Categories

اعلان

Loading…

پښتو ادب کې ستاينې/ پوهنیار سیداصغر هاشمي

پښتو ادب کې د ستاينې او مدحې تحريري او ليکل شوې لاس ته راغلې بېلګه په لرغونې دوره کې د ښکارندوی غوري ستاينه او مدحه ده.

دغه ستاينه د قصيدې په فورم کې ويل شوې ده او په پښتو ادبياتو کې لومړنۍ ستاينه او دويمه تحريري او ليکل شوې قصيده ده.

ښکارندوی غوري د سلطان غیاث الدين غوري او سلطان شهاب الدين غوري په ستاينه کې خپله قصيده ليکلې ده. ( ۱)

ښکارندوی د خپل عصر عالم او شاعر پښتون و او د سلطان شهاب الدين محمد سام شنسباني په حضور کې ډېر عزت او اعتبار درلود، او د غور د پاچايانو د دربار پښتون شاعر و، داسې ښکاري چې ښکارندوی به تل د غور پاچايان په پښتو قصيدو ستايل او محمد بن علي د تاريخ سوري ليکوال ليکلي دي، چې ما په بست کې د ښکارندوی د شعرونو او بوللو يو غټ کتاب وليد.

د محمد بن علي د تاريخ سوري له بيانه څرګندېږي، چې ښکارندوی غوري نورې قصيدې او ستاينې هم درلودې، خو پښتو ادب کې يوازې يوه ستاينه یې موجوده ده. ( ۲)

د یوې خبرې يادونه ضروري ده، چې د نړۍ په ادبياتو او پښتو ادبياتو کې له تحريري ادبياتو د شفاهي او ولسي ادبياتو تاريخچه او شاليد پخوانی دی، د محتوا او منځپانګې له مخې که موږ هر ډول تحريري او ليکل شوي شعرونه لرو، له دې څخه دمخه د ولسي شعرونو ډېرې داسې بېلګې لرو، چې د امکان تر حده به يې تاريخ پخوانی وي.

پښتو ادب کې ډېرې ستاينې او مدحې د ټپو او لنډيو په شفاهي او ولسي ژانر کې لرو، چې ډېر امکان لري، تر ښکارندوی غوري پخوا ويل شوي وي، خو د تحقيق او څېړنې د مېتودولوژي د اساساتو پر بنا بايد د څېړنې بحث له لاس ته راغلو هغو موادو ځينې پیل شي، چې ليکوال، د ليکلو وخت او لاس ته راغلې منظومه او منثوره بېلګه څرګنده وي. ( ۳ )

نو ځکه پښتو ژبې کې د ستاينې بحث بايد له ښکارندوی غوري څخه پيل کړو، ښکارندوی د پښتو ژبې قديم قصيده ويونکي شاعر به تل د غور له سلاطينو سره په جګړو او جنګي سفرونو کې ملګری و او هم د ديوان خاوند دی، چې دده له ديوانه د تاريخ سوري ليکوال يوه پښتو قصيده نقل کړې ده او دغه بوللـه له تاريخ سوري څخه شيخ کټه په خپل لرغوني پښتانه کې ځای کړ او له لرغوني پښتانه څخه محمد هوتک په پټه خزانه کې وساتله، دا قصيده چې اوس زموږ په لاس کې ده، ښکارندوی محمد سام په ستاينه کې ويلې ده او د هغه سلطان د هند يو سفر تصوير کوي، چې څنګ د سلطان لښکر هند ته ځي او څنګه پر اټک تېرېږي.

دده دغه ستاينه يوه تمهيديه قصيده ده، چې پښتو ادب کې يوه شهکاره قصيده او ستاينه ورته ويلی شو.

دده ستاينه ټول پينځه څلوېښت (۴۵) بيته لري، چې د پيل دوه بيتونه يې په لاندې ډول دي:

د پسرلي ښکلونکي بيا کړل سينګارونه
بيا يې ولونل په غرونو کې لالونه
ځمکه شنه، لاښونه شنه، لمنې شنې شوې
طيلسان زمردي واغوسته غرونه

د ۱۳۹هـ ق کال (امير کروړ) نه تر ۹۵۰ هـ ق (بايزيد روښان) پورې، چې لرغونې دوره ده، چې يوازې يوه د ښکارندوی غوري ستاينه لرو.

د دویمې دورې پيل له بايزيد انصاري څخه کېږي او بايزيد روښان د ځانګړي ادبي مکتب سرلاری دی، چې د لرغونې دورې سره د دې ادبي مکتب منظومې او منثورې ويناوې څرګند توپير لري، د روښان په ادبي مکتب کې صوفېزم په منظومو او منثورو اثارو کې له ورايه ښکاره کېږي.

د ستاينو په تاريخ کې پير روښان هم مدحې لري او د الله تعالی او حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ياد يې ستانيې ويلي دي، لکه:

خدای بې سترګو هر څه ويني
او هم په نظر کې هر څه وينه
مخلوقات په ده بينا دي
او نه يې په نظر کې هر څه دينه
هره چار د مخلوق په رضا نه شي
واړه چارې د خالق په رضا شينه
چې يې رضا وه هغه يې وکړه
او هر چې (يې) رضا وي هغه به شينه
له مور پلار او وروره منزه دی
هم دی زوی، لوڼه نه لرينه

روښان د الله تعالی ستاينه کړې ده او د سورت اخلاص ژباړه يې په خپلې ويناوې کې راوړې ده.

ژباړه: ورته ووايه (ای محمده) شان دا دی، چې الله تعالی يو دی، الله تعالی بې پروا دی، نه له ده څخه څوک زېږېدلی او نه دی له چا څخه زېږېدلی او نه هيڅوک له ده سره سيال دی.

د الله تعالی له ستاينې سربېره د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ستاينې په هکله داسې وايي:

دوم د محمد صفت به وايم
دا سړي دې يې نغوږينه
دی خاتم د انبياو
هم له مخلوقاتو بهه و هر څو دينه
احمد، محمود، محمد يې نوم دی
داعي، هادي، سراج د رسول صفتونه دينه

            ( ۴ )

د پير روښان په ادبي مکتب کې له روښان سربېره دده لارويان هم ستاينې لري، چې د موضوع د اوږدوالي له امله د دويمې دورې د ادبي مکتبونو د سرلارو او بنسټګرو د ستاينو او مدحو په راوړلو بسنه کوو.

د دويمې دورې دويم پړاو، چې د کلاسيک پړاو په نوم يادېږي او پيل يې د پښتو ژبې د پلار ستر خوشحال خان څخه کېږي.

خوشحال خان خټک په خپلو شعرونو کې د ځينو درباري شاعرانو په ډول د چا ستاينه نه ده کړې، خو ددې په قصيدو او ځينو نورو ژانرونو کې ديني، مذهبي او يا د ځينو دوستانو (ايمل خان او دريا خان) ستاينه کړې ده.

د الله تعالی په ستاينې کې يوه رباعي:

زما دايمه خدايه موجوده
وجود د هر چا دی د تا له جوده
معبود بل نه لرم معبود مې ته يې
معبود مې بل مه کړه زما معبوده

دغه رباعي د کلام د لنډيز، جامعيت، د معناوو د کثرت او د ژبې او بيان د ښېګڼو له پلوه بې سارې ده او د الله تعالی د هستۍ، د هغه د ازلي او ابدي شته والي او د هغه د خالقيت صفت او ستاينه په کې شوې ده. ( ۵ )

له الله تعالی سربېره د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ستاينې کې هم ستاينې او مدحې لري، چې د نمونې په ډول لاندې بېلګې راوړم:

د خدای عرفان مې وشو په عرفان د محمد
پاک دی محمد، پاک دی سبحان د محمد
راشه نظر وکړه په طه په ياسين باندې
خدای دې صفت کړی په قرآن د محمد
ډېر خلک پيدا دي انبياء که اوليا دي
نشته په خلقت کې بل په شان د محمد

په دينې او مذهبي ستاينو کې د الله تعالی، رسول الله صلی الله عليه وسلم او صحابه وو په باب ډېر په زړه پورې مدحې او صفات لري، د صحابه وو په ستاينې کې وايي:

که په مينه د صديق ولاړ صادق يم
هسې ما ګڼه په مهر د عمر(رض)
په عثمان باندې به څه وايم چې څه يم
په هزار رنګه مين يم په حيدر(رض)
محبت د خاندان لرم په زړه کې
دولس واړه امامان مې دي بصر
پاکيزه سني مذهب يم نور څه نه يم
چې مې نور څه ګڼي خاورې يې په سر
زه خوشحال چهار ياري يم خوښ له خدايه
چې سني راغلم په دين د پيغمر (ص)

 ( ۶ )

د خوشحال خان په ادبي مکتب کې له خوشحال سربېره دده کورنۍ او لارويان يې هم په زړه پرې ستاينې لري.

په دويمې دورې کې د کلاسيک پړاو دويم ادبي مکتب د عبدالرحمن بابا عرفاني ادبي مکتب دی.

عبدالرحمن بابا هم ديني، مذهبي او ځينې نورې ستاينې لري، د الله تعالی په ستاينې کې وايي:

ګوره هسې کردګار دی رب زما
چې صاحب د کل اختيار دی رب زما
همګي بزرګواران چې څوک يې وايي
تر همه وو بزرګوار دی رب زما

د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ستاينې کې بيا داسې وايي:

که صورت د محمد نه وی پيدا
پيدا کړی به خدای نه وه دا دنيا
کل جهان د محمد په مخ پيدا شه
محمد دی د تمام جهان آبا

د الله تعالی، حضرت محمد صلی الله عليه وسلم سربېره د صحابه وو په ستاينې کې داسې ستاينه او مدحه وايي:

له اوله ابوبکر چې صديق دی
بهترين دی له يارانو په هر چا
پس له ده نه بيا بهتر حضرت عمر (رض) دی
چې يې حق باطل په عدل کړ جدا
بيا درېيم پسې عثمان (رض) بن عفان دی
ذوالنورين يې نام په روغه په رښتيا
څلورم پسې بهتر حضرت علي (رض) دی
له اصحابو اولياو کبريا
څلور واړه څلور رکنه د اسلام دي
د اسلام کوټه بې دوی ده بې بقا

عبدالرحمن بابا د ديني او مذهبي ستاينو او مدحو سربېره د دروېشانو په ستاينې کې داسې وايي: ( ۶ )

که نظر کا څوک په کار د دروېشانو
خود به وويني وقار د دروېشانو

د عبدالرحمن بابا په ادبي مکتب کې اکثره د ده لارويان ستاينې او مدحې لري.

په دويمې ادبي دورې کې څلورم ادبي مکتب د عبدالحميد مومند او کاظم خان شيدا دی، د دوی په شعري کلياتو کې هم ستاينې شته دي.

د الله تعالی په ستاينې کې عبدالحميد مومند داسې وايي:

دا آغاز مې په نامه د هغه خدای دی
چې يې نوم ګره کشای د شاه ګدای دی
د الله په نوم نومړ هغه لايق دی
چې خالق په يوه کن د خلايق دی

دالله تعالی په ستاينې او مدحې کې، شعري کليات د(مناجات د قاضي الحاجات په درګاه کې) تر سرليک لاندې وايي:

ربه فضل مې رهبر په دم قدم کړه
دم قدم زما سيده په خپل حرم کړه
بدرګه مې خپل کرم کړه ددې لارې
ناهوارې چارې مه کړه را دوڅارې

د سرور کاينات حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ستاينې کې داسې وايي:

چې منشا د پيدايش دی محمد دی
چې مايه د زيبايش دی محمد دی
چې قبله د هر ولي د هر نبي ده
استانه د محمدِ عربي ده

شعري کليات، مخ ۴۵۶، د (معراج) تر سرليک لاندې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په ستاينې کې يو ځل بيا داسې وايي:

هغه شپه چې محمد پورته باله شه
په لويۍ د معراج هومره پاله شه
حوادث له حرکته په آرام و
د جهان له خيانته په احرام و

   ( ۷ )

د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم له ستاينو او مدحو سربېره، ځينې منقبتې مدحې او ستاينې هم لري.

د حمیدمومند د هندي ادبي مکتب پياوړی شاعر کاظم خان شيدا هم ستاينې او مدحې لري، چې د بېلګې په ډول په لاندې يوې ستاينې په اوډلو يې بسنه کوم:

ای د کل جهان صنيعه!
ای د هر اسمان بديعه!
کامله قدرت د تا دی
نادره صفت د تا دی
لوی ديوان دې منتخب کړ
هر ورق يې ګوناګون دی

      ( ۸ )

له لرغونې دورې سربېره، چې يوازې يوه ستاينه د ښکارندوی غوري لرو، په دويمې دورې کې بايزيد روښان او ډېر لارويان يې، خوشال خان او اکثرې د کورنۍ غړي او لارويان يې، عبدالرحمن بابا د ادبي مکتب ډېر پيروان او د عبدالحميد مومند د هندي ادبي مکتب اکثره لارويان ستاينې او مدحې لري، چې د موضوع د اوږدوالی له امله مې د هر مکتب د سرلاري او بنستګر د ستاينې او مدحې په راوړلو مې اکتفا وکړه.

په درېيمې دورې کې هم ډېر ستاينې او مدحې درلودونکي شاعران لرو، خو زه په درېيمې دورې کې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په ستاينو بحث کول غواړم او ددې ځينې ستاينې تحليل او تفسيروم.

استاد الفت شعری کليات د محتوا، منځپانګې او پيغام له مخې ډېرې ستاينې لري، چې د عروضي شعري فورمونو په بېلا بېلو فورمونو او ژانرونو کې يې ويلي دي.

د الله تعالی په ستاينې کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم، خوشحال خان خټک، عبدالرحمن بابا، سيد جمال الدين افغان، ابو علي سينا بلخي، د ميوند ملاله، محمد ظاهر شاه او داسې نورې ستاينې او مدحې هم لري.

د معارف، شاعر، سپوږمۍ، پښتونولي، وطن، شهيد، مينه، غنا، فقر، خوشحالي، غم، دهقان، آزادي، لمر او داسې نورې ستاينې هم لري.

د استاد الفت ستاينې په پښتو ادب تاريخ کې بې جوړې او بې سارې ستاينې دي، دې د ځينو درباري شاعرانو په ډول ستاينې نه دي کړي، ددې ستاينې پرځای او پښتو ژبې کې د ستايلو وړ دي.

دې هيڅکله د يو کس ستاينه د تملق په ډول نه ده کړې، استاد د هغه چا ستاينه کړې ده، چې په حقيقت کې د ستاينې وړ دی، دې هيڅکله هم د فارسي ژبې ځینې شاعرانو په ډول د پاچا يا نورو لوړ پوړو مدح او ستاينه د مقصد او هدف لپاره نه ده کړې.

که چېرې د يو کس مدح او ستاينه د هغه د علم، پوهې، شاعري، ليکوالي، ښو اخلاقو او خدمتونو په نظر کې نیولو سره وشي او هغه په ښه نوم ياد شي، دې ته ستاينه وايي، چې استاد الفت د هغو ستاينه کړې ده، چې پخپل وخت کې يې خدمتونه کړي دي، استاد هيڅکله هم د مقصد لپاره د چا مدح او ستاينه نه ده کړې.

داسې ليکوالان هم شته، چې د چاپلوسۍ او خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره بېځايه د هغو خلکو ستاينه کوي، چې د نفرت لياقت هم نه لری، چې استاد له داسې ستاينې ډډه کړې ده.

د استاد ګل پاچا الفت په کلياتو کې د پښتو ژبې صوفي شاعر عبدالرحمن باباپه ستاینه کې داسې وایي:

پېژندلی دې هم ځان دی هم جهان دی
ځکه وايي درست جهان عبدالرحمن دی
په رښتيا دې قدم ايښی په اسمان دی
قربان کړی دې منصور نه شا جهان دی
تاته خاورې، سيم و زر درې واړه يو دي
خان، سلطان او قلندر درې واړه يو دي
په ښه خوی له بد خواهانو بې پروا يې
ايينه غوندې بې رويه بې ريا وې
پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګدا وې
لکه ابر هم ګوهر او هم دريا وې
د يار غم دې لکه تاج و په سر باندې
نور غمونه دې کړه ټول له پښو لاندې

( ۹ )

استاد الفت د عبدالرحمن بابا د شخصيت، کردار، خوی او عادت په نظر کې نيولو سره، ددې ستاينه کړې ده او داسې معلومېږي، چې استاد د عبدالرحمن بابا د ديوان ډېره مطالعه درلوده.

استاد الفت د پښتو ژبې او ادب ستر خوشحال خان خټک ستاينه هم کړې ده او وايي:

د ادب او شعر لويه قهرمانه
د مغلو په کور تندر د اسمانه
د وطن د ازادۍ سختو جګړو کې
له هر چا نه زړور مرد ميدانه
ستا د شعر مصرع لا ډېره تېره ده
بې ننګي ټوټې ټوټې ستا له بيانه
وې د رزم او د بزم په مجلس کې
هلته باز دلته بلبل هزار داستانه
عشق او ذوق فکر و تدبير اراده عزم
ستا په برخه رسېدلی و بېشانه
هم رستم هم فردوسي ديو داستان يې
هم شاعر هم مفکر هم پهلوان يې

استاد الفت د خوشحال خان خټک ستاينه هم لکه د رحمان بابا په ډول د خوشحال خان د شعرونو د منځپانګې، شخصيت، کړه وړه، عادات، جنګ او جګړې او بالاخره د خوشحال خان د ټول ژوند يوه لنډه يادونه ده.

د استاد الفت ستاينې دومره په زړه پورې دي، چې د هر ممدوح د ژوند ټول انځور يې په يوې لنډې ستاينې کې ځای کړی او د سړي زړه نه کېږي، چې د هره ستاينې څو انتخابي بيتونه راوړي، ځکه د ټولې ستاينې په راوړلو هغه ممدوح ډېر ښه پېژندل کېږي.

استاد د نابغه سيد جمال الدين افغان ډېره په زړه پورې ستاينه کړې ده، چې په کلياتو کې يې ساری نه ليدل کېږي او زما په پوهه په لرغونې او دويمې دورې کې د کس په ستاينه کې یوله بې جوړې ستاينې ځینې دی، چې څو انتخابي بيتونه يې راوړم:

بې حسابه څاڅکي توی په بحر و بر شي
له لکونو کروړونو يو ګوهر شي
رنګ په رنګ ګلان پيدا شي غرو رغو کې
په کې يو نيم د ليلی پېکي ته ورشي
مرغلرې ډېرې وځي له دريابه
ځينې ځينې ښکلو پېغلو ته زيور شي

د ستاينې په څو وروستيو بيتونو کې داسې وايي:

د خلقت له کارخانې نه کله کله
په جهان پيدا يو بل شانې بشر شي
چې رڼا يې په ملکونو کې خپرېږي
ټول عالم لره څرګنده لکه لمر شي
د کونړ د لوړو غرونو په لمن کې
نابغه فرزند پيدا د سيد صفدر شي
پښتنه مور هسې زوی واخلي په غېږ کې
چې د دهر او جهان نامي پسر شي
ډېر پوهان ورته سر ټيټ په شاګردۍ کړي
ډېر شاهان يې په تعظيم مخې ته ورشي
همېشه یې قدر کېږي په عالم کې
څوک چې لوی په علم و فضل او هنر شي
هسې نوم هسې نشان يې شي په برخه
چې لوی فخر د ملت او خپل ټبر شي

استاد ګل پاچا الفت چې د چا ستاينه کړې ده، د هغې په اړه يې پوره معلومات او مطالعه درلوده، دده پورته راغلې ستاينې په دې دلالت کوي، چې دی خوشحال پوه، رحمان پوه او سيد جمال الدين افغان يې هم ډېر ښه پېژنده.

استاد ګل پاچا الفت د سيد جمال الدين افغان په باب يوه بله ستاينه هم لري، چې په کلياتو کې د (پښتون سيده) په نامه داسې راغلې ده:

پښتون سيده، د شرق نامداره
د دين او علم، د کور سرداره
تللی وې چېرې، د څه لپاره
د چا له غمه وې ناقراره
توره تياره وه، مړه اولسونه
راپاڅول تا، ويده قومونه
دنيا رڼا شوه، ستا له تنويره
جهان خبر دی، ستا له تاثيره
حق سر اوچت کړ، ستا له تقديره
ستا له تحریره، ستا له ضميره
وښورول تا، غافل فکرونه
څومره خواږه و، ستا بيانونه

استاد الفت په علم او ادب مين و او ډېرې ستاينې يې د هغو عالمانو، شاعرانو، ليکوالانو او پېژندل شوو او تلپاتې څېرو او اشخاصو په اړه دي، چې خپل ولس او نړۍ ته يې خدمتونه کړي دي.

د استاد ګل پاچا الفت يوه بله ستاينه د نړۍ د طب نابغه بو علي سينا بلخي په باب ده او وايي:

نه يې سيال نه يې نظير شته په جهان کې
بوعلي باندې نازېږي افغان ځکه
رب ورکړی دې وطن ته استعداد دی
ترېنه زېږي دا نامتو فرزندان ځکه
د مشرق رييس او شيخ د فلسفې و
يادوي يې نن د علم دوستان ځکه
دده فکر و قانون شفا لپاره
په حکمت کې يې موجز دی بيان ځکه
ډېره لويه هستي شوه د خاورو لاندې
بلخ دده له غمه وينمه وران ځکه

استاد ګل پاچا الفت پخپل کليات (محمد ظاهر شاه ته!) تر عنوان لاندې یوه ستاينه لري، چې د نمونې په ډول يې څو بيتونه دا دي:

بهار سم درسره راغی شهرياره
وخت شناش وې راغلې ښه وخت کې مالياره
سر سبزي او شادابي درسره راغله
تازه ګي دې ځان سره راوړه بهاره
نه دې لاره کې پېچومي نه اغزي وو
چې هوا دې کړه پښو لاندې دينداره

د پای بيتونه يې په دې ډول دي:

نوی رنګ نوی اهنګ دې خدای پيدا کړي
ستا د فکر ستا دخيال له ابتکاره
دا خپل زوړ جهان له خدايه غواړم نوی
ستا په سعې او کوښښ ملي سالاره

   ( ۹ )

استاد ګل پاچا الفت په هرې برخې کې ليکنې کړي دي، چې ددې ديني اثار او مقالې هم د يادولو وړ دي، ددې ډېرې زده کړې په غير منظم ډول په جوماتونو او مدرسو کې و، ده د کلياتو په (۳۵۸ مخ) کې د (اولوالابصار) په نامه د عارف او صوفي شخصيت (خواجه عبدالله انصاري په ياد) يو ستاينه لري، چې څو انتخابي بيتونه يې دا دي:

عارفان د زړه په سترګو ګوري يار
د سر سترګو باندې پېژني اغيار
حايل نه دی هيڅ حجاب د زړه د سترګو
نه يې مخه تياره نيسې نه غبار

د ستاينې د پای بيتونه په دې ډول دي:

د هرات زاړه اثار په ورکېدو دي
د خواجه انصار اثار دي فيض اثار
هېروي زمانه ډېر خلک له خلکو
هېروی نه شي هېرې دده يادګار
نه ورکېږي نه يې څوک شي ورکولی
ياقيات الصالحات راڼه افکار

استاد الفت د خواجه عبدالله انصاري ستاينه او ددې عرفاني او تصوفي مقام په ډېر ښه ډول انځوريز وړاندې کړی دی.

د استاد الفت د ستاينو کاميابي په دې کې ده، چې د هر کس د ژوند په نظر کې نيولو سره دده يادونه يې کړې ده او لوستونکی او اورېدونکی دا فکر کوي، چې استاد ددې هر شخص په باب پوره معلومات درلود.

رښتيا هم استاد الفت د ډېرې ښې مطالعې څښتن دی، دی که په خوشحال او رحمان بابا ستاينې ليکلي دي، په دوی يې مستقل اثار هم ليکلي دي.

استاد ګل پاچا الفت د ميوند ملالې په باب هم يوه ستاينه لري، چې څو بيتونه يې دا دي:

په ښايست کې درخانۍ سره وه سياله
قهرمانه د ميوند پېغله ملاله
ښکېلتوب يې نارينتوب کې و پټ شوی
څوک يې هيڅ نه شو خبر له خط و خاله
د جلال قصې يې هر چېرته کېدلې
چا يې لرې پلو نه کړ له جماله
ګلالۍ پېغله وينا چې وي نقاده
مبارزه مجاهده زمرياله
د ښکلا شهۍ وي پټه شهامت کې
زمری جوړ شي د غزلې له غزاله
څوک يې نه ويني ښايست شجاعت ویني
که هر څو وي په ښايست کې بېمثاله
د درخو د عشق سندرې ترې مه غواړه
د (الفت) طبع هر ګوره ده ملاله

           ( ۹ )

استاد ګل پاچا الفت په متفرقو بيتونو کې د ځينو کسانو يادونه د ستاینې په ډول کړې ده او د خپلې موضوع اړوند د هر کس د ستاينې يو يا دوه بيتونه راوړم:

احمد شاه شېر شاه ميرويس دې هم ليدلی
د وطن د ننګ ناموس لويو جګړو کې

“`

بل ښايست، بل ښکلی توب، بل پسرلی و
ښکارندوی چې يې ستايلي سينګارونه

“`

سر ورکوو د خپلو غرونو جګ سرونه ساتو
د احمد شاه ميرويس محمود درانه نومونه ساتو

استاد ګل پاچا الفت د (رباعي) په قالب کې هم ستاينې لري، چې په لاندې ډول دي:

چې په کاڼو کې ښايست چېرې پيدا شي
ټول جهان کې ډېر عزيز قيمت بها شي
که ښايست کړي ځان ښکاره په کوم انسان کې
يا يوسف يا زليخا شي يا ليلی شي

“`

سليمان که په دېوانو کړه حکمونه
ګرځېده يې په هوا باندې تختونه
د بلقيس تخت هم دېوانو په سر وړی
هم جوړ شوی له ښېښو ورته ځايونه

( ۹)

د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت په شعرونو کې د معنی او محتوا له مخې پورته راغلیو ستاینو سربېره نورې ستاینې هم شته، خو د موضوع د اوږدوالي په سسبب په پورته یادو نمونو بسنه کوم.

52 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *