Categories

اعلان

Loading…

داعش ولې خپلو قربانيانو ته نارنجي جامې ور اغوندي؟

ژباړه: ساحل منګل

تحليلګران د داعش له خوا د جنګ قربانيانو ته د نارنجي جامو د وراغوستلو بېلابېل دلايل وړاندې کوي .

د ځوانو خبريالانو د نړیوال کلوب د رپوټ پر اساس په هغو فلمونو کې چې د داعش ډلې له خوا نشر شوي دي د هر يوه کس لپاره بيلابيلې ځانګړنې لري .اور وراچول ،غاړې پرې کول او په روانتيا کې دخلکو وژل هغه څه دي ،چې دغه ډله ېې دقربانيانو په وژلو کې ترې کار اخلي .مګر ددې ځانګړتياو سربېره يوه ځانګړتيا ،چې په ټولو فلمونو کې ليدل کيږي د قربانيانو پر تن دنارنجي جامو وراغوستل دي ،چې تحليلګران ېې په اړه بيلابيل نظريات لري .

څه مهال وړاندې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپل يوه رپوټ کې وليکل :د داعش ډله دقربانيانو له اعدام وړاندې يو ځل له نارنجي کاليو ګټه اخلي .د دغو جامو الهام د ګوانتانامو د زندانيانو څخه اخيستل شوی دی . د داعش ډله غواړي ،چې په دې کار سره خلکو ته يو پيغام ورکړي .په افغانستان کې د امريکا دنظامي عملياتو ورورسته په دوه زره دريم کال کې د ګوانتانامو زندان جوړ شو.له لومړيو څخه په دې زندان کې زندانيانو ته نارنجي جامې وراغوستل کيدلې.

دترور يستانو په مقابل کې دنفرت دڅرګندولو په موخه خپله هم امريکا له نارنجي جامو څخه کار اخلي .له يوې لسيزې زيات وخت کيږي ،چې امريکا له تروريستانو څخه دنفرت دڅرګندولو په موخه دغه جامې کاروي .

لومړنۍ بېلګه په۱۳۸۳ کال کې وليدل شوه چې د داعش څخه علاوه د يوې وسلوالې ډلې کسانو زندانيانو ته نارنجي جامې وراغوستې وې ،چې په هغې کې د القاعده يوه پخواني قومندان ابو مصعب الزرقاوي په يوه ويډيو کې د امريکا يو سوداګر (نيکولاس برګ) وژني .په ويډو کې (نيکولاس برګ) ليدل کيږي ،چې نارنجي جامې ېې پر تن دي او د څه خبرو کولو وروسته ترې سر پرې کيږي .

نيکولاس برګ دنارجې جامو اخري قربانی نه و.په کال ۱۳۸۳ د ډيسمبر په ۲۳ يو امريکايي انجينر له خپلو دوو انګليسي همکارانو سره په عراق کې د القاعدې له خوا وتښتول شول.يوه اونۍ وروسته له دريو واړو څخه سرونه غوڅ کړای شول.کله ،چې د دې کسانو دوژلو ويډو خپره شوه پکې وليدل شول ،چې د وژل کېدو په وخت کې ېې نارنجي جامې پر تن وې.د نارنجي جامو پر تن کول د امریکا پر وړاندې د نفرت څرګندولو يوه نمونه جوړه شوه.

همدارنګه د(ګورا) خبري آژانس د يوه راپور په عنوان کې ليکلي وو((څه لامل موجود دی ،چې داعش وړاندې له اعدام څخه قربانيانو ته نارنجي جامې وراغوندي ؟)د امريکا د پوځ يو لوړ پوړی چارواکی په دې عقيده دی چې د داعش په فلمونو کې د اعدام څخه وړاندې دقربانيانو پر تن دنارنجي جامو وراغوستل کومه پيښه نده،بلکې دغه جامې په ګوانتانامو کې دنيول شويو کسانو يوه نومونه ده.

د(هاووک ژورنال) د ورځپاڼې په يوه رپوټ کې هم ،چې عنوان ېې (جيمز فولي او هغه پيغام ،چې داعش امريکا ته ليږلی) دامريکا يي خبريال جيمز فول ،چې د داعش له خوا ووژل شو وايي وايي:تاريخ به داثبت کړي ،چې مونږ خپل دښمنان ونه پېژندل .مونږ خپلې اشتباوې تکراروو او له هغوی څخه درس نه اخلو شايد دا ډول شرايط تر اخره پورې همداسې پاتې شي .جيمز فولي امريکا ته يوه نمونه وه.ټولې هغه پيښې ،چې هغه ته پېښې شوې دنارنجي جامو،خريل شوي سر،او د وژلو ډول داټول دامريکا لپاره يو تهديدونکی کار وو.

دې ورځپاڼې اعا کړې ،چې نارنجي رنج په اسلام کې د کافرانو رنګ دی .په همدې دليل اسلام دا سپارښتنه کړې ،چې خلک بايد نارنجي جامې وا نه غوندي .مونږ په غرب کې زندانيانو ته د دې ډول جامو د وراغوستلو څخه ګټه اخلو ،ځکه ،چې زندانيانو پټول سختوي .واقيعت هغه دی ،چې جيمز فولي دکافرانو جامې پر تن کړې وې .تروريستانو غرب ته دخپل کافر ثابتولو پيغام ورکړ.

219 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2