Categories

اعلان

Loading…

ملي پیوستون؛ د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ستره او بریالۍ پروژه

سیف الدین شینواری:

تقریبا د افغانستان خپل ټول اقتصاد په زراعت ولاړ دی، زراعت او کرنه هم په کلیو کې کېږي او زموږ کلیوالو سیمو ته له پخوا نه د حکومت توجه کمه وه او دولتونو به ډېرې پیسې په ښاري پروژو لګولې، د نوي نظام به راتلو افغانستان ته د نړيوالو توجه زیاته شوه، په هره برخه کې يې پریمانه پیسې افغانستان ته راغلي او په مختلفو لارو ولګیدې او یا غلا شوې، خو له دغو پروژو څخه اکثریت یې ناکامې وي او یا یې هم سختې ستونزې درلودې، هغه وخت د افغانستان اوسنی ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو د استازي سلاکار و، نو د افغانستان د کلیو دغه وضعیت ته په پام سره یې، د ملي پیوستن برنامې طرحه جوړه او بیا د نوي حکومت په چوکاټ کې د کليو او پرمختا په نوم وزارت جوړ شو او بیا د همدغه وزارت په چوکاټ کې د ملي پیوستن طرحه عملي شوه چې نن سبا د همدغې طرحې په څیر به بله طرحه کار روان دی چې ښاري وروسته پاتې سیمې په کې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

ددغه پروګرام لومړۍ برخه د ملي پيوستون تر نامه لاندې د فقر او بیکارۍ سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې ده، دویمه برخه یې روغتیايي خدمتونو او ښوونې او رزونې ته. حمل او نقل، د اوبو په برخه کې پانګونه او د ځینو ښارونو د بنسټونو جوړول هم په کې شامل دي، همدارنګه ددغه پروګرام وروستۍ برخه په ټول هېواد کې د دولتي حاکمیت پراختیا او بنسټي کول دي.

په افغانستان کې د کلیو د پرمختیا تاریخچه:

د کلیو او پرمختیا وزارت په ۱۳۳۳ کال کې د سوداګرۍ وزارت په چوکاټ کې د کلیو پرمختیا کمېسیون په توګه خپل فعالیت پیل کړ. په ۱۳۳۵ کال کې د صدراعظم تر مستقیمې څارنې لاندې د یوه خپلواک کمېسیون په توګه رامنځته شو. خو وروسته د کلیو پرمختیا په ریاست بدل شو او په ۱۳۴۵ کال کې د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې یې فعالیت پیل کړ. دغه اداره په ۱۳۴۸ کال کې منحل کړی شوه، اداري کارکوونکي او شتمني یې د پوهنې، عامې روغتیا، کرنې او یو شمېر نورو وزارتونو ترمنځ و وېشل شول. په ۱۳۴۹ کال کې یوځل بیا د سیمو پرمختیا ادارې تر نامه لاندې فعالیت پیل کړ. له څو ځله نوم بدلولو وروسته په ۱۳۶۳ کال کې یوځل بیا دغه اداره منحل کړی شوه. بالاخره د ۱۳۶۷ کال د غوايي په ۲۱مه نېټه د کلیو بیارغاونې او پرمختیا وزارت په توګه رامنځته کړی شو. د دغه وزارت لومړنی مرکزیت د کابل ښار شپږمې ناحیه کې په دارالامان سیمه کې رامنځته شو. په ۱۳۸۱ کال کې په افغانستان کې د انتقالي دولت رامنځته کېدو سره جوخت یو ځل بیا دغه وزارت رامنځته کړی شوی، څو د افغانستان له کلیوالو سیمو څخه ملاتړ وکړي او هلته د فقر او بیوزلۍ په را کمولو کې مرسته وکړي. له همدغې نیټې وروسته دغه وزارت د کلیو د پرمختیا لپاره د ملي پیوستن تر نامه لاندې لويه پروژه پيل کړه چې تر دې مهاله د نړيوالو ارزونو په اساس په افغانستان کې تر ګردو کامیابه پروژه ګڼل کېږي.

رهبري :

په ۲۰۰۲ ز. کال کې چې کله د ملي پيوستن د پروګرام طرحې باندې د حکومت او نړيوالو مرسته کوونکو توافق وشو، نو د هغې د رهبرۍ او پلي کولو لپاره باید یوه مناسبه رهبري ټاکل شوې وای چې په مسلکي توګه یې دا طرحه پر مخ وړې وای، نو له همدې امله حنیف اتمر ته چې په همدغه برخه کې يې مسلکي زده کړې لرلې او د جنګ نه وروسته هېوادونو د بیا انکشاف او پرمختګ په برخه کې يې تخصص درلود، د موقتې ادارې لخوا بلنه ورکړل شوه چې په حکومت کې د کلیو او پرمختیا وزارت وزیر شي او دا ستره پروژه په مخ یوسي. او په همدې توګه هغه دا بلنه ومنله او د حامد کرزي په مشرۍ د طالبانو د واکمنۍ وروسته د افغانستان د نوي دولت د کابينې غړی شو.

د ملي پیوستون د پروګرام د کامیابۍ راز په دې کې و، چې یو خپله ښاغلی اتمر خپل کار ته ژمن او مسلکي کس و، بل یې ټوله اتکا په ځوانو کدرونو او متخصصو افرادو وکړه، چې دده تر لاس لاندې واړه مدیرانو او د پروژو رهبري کوونکو وکولای شوای د کلیوالو مخورو او د نفوذ خاوندانو سره ښه اړیکه ټینګه او بیا د هغو په مټ په سیمو کې دا پروګرام چې په ګډه پر مخ یوسي.

دا چې دی د کابينې تر ټولو ځوان ټېکنوکرات غړی وه نو ده خپله تجربه او انرژي په دې توګه وکاروله چې د افغانستان يو شنډ وزارت يې بېرته فعاله کړ او پر پښو درولو وروسته يې اهمې لاسته راوړنې درلودې چې آن د افغانستان تر داسې کلیو او لري سیمو یې فعالیتونه وغځول چې هیڅکله د حکومت څرک په کې نه و لګیدلی او ددغې طرحې له لارې یې هغو خلکو ته د حکومت او دولت لرلو احساس ورکړ، دا وزارت په لنډ وخت کې یعنې تر څلورو کالو وروسته د نژدې ۵۰۰ ميليونه ډالرو د کالنۍ بوديجې خاوند وګرځېد.

ملي پیوستون پروګرام ګټې

د ملي پیوستون پروګرام په ۲۰۰۳ زېږديز کال کې د کلیو او پرمختیا وزارت لخوا پیل شو؛ خو د دغه پروګرام له پیل څخه وړاندې محمدحنیف اتمر د وزیر په توګه ټاکل شوی و. د ملي پیوستون پروګرام داسې طرحه شوی و چې له مخې یې د هېواد تقریبا ټول کلي تر پوښښ لاندې راوستل شول.

د ملي پیوستون پروګرام پر لومړۍ برخه شاوخوا ۲ میلیارډه ډالره لګول شوي چې نه یوازې د کلیو پرمختیا په برخه کې مرستندویه تمام شوی؛ بلکې تر ډېره بریده د دغو پيسو له حیف او میل څخه مخنیوی شوی دی. د کلیو بیارغاونې او پرمختیا وزارت مسوولینو په وینا، د ملي پیوستون پروګرام له لارې د هېواد د ۴۰زره کلیو له ډلې څخه ۳۰زره یې تر د دغه پروګرام تر پوښښ لاندې راوستل شوي او پاتې لس زره کلي چې د ټول هېواد په کچه د کلیو ۲۵٪ ده د ناامنۍ په ګډون د بېلابېلو دلایلو پر بنسټ تر دې دمه تر پوښښ لاندې نه دي راوستل شوي.

تر دې دمه د ملي پیوستون پروګرام دوه پړاوه بشپړ شوي دي. په لومړي پړاو کې د ټول هېواد د ۵۸ سلنې کلیو لپاره د ۶۴ زرو پروژې له ډلې څخه ۵۲ زره پروژې عملي کړی شوي او په دویم پړاو کې د ۱۱زره او اته سوه ۴۴ تړونونو څخه ۵زره شوراګانې رامنځته شوي چې له دغې ډلې څخه ۴۹۰۰ شوراګانو خپلې انکشافي پیسې ترلاسه کړي دي. دغه پروژې د ترانسپورت، اوبو رسولو، د اوبو لګول، انرژۍ، حفظ الصحې او نورو کوچنیو زیربناوو په برخه کې عملي کړی شوي دي.

د کلیو بیارغاونې او پرمختیا وزارت د رپوټ له مخې د ملي پیوستون ټولیزه بودیجه ۲.۵ میلیارډه ډالره ده چې ۱.۹ میلیارډه یې ترلاسه شوي چې له دغه مبلغ څخه ۱.۶ میلیارډه ډالره یې مصرف شوي او نړۍوالې ټولنې ژمنه کړې چې پاتې برخه به یې هم د افغان حکومت په واک کې ورکړي.

د ملي پیوستون کوچنۍ او مثمرې پروژې:

له دې امله چې تر دې دمه شاوخوا ۵۲زره پروژې تطبیق کړی شوي دا یوه ستره لاسته راوړنه شمېرل کېږي چې د کلیو په وضعیت کې د مثبت بدلون او د کلیوالو په ژوند کې یې ژور اغېز کړی دی. دغه پروژې چې په کوچنیو، لنډمهاله او اوږدمهاله پروژو وېشل شوي نه یوازې دا چې د خلکو پر ژوند یې مثبت اغېز ښندلی؛ بلکې تر ډېره بریده د یوې سیمې د عمومي وضعیت د مثبت بدلون لامل هم شوی دی.

د ملي پیوستون پروګرام له لارې له ۱۲زرو څخه زیاتې ترانسپورتې پروژې، د اوبو او حفظ الصحې په برخه کې له ۱۰زرو څخه زیاتې پروژې، د اوبو لګولو له ۸زرو څخه زیاتې پروژې، د برېښنا د تولید له ۵زرو څخه زیاتې پروژې، د معارف له ۵زرو څخه زیاتې پروژې، د معیشت د دوام له ۲زرو څخه زیاتې پروژې عملي کړی شوي دي.

د ولس او دولت ترمنځ اړیکې:

د همدغه پروګرام له لارې د هېواد د ګوټ ګوټ په کلیو کې ۳۰ انکشافي شوراګانې جوړې شوې دي. دغه شوراګان سربېره پر دې چې د کلیو اړتیا په ګوته کولو او د ملي پیوستون پروګرام له لارې د دغو اساسي اړتیاو پوره کولو په برخه کې اغېزمنې تمامې شوي، د امنیت ټينګښت، د ولس او دولت ترمنځ د اړیکو ټينګولو او همداراز د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن له منځه وړلو په برخه کې اغېزمنې تمامې شوي او د همدغو شوراګانو د فعالیت په پایله کې تر ډېره بریده زیات کلي او ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له موجودیت څخه لرې ساتل شوي دي. د کلیو انکشافي شوراګانو لخوا ۵۲زره انکشافي پروژې وړاندیز شوي چې د هغې له جملې څخه ۵۱زره او ۸۶۲ پروژې په بشپړه توګه تطبیقې شوي دي.

ددغه پروګرام د کامیابۍ نه موږ دا نتیجه اخیستی شو چې که یوه پروژه هر څومره امکانات، پیسې او ملاتړ ولري، تر هغو نشي کامیابیدای، تر څو چې د هغې د پلي کولو لپاره په کار پوه مدیران او رهبران ونه ګومارل شي، د ملي پیوستون پروژه د افغانستان په تاریخ کې تر ګردو لویه انکشافي پروژه ده چې لا هم روانه ده، ځکه اساسات او بنسټ یې قوي اېښودل شوی دی او اوس اوس ولسمشر غني ژمنه کړې ده چې دا پروژه به ښارونو کې هم پلي کېږي، تر څو د خلکو او دولت ترمنځ د یو میثاق او تړون په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، داسې تړون چې خلک او دولت سره وتړي او ګډ کار او همکاري سره وکړي.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *