Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان دفاع وزیر وايي، د ټاپي پروژې د امنیت لپاره به له طالبانو سره خبرې وکړي

تاند- د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو د پایپ لاین د امنیت په اړه به له افغان طالبانو سره خبرې وکړي.

د پاکستان دفاع وزیر د بي بي سي اردو څانګې ته په مرکه کې وویل، د ټاپي پروژه د دې لپاره چې د انرژۍ پر ستونزې پاکستان لاسبری شي، خورا مهمه ده.

ده وویل چې پاکستان به د ضرورت په صورت کې د دې پایپ لاین د ساتنې لپاره په طالبانو کې له خپل نفوذه کار واخلي.

خواجه اصف زیاته کړه، د ټاپي پروژې عملي کار به د یکشنبې له ورځې /دسمبر۱۳/ پیل شي.

ټاکل شوې ده چې د یکشنبې په ورځ په ترکمنستان کې د دغه هیواد او افغانستان د ولسمشرانو ترڅنګ د هند او پاکستان صدراعظمان د ټاپي پروژې په پرانستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ ترکمنستان ته لاړ او په دغه هیواد کې یې په یوه نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.

دا ۱۷۰۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین به په دوو کلونو کې د ۱۰ ملیارد ډالرو په لګښت جوړ شي.

19 total views, 3 views today

5 comments

  1. Mir ajmal Reply

    ګازو دپایپ لاین د امنیت په اړه دباکستان د دفاع وزیر په خبرو باور نلرو

  2. dawud Reply

    له دې څخه دا معلومه شوه چې د پاکستان د دفاع د وزارت قومانده په افغانستان کې هم چلېږي، زه نه پوهېږم چې طالبان ځان نه پوهوي او که نه پوهېږي؟

  3. سلیمان Reply

    نړیوال هم عجب خلک دي، افغانان چغې وهي چې طالبان د پاکستان خلک دي، پاکستان یې تمویلوي، تجهیزوي او هر جنایت چې وغواړي پرې یې سرته رسوي. خو چې دا خبره نړیړالو ته وکړي نو وایي تاسو څه ثبوت لرئ، زه نه پوهیږم چې دوی ثبوت څه ته وایي. دا کافي نه ده چې د سولې خبرو ته یې حاضروي؟ دا ثبوت نه دی چې د پاکستان د دفاع وزیر د ټاپې پروژې د امنیت په اړه د طالبانو سره خبرې کوي. خو ړندو او مکارو نړیوالو دا ټول دلایل ثابتوي چې طالبان د پاکستان د پوځ یوه پټه او منظمه ډله ده.

  4. ر وغ لیونی Reply

    پر پاکستان هیڅ باور نشته. که دا پروژه خرابیږی د پاکستان له خوا بوی

  5. عالمونہ غرکوینہ Reply

    وزیرِ اعظم جناب نواز شریف لہ پکار دی چہ دہ خواجہ آصف دہ غیر ذمہ دارانہ بیان پہ حقلہ دہ پاکستان پوزیشن واضحہ کڑی۔ دہ پاکستان دہ عوامو دا حق دے چہ ھغوئ پہ دے مسئلہ بانے پہ اعتماد وا خستل شی۔ مونگ دہ حکومت نہ دا مطالبہ کوو چہ مونگ پہ دے پوھہ کڑی چہ دہ افغانستان اپوزیشن سرہ کوم چہ دہ ھغہ ملک سرہ پہ جنگ کے خکیل دے دہ اڑیکو ساتلو او پہ ھغوئ باندے نفوز ساتلو مونگ سہ حق لرو ۔ ایا دا دہ افغانستان پہ اندرونی معا ملو کے مداخلت نہ دے۔کہ دا ریشتیا وی نو پہ ڈیر افسوس سرہ وائم چہ دا نہ صرف افغانانو تہ سپکہ کتنہ دہ بلکہ دہ پختون خوا اولس سرہ ھم خیانت دے او دہ داسے خبرو نہ پکار دہ چہ لاس واخلی۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *