Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني: د ترکمنستان دوستي د نورو هیوادونو لپاره ښه بېلګه ده

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې ترکمنستان د افغانستان داسي ګاونډی وباله چې دوستي یې د نورو هیوادونو لپاره مثالي ده.

ده وویل:«ترکمنستان د افغانستان لپاره ښه ګاونډیتوب ثابت کړی دی.»

ولسمشر غني دا خبره د بې پرې توب پالیسي په نوم د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د نړیوال کنفرانس په پرانستونکې غونډه کې وکړه وکړه.

ده له ګاونډیانو سره د اړیکو د ټینګښت لپاره د ترکمنستان پالیسي د سیمې او د نورو هیوادونو لپاره ښه مثال وباله او ویې ویل چې ترکمنستان د بې پرې توب د پالیسۍ په خپلولو او پر همکاریو باندې په تمرکز سره اقتصادي ودې ته لاره پرانستې ده.

ولسمشر غني وویل، ترکمنستان نن د دې پر ځای چې مرسته وغواړي، نورو ته مرسته ورکوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني سبا د ترکمنستان له ولسمشر سره د دغه هیواد په خاوره کې د ټاپي د نللیکې د جوړېدو پروژه پرانیزي.

دې غونډې ته د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمد اوف اعلان وکړ چې هیواد یې حاضر دی چې د ملګروملتو تر چتر لاندې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل کوربه واوسي.

د ترکمنستان ولسمشر وویل چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د جوړولو کار عملي پړاو ته رسېدلی او ترکمنستان به سبا /یکشنبه/ د دې پایپ لاین د خپلې برخې کار پیل کړي.

17 total views, 2 views today

1 comment

  1. Mir ajmal Reply

    ډیره دی خوشخالی خبره ده خو آیا باکستان ده غواړی چی افغانستان ده اقصاد خاوند شی
    څنکه باور وګړی ده بیچاره ملت

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *