Categories

اعلان

Loading…

ولې الکترونیکي تذکرې نه توزیع کېږي؟ / ډاکټر نبي مصداق

زموږ حکومتونه له هغه وخته چې متوجه شوي دي چې هر افغان وګړی باید د خپل هویت د تثبیت لپاره، د بشپړ شهرت یوه وثیقه ولري، نو د تذکرو له لارې یې د اکار ترسره کړی دی. د همدې تذکرو له مخې به ځوانان عسکرۍ ته جلبېدل، د کار کسان به پر حکومتي کارونو مقررېدل او داسې نور.

خو د وخت په تغیر سره، کاغذي تذکرو خپل باور له لاسه ورکړی؛ ځکه چې په کې تقلب کول ډېر آسان او په ډېرو مواردو کې ور څخه سوء استفادې شوي دي.

د ملي یووالي د حکومت په منځته راتلو سره او په تېرو ټاکنو کې چې د تذکرو له مخې په رایو اچولو باندې کومې نیوکې وشوې، ولسمشر اشرف غني پرېکړه وکړه چې باید د نړۍ د نورو هېوادونو په شان، د هېواد د هر وګړي شهرت د ډیجټل په ډول ثبت شي او د دې کار لپاره د الکترونیکي تذکرو وېشل، په ټولو افغانانو باندې، یو ضروري کار وګڼل شو. خو له بده مرغه، مخکې له دې چې په دې تذکرو کار پیل شو او حتی د امتحان په ډول یې په کابل کې پر پنځو لکو مامورینو هم ووېشلې، ډېر غور نه و شوی. حکومت ته بیا معالومه شوه چې د تذکرو له وېش نه مخکې باید ځینې مهم اصلاحات پکې راغلي وای او که نه، دا به د نړیوالو نورمونو په مطابق نه وي او هم به د توزیع لپاره له بهرنیو منابعو نه، په مالي مرستو کې له ستونزو سره مخامخ شي.

ولسمشر غني ډاکټر فاروق ودان ته د تذکرو په اړوند دنده ورکړه؛ تر څو دا موضوع په دقت وڅېړي او خپل ریپوټ ولسمشر ته وړاندې کړي.

ډاکټر صیب ودان وايي، په هغو تذکرو کې چې همدا اوس طبعه شوي، درې عمده ستونزې شته چې باید لومړی هغه رفع شي. ځکه، که موږ غواړو چې له الکترونیکي تذکرو نه، د ولسوالیو، ولایتونو او پارلماني ټاکنو لپاره استفاده وکړو؛ نو په تذکرو کې باید نارینه، یا ښځینه (جندر) هویت واضیح شي.

ځکه چې افغانستان اوس د ډیموکراسۍ لاره، پر مخ کړې، کفایت نه کوي چې د یوې مېرمنۍ هویت، منحیث د دې، واضح شوی نه وي.

دویم: په موجوده چاپي تذکره کې معلومه نه ده چې له کومې نېټې نه تر کومې نېټې پورې د اعتبار وړ ده. په هر ډول په ملي هویت پاڼه کې، که پاسپورټ وي او که تذکره باید د اعتبار او اکسپاېرېشن یعنې وروستۍ د اعتبار نېټه یې معالومه وي.

درېم: په دې تذکره کې باید په ملیت باندې چې (افغان) دی تصمیم ونیول شي او دا باید حتمي وي. خو د قوم او قبیلې لیکل دې پکې اختیاري وي. که چا غوښتل چې خپل قوم ولیکي او یایې ونه لیکي هغه به په شخص پورې اړه ولري.

څلورم: الکترونیکي تذکره په ټول افغانستان کې، د انټرنېټ موجودیت ته ضرورت لري او هغه هم باید 3G په اندازه وي، تر څو د توزیع په وخت کې، د کابل په مرکزي ډیټابېس کې ثبت شي او په دې ترتیب بیا یو څوک ونشي کولای چې هم په کابل او هم کابل ته نېږدې خپل ولایت کې هم د دوهم ځل لپاره رایه ورکړي، ځکه چې تر اوسه د دې امکان شته دی.
پنځم: د تذکرې د وېشلو هارډویر او سافټ ویر باید تعریف شي او هم باید واضیح شي چې له تذکرې نه، په کومو مواردو کې استفاده کېدای شي.

ډېر مهم نظر دا دی چې باید د دې الکترونیکي تذکرې نه د کرډت کارډ په ډول هم استفاده وشي چې په دې ډول د تذکرې راتلونکي ټول مصارف به له همدې لارې تامینېږي. خو باید ووایم، کله چې بېلې، بېلې کړۍ خبرې شوي دي چې له تذکرې نه عاید هم تر لاسه کېږي، هر یو غواړي چې په دې برخه کې شامل و اوسي. همدا اوس په یو انټرنیټي بورډ باندې چې eTVB یعنې د انټرنېټ له لارې د رایو بانګي تذکره، نومېږي کار روان دی. په خپله ولسمشر چې غواړي د حکومت په هره برخه کې د فساد مخه ونیسي، غواړي یو کمېسیون وټاکي چې د eTVB برخه تر نظارت لاندې ونیسي؛ تر څو د تذکرې عاید حیف و میل نشي. یوه بله ستونزه چې باید حل شي د افغانستان پر ۳۰-۳۵ میلیونو وګړو باندې د یادو تذکرو وېشل دي. که وغواړو چې هر چا ته د اړوند مرکز لخوا په ښارونو، ولایتونو او ولسوالیو کې دا تذکرې توزیع کړو، له لسو کالو نه به هم زیات وخت و نیسي. نو باید یوه لاره پیدا شي چې څرنګه د یوه کال په موده کې دا نوې تذکرې چې د پورته ستونزو د رفع نه وروسته له چاپه را وځي، وېشل کېدای شي. که لوستونکي په دې هکله څه نظر لري. لطفاً دې له موږ سره شریک کړي.

د تذکرو په وېشلو کې باید ډېر زیار ووېستل شي چې بهرني اتباعو ته او هم یو تن ته دوه یا زیاتې تذکرې ورنکړل شي.
نو د ولسمشر مخالفین تل، بې له دې چې پورته ستونزې په نظر کې ونیسي، تنقیدې لیکنې کوي. همدا اوس موږ د افغانستان په ځینو ولایاتو، او په ولسوالیو کې حتی برق نه لرو، او نه هم د انټرنېټ پایې بندې شوي دي. که دا تذکرې اوس ووېشل شي، له همدې کاغذي تذکرې نه به یې ګټه زیاته نه وي.

7 total views, 3 views today

6 comments

  1. څارنوال علیزی Reply

    دمخابراتو اودکورنیو چارو وزارتونو په وارو وارو دبرقی تذکرو دتوزیع دپاره دمیډیا دلاری خپل اماده ګی ښودلی نوکه چیری داستونځی چی مصداق صاحب ذکرکړی موجودی وی نوباید هغوی یی جواب اودحل لاره ووایی ترڅو عامه ذهنیتونه دګډوډیو او غلطیو راو ګرځی .

  2. اسمعیل صافی Reply

    سلامونه اونیکی هیلی مصداق صیب تاسوته اوګرانو لوستونکوته وړاندی کوم تاسو ویلی وو دبرقی تذکرو په ویش کی ډیر وخت لګیږی ۱۰ کاله اوهرڅوک دی خپل نظر ووایی نو زه دیو شخص په توګه یونظر لرم که دولایاتو د نفوس په اساس په هرولایت کی دنفوسو په اندازه دثبت او ویشلو مراکز جوړشی نو کیدای شی دا پروسه په بریالی توګه تر یونیم کال پوری په غونډافغانستان کی عملی اوهرسړی به تذکره ترلاسه کړی
    په احترام

  3. خالده خالد Reply

    دتذکرودویشلولپاره امنیت ته اړه ده ،امنیت چې نه وي دتذکروویشل دوخت او لګښت ضایع کیدل دي او بل په یوه کاغذي اویاالکترونیکي تذکره کې هغه څه چې ډیرضروراومهم دي
    په یوه مخ کې
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    نوم دپلار نوم او کورنئ نوم ــــ۰
    دپیدایښت نیټه ـــ ملیت (صرف هیواد) ــــ۰
    دزیږیدونیټه اوځای ــــ۰
    دختمیدونیټه ۰
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    ۰۰۰ ««« اوپه بله خواکې ئې «««
    ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    دپوستکي رنګ ـــ لوړوالئ یا قد
    دکور پته ،د توزیع نیټه اوځائ(ناحیه)۰
    ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
    زما په نظر په تذکره کې دقوم یادون او یادښخینه اونارینه هویت ته ضرورت نشته ،هغوې له نومه ښکاري چې څوک دي۰

  4. hotak Reply

    که چیرته د میلی پیوستون د پروګرام چی په هر کلی کی اتباعو لیست چمتو کیږی نو باید تذکره ولری او کنه باید چی وایی خلی چون د هر نفر به سر ورته پیسی تعینی ګی همداسی ښځی هم یوه شعرا جوړوی یوڅه نفدر دلته او یو سه نفر د انتخاباتو لپاره تذکری اخلی یوسه یی شوقی او یوسه یی دمسولیت کڼی یوسه یی د مکتب لپار نو که یو ملیون پیداشی هغه دی هم د ښارونو ته چی سوګ رازی تالاشی دی دیره واخلی اود ټاکی وخت نه چی تیر شی نو یو سو ورځی دی بندی کړی که سوګ د چا سره کار کوی نو باید تذکره ولری او که یی ونه لری مالک دکار دی بندی کړی

  5. KHAN Reply

    محترم مصداق صاحب
    د ملیت له مسلې نه پرته مونږ بله کومه لویه مسله نه وینو یوازی لیکل او یا حذف کول دی که دا کار له لویو ښارونو څخه پیل شی نو ډیره زیاته برخه خلک به ترې ګټه واخلی واخلی او د انټرنیټ مشکل به هم نه وی

  6. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    Salamoonah;
    Zama pa aand ham 1. lomrrany shart Emniyet dey;
    2. de AFGHAN aw Diyn (Islam ) bayed olusmashr sahib prekrra wakrry.3. Hamda ranag d Dr. sahb Mesdaaq pa gota kirry stonzaey hal si.4. Tar ttolo mohema che zangirry karriy d ceu-e istefade ( milliyet tagheer ya tebdil pa bahana ciasy derghaly wa na krry!!)
    Pa dranisht

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *