Categories

اعلان

Loading…

امنیت شورا د افغانستان وروستۍ تروریستي حملې په کلکه وغندلې

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا په افغانستان کې د وسله والو طالبانو وروستۍ حملې وغندلې.

په کابل کې د طالبانو د تېرې شپې په حمله کې، چې د هسپانیا د سفارت ترڅنګ د بهرنیانو پر یوه مېلمستون یې وکړ، څلور افغان امنیتي ځواکونه، یو هسپانیايي پولیس او څلور انتحاریان ووژل شول.

په دې برید کې ۱۱ تنه ملکیان او پولیس ژوبل شوي دي.

امنیت شورا تېره شپه (د افغانستان په وخت) د طالبانو، القاعده او داعش یا اسلامي دولت له لوري نړیوال امن ته د ګواښونو په وړاندې ژوره اندېښنه ښکاره کړه.

امنیت شورا همداراز تاکید کړی چې هیڅ راز تشدد او تروریستي عمل په افغانستان کې د سولې په لور د پرمختګ مخه نه شي نیولی ځکه چې د دې شورا په وینا دا پروسه د افغانانو او د افغانستان د حکومت له ملاتړه برخمنه ده.

د امنیت شورا ۱۵ غړیو په خپله اعلامیه کې د قربانیانو د کورنیو له غړیو، افغان ولس او د افغانستان له حکومت سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

51 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *