Categories

اعلان

Loading…

هسې نه چې ترافیک په محکمه کې بند وي او په ارګ مرمۍ واوري

لیکنه احسان الله ارینزی

د پخواني ولسمشر کرزي صیب د واکمنۍ د وخت ډېرې خوږې او ترخې خاطرې به د ډېر وخت له پاره د تاریخ په پاڼو او د خلکو په اذهانو کې ژوندۍ پاته وي.

کرزی صیب داسې خوږ او څو اړخیزه شخصیت و چې که تاسو یوه خبره له ځانه هم جوړه کړئ، په هغه پورې سمه ننښلي لکه دا یوه!

وایي کله چې څو کاله مخکې، له بده مرغه ترهګر د ارګ په ګاونډ کې، افغان ستر پلورنځي ته ننوتل او په عدلیه وزارت، سرینا هوټل، مالیه وزارت او حتی ارګ یې مرمۍ ووېشتی، ولسمشر د دفاع او کورنیو چارو وزیران، د ملي امنیت لوی رییس او د کابل امنیه قوماندان جلا- جلا ارګ ته وغوښتل او د دې لویې پېښې په اړه یې له هغوی څخه معلومات وغوښتل.

راوی وایي چې د کرزي صیب د ادارې په چارواکو کې پوهاوی او همغږي دومره پیاوړي وو چې هر چا ولسمشر ته خپله کیسه واوروله او ده ته یې ډاډ ورکړ چې دا ادارې پوره چمتوالی لري چې د (عمر دې ډېر شه ټولواکه) تر شعار لاندې، د وطن، خلکو او نظام مخالفین حتی په سرحدي سیمو کې ځپي او اجازه نه ورکوي چې بیا د ارګ په حریم کې په ورانکاره اعمالو لاس پورې کړي!

راوی وایي چې په هغه شپه ولسمشر کرزي ته له خپګانه هېڅ خوب ورنغی او ټوله شپه یې په ویښه او سګرټو تېره کړه!

دفاع وزیر ویلي و چې دا خاینین داسې په لوګر او شیوکیو کابل ته ننوتي وو. د کورنیو چارو وزیر ویلي و چې  دا اشرار د خورد کابل او چکریو په لار راغلي وو. استخباراتو ویلی و چې دا خلک په تورو موټرو کې سپاره وو  او امنیه قوماندان ویلی و چې زه په هره خبره ښه پوهېږم؛ خو عقل مې په دې برخه کې هېڅ کار نه کوي!

سبا سهار کرزي صیب چا ته امر کړی و چې ورشئ او هغه د پلورنځي د مخې ترافیک  راولی کېدای شي چې هغه به سمه خبره وکړي، رښتیا به ووایي او ما به په حقایقو پوه کړي!

راوي وایي چې ترافیک کرزی صیب ته کیسه وکړه چې دا څلور وسله وال په داسې امبولانس کې د پلورنځی مخې ته راغلي وو چې سره رڼا یې په سر ګرځېده او عامو او خاصو لار ورکوله.

ترافیک ویلي وو چې دې څلورو وسله والو امبولانس په ډمبر سړک پرېښی او دوی پلورنځی ته ننوتلي وو او بیا هغه کیسیه پېښه شوه چې تاسو ښه پرې خبر یاست!

راوي وایي چې کرزی صیب سوړ اسویلی وکېښ او پوه شو چې د دې ترافیک معلومات تر هغه پرونیو وزیرانو اوجنرالا نو څخه ډېر موثق دي؛ ځکه ده پخوا هم له خپل کوم ملګري څخه اورېدلي وو چې د پلورنځی په مخکې یو بې څښتنه امبولانس پاته و!

په هر صورت راوي وایي کله چې د ترافیک کیسه پای ته ورسېده، کرزي صیب ورته وویل چې شاباس بچیه تا رښتیا وویل. اوس ماته کوم امر او خدمت شته؟!

راوي وایي چې یو ځلې د ترافیک مخ له خوشالۍ سور او سترګې وځلېدې. دې خوارکي د ده سبز په محکمه کې یوه کمکي دعوی درلوده. کوم زورور یې یو جریب ځمکه لاندې کړې  او دی درې کاله لالهانده و!

ترافیک فکر وکاوه چې همدا یې ځای دی چې ځان د قاضي له شره خلاص کړي. دی بې انصافه قاضي درې کاله سرګردانه کړی او شل زره افغانی رشوت غوښت.

ځکه یې د زمري زړه په پور واخیست، کرزی صیب یې په کیسه خبر کړ او په پای کې یې وویل چې که زه په وظیفه کې نه وم، داسې خبرې به نورې هم پېښې شي او له ولسمشره یې هیله وکړه چې د ده سبز قاضي ته یو ځلې تلفون وکړي چې د ده کار پای ته ورسوي!

راوي وایي چې کرزی صیب په دې ښه پوهېده چې ده سبز قاضي ولا که دا دوسیه بې رشوته خلاصه کړي؛ ځکه یې د دفتر په رییس غږ وکړ چې آ، داوودزیه ته راوړه شل زره افغانۍ چې دا ترافیک یې د ده سبز قاضي ته ورکړي چې کار یې ورخلاص کړي.

هسې نه چې ترافیک په محکمه کې بند وي او هغه خلک بیا په ارګ مرمۍ ووروي!!

راوي وایي چې ترافیک کرزي صیب ته وویل چې موږ هلته درې کسان یاستو. یو په دې ورځ تللی و بانک ته چې د تېرې میاشتې تنخواه  واخلي، دویم سهاري د خلکو او موټورو په بیروبار کې نښتی او بېرته کورته ستون شوی و او درېیم زه یم چې په محکمه کې وم چې په پېښه خبر شوم بیا کور ته لاړم!

221 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2