Categories

اعلان

Loading…

ملګري ملتونه وايي، د کندوز په جګړه کې نږدې زر تنه مړه او ژبل شوي ول

میرویس جلالزی

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور، چې د افغانستان د کندوز ولایت د سقوط په باب بشپړ شوی، ښيي چې په دې ولایت کې د طالبانو د حملې او له امیتي ځواکونو سره د جګړې په مهال نږدې زر تنه افغانان چي مطلق اکثریت یي ملکیان جوړوي، وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

کندز په تېرو ۱۴ کلونو کې لومړی ولایت و چې مرکز یې طالبانو د لندې مودې لپاره ونیوه.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ د کندوز په جګړه کې ۲۸۹ تنه ملکي خلک وژل شوي او نږدې ۵۵۹ تنه نور ژوبل شوي ول.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر (یوناما) وايي دغه کسان د طالبانو لاس ته د کندوز د لویدو او بیرته د افغان ځواکونو له لوري د هغه د نیول کیدو پر مهال د دواړو لورو له خوا وژل شوي دي.

په کندوز کې که څه هم بهرنیو ځواکونو شتون نه درلود لیکن د بې پولو ډاکټرانو یو روغتون هم د همدغې جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو له لوري بمباري شو.

په هغه برید کې د روغتون ۱۴ تنه ډاکټران او نرسان او ۲۴ تنه ناروغان مړه شوي او وروستی راپور وايي چې ټولټال ۴۲ تنه پکې وژل شوي دي.

د بي پولو ډاکترانو ټولنې نن د ملګرو ملتونو د دغه رپوټ له خپریدو سره جوخت وویل چې د دوی پر مرکز د برید پر مهال د وژل شویو کسانو شمیره ۴۲ تنو ته پورته شوې ده .

کندوز درې ورځې د طالبانو په لاس کې وو خو افغان ځواکونو په دوو اونیو کې بیرته حالات په کنټرول کې راوستل.

کندوز ولایت په دغه تهاجم کې ډير زیان ولید.

د سیمې د خلکو پروینا لا هم له ښاره ډیر کوچیدلي خلک د ویرې له کبله بیرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي او سوداګرۍ هم سخته زیانمنه شوې ده .

49 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *