په دې توګه حسي ادراک پېچلى کوي….”(بابک احمدي، ساختار و تاويل متن(څلورم چاپ)، ۴۹مخ)

اوس که له دې زاويې نه (چينار خبرې کوي) ته وګورو، پوهېږو، چې چينار ولې خبري کوي. شاعر د نظم له سرليکه لوستونکى ته فکر ورکوي، چې يو ناعادي څيز لولي، يوه ناعادي چاره ترسروي او هغه دا ده، چې چينار خبرې کوي. په (چينار خبرې کوي) کې نور ډېر ناعاديتوبونه هم شته، چې په دې توګه دا د کاروان د شاعرۍ ځانګړنه جوړوي، چې د نورو شاعرانو غوندې يواځې په نظم کولو يا قافيه او رديفونو راوړولو د ناعاديتوب چاره نه دروي، بلکې ناعادي هنري ترکيبونه او جملې هم جوړوي. موږ پوهېږو، چې چينار لاس نه لري، چې ويې ښوروي، چينار ويده کېږي او ويښېږي نه، چينار د خوند په ټال نه زانګي، د ګودر اوبه چمبه نه وهي، چينار د تودو مچکو خرپا نه اوري، د چينار زړه نه وي، چې تر سهاره پکې څړيکې خپرې شي، د لمر وړانګې د لمر تاوده لاسونه نه دي، د مچکو خرپ او سندرې د جوړه بلبلو نه غوټه کېږي او…

شاعر ځکه عادي نړۍ ناعادي ښيي، چې د لوستونکي ذهن له عادتونو ووينځي، خپل کيفيت او عاطفه په عادي ژبه نه شي رسولاى او هڅه يې دا وي، چې پر خلکو اغېز وښندي.

فورماليستانو د اثر د تحليل لپاره څومهالي او د سوسور يو مهالي روش خپل کړ. په څو مهالي کې د يوه اثر ادبي ماهيت له تېرو اثارو سره د پرتلې له مخې معلومېده او په همزماني کې د خپل وخت. په دې توګه د ادبي متونو ادبي ماهيت له ژبپوهنې سره اړيکه لرله؛ خو وروسته وروسته فورماليستان پوه شول، چې ادبيات د نښو يا کوډونو ځانګړى نظام دى، چې هر کوډ بايد لومړى د ژبپوهنې له مخې تحليل شي او بيا يې له نورو کوډونو سره اړيکه معلومه شي.

(په چينار خبرې کوي) کې هم له کوډونو استفاده وينو. په دې نظم کې چينار، برکلى، باد، لمر سمبوليک او استعاري کوډونه دي، چې د عادي ژبې له مخې يوه مانا لري؛ خو چې د نظم له نورو هنري رمزونو سره يې اړيکه وګورو، پوهېږو، چې مانا يې بدله شوې او دا بدله مانا موږ ته ځکه خوند راکوي، چې د قاموس له تکراري او لنډ تنګ چاپېرياله مو راوباسي، ځکه خو ژبپوهان د ژبې په پراختيا کې پر علم سربېره د هنر، په تېره د ادب له ونډې انکار نه کوي. پر دې سربېره په دې کې نور کوډونه هم دي، چې مجازي مانا ىې تشبيهي اړخ نه لري؛ خو هنري ارزښت لري. د فورماليستانو په اند هره نښه چې په ادب کې هنري ارزښت ولري، هغه په کوډ کې راځي.

فورماليستانو چې د يوه ادبي اثر د بېلابېلو اجزاوو ترمنځ اړيکې ته شکل وايه او دا شکل يې ادبييت او د ناعادي کولو محصول باله؛ نو له مانا نه نيولې د کلمې بڼې يې هم پکې چې موسيقي زېږوي، شاملې ګڼلې، ځکه چې موسيقي او وزن پيدا کول هم عادي ژبه ناعادي کوي. (چينار خبرې کوي) او داسې د کاروان ټوله شاعري دا ناعادي خصوصيت لري. د دې نظم يوه برخه ده:

زه د برکلي د ګودر د غاړې

يو شين چينار وم، چينار

زه د ګودر په طبعه ښه پوهېدم

ګودر شاعر غواړي، چينار غواړي

ګودر د سلو منګو

رنګين کتار غواړي

ګودر د غرونو، د ځنګلونو د پېغلوټو چينو

کاروان مهار غواړي

ځينې لوستونکي به پوښتنه کوي، چې ولې د لويديځ د يوه مکتب نظريې د پښتو پر يوه نظم تطبيقوو. موږ کله د لويديځ پر وړاندې د کمترۍ له احساسه د ژغور لپاره د هغوى ادبي نظريې، چې د هغوى د مکاني او مهالي شرايطو زېږنده دي، پر خپلو ادبياتو، چې زموږ د خپل چاپېريال زېږنده دي، تطبيقوو. مثلا: هرومرو به شيدا ته رومانتست شاعر وايو يا به الفت صاحب رياليست شاعر بولو. د تامل خبره دا ده، چې په لويديځ کې له رياليزم نه د يوه مکتب او يوه جريان په توګه ارادي استفاده کېده؛ نو زموږ پنځګر چې هغه شرايط نه دي لوستي، څرنګه يې پر دوى تطبيقولاى شو.

خو که کوم پنځګر د لويديځ د يوه مکتب شاعري لوستې وي او ډېر ترې اغېزمن شوى وي، د هغه د شاعرۍ په شننه کې راسره ښايي هغه ځانګړې ادبي نظريه مرسته وکړي.

خو د فورموليزم خبره بېخي بېله ده. فورماليزم د نورو مکتبونو غوندې د سياسي، اقتصادي، مذهبي او… جريانونو مستقيم محصول نه دى او څرنګه چې دوى د کلاسسيزم، رياليزم او ماډرنيټي پرخلاف پخپله په ادبي ماهيت پسې ګرځېدل او ادبي ماهيت که د بېلګو له پلوه محدود و، خو نور نړىوال دى. د نړۍ په هر ګوټ کې هره ادبي پنځونه ادبي ماهيت لري او دا ادبي ماهيت له زماني او مکاني توپيرونو سره نړيوال دى. کاروان چې نوى ادب لوستى، هرومرو يې د فورماليزم نظرىې ته هم پام اوښتى؛ نو ځکه يواځې د کاروان پر شاعرۍ نه، پر خپله ټوله شاعرۍ د فورماليزم تيوري تطبيقولاى شو.

د استاد ښکلې نورې لیکنې

15 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *