Categories

اعلان

Loading…

د نوبل د ادب جایزه الیکسي ویچ ته ورکړای شوه

د بیلاروس لیکوالې سیفیتلانا الیکسي ویچ (Svetlana Alexievich) نن /پنجشنبه/ د سویډن په پلازمېنه ستوکهلم کې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه.

د ۲۰۱۵ م کال د فزیک، کیمیا او طب د نوبل د جایزو ګټونکو هم په یو لړ مراسمو کې جایزې واخیستې.

د نوبل د ادبیاتو د کمېټې رييس، سویډني لیکوال پار ویستبرګ د نوبل د ادب د جایزې د ورکولو په مراسمو کې الیکسي ویچ ته مبارکي وویله:

«ګرانې سیفیتلانا الیکسي ویچ، د سویډن اکاډیمي تاسو ته مبارکي وايي او بلنه درکوي چې اوس د سږ کال د ادبیاتو لپاره د نوبل جایزه د سویډن د پاچا اعلحضرت کارل ګوستاف له لاسونو واخلئ.»

د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د تونس د څلوراړخیز ملي دیالوګ ډلې یوه غړي ته د نوبل د سولې جایزه ورکړای شوه.

هغه د جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې د تروریزم پر ضد جنګ پر یوه بشپړ لومړیتوب بدل شوی دی.

الیکسي ویچ د نوبل د ادب د جایزې له ګټلو وروسته په عام محضر کې په لومړنیو څرګندونو کې په اوکراین کې د روسیې لاسوهنه وغندله او هغه یې یرغل وباله.

د اووه شپېته کلنې الیکسي ویچ، چې په پخواني شوروي اتحاد کې زېږېدلې، پلار د بیلاروس او مور د اوکراین ده.

70 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *