Categories

اعلان

Loading…

ترکمنستان د افغانستان د سولې کوربه توب ته تیاري اعلان کړه

تاند- د ترکمنستان ولسمشر قربان قُلي بیردي محمداوف نن /شنبه/ اعلان وکړ چې هیواد یې حاضر دی چې د ملګروملتو تر چتر لاندې د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل کوربه واوسي.

ترکمنستان تر دې پخوا هم د افغغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته تیاري ښودلې وه.

ترکمن ولسمشر دا خبره د بې پرې توب پالیسي په نوم د سولې، امنیت او پرمختګ لپاره د نړیوال کنفرانس په پرانستونکې غونډه کې وکړه.

ټاکل شوې ده چې د ټاپي پروژې د جوړولو کار، چې د پایپ لاین په وسیله د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته رسوي، سبا د افغانستان، ترکمنستان او پاکستان د مشرانو له لوري پرانستل شي.

د ترکمنستان ولسمشر نن وویل چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د ګازو د جوړولو کار عملي پړاو ته رسېدلی او ترکمنستان به سبا /یکشنبه/ د دې پایپ لاین د خپلې برخې کار پیل کړي.

9 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *