Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر د رحمت الله نبیل استعفا سمدستي ومنله

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت د رييس رحمت الله نبیل استعفا سمدستي ومنله.

د ولسمشر غني د ویندوی مرستیال ظفر هاشمي په ټویټرپاڼه کې ویلي:«ولسمشر غني د رحمت الله نبیل استعفا منلې ده.»

ده همداراز ویلي چې ولسمشر به نن /پنجشنبه/ ناوخته ځانګړې غونډه وکړي څو د ملي امنیت د ریاست لپاره سرپرست وټاکي.

مسعود اندرابي د نبیل پر ځای د ملي امنیت د ریاست سرپرست ټاکل شوی دی.

ارګ بیا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر د نبیل غوښتنې ته په درناوي، د نوموړي استعفا منلې ده.

ارګ همداراز ویلي چې ولسمشر په اوسنیو جنګي شرایطو کې په دې امنیتي اورګان کې د بدلون غوښتونکی نه و.

نبیل یوه ورځ وروسته له دې استعفا وکړه چې ولسمشر غني په پاکستان کې له تورد هرکلي سره مخامخ شو او موافقه یې وکړه چې له طالبانو سره به د سولې پروسه بیا پیل کړي.

نبیل په خپل استعفالیک کې، چې دوې ورځې وروسته نېټه یې پرې لیکلې (د لندۍ د ۱۹ پر ځای د لیندۍ ۲۱۴)، ویلي:«متاسفانه په تېرو څو میاشتو کې سربېره پر دې چې له ځینو پالیسیو سره همنظره نه وم، شرایط راباندې داسي وتپل شول چې د کار زمینه راته محدوده شوه او کاري اعتماد په مختلفو دلایلو دومره تته شوه چې ستاسو (ولسمشر) د بې نهایت فشارونو او هم له دې چوکۍ څخه د لېري کېدو لپاره ستاسو د پر له پسې شفاهي غوښتنو له کبله ونه توانېدم چې په دې چوکۍ کار ته دوام ورکړم، نو له محترم ولسمشره غواړم چې زما استعفا ومني.»

نبیل له تېرو پنځو کلونو راهیسي د ملي امنیت رييس و.

ده د ځان او د خپلې کورنۍ د امنیت لپاره له حکومته د مرستې هیله کړې ده.

135 total views, 2 views today

4 comments

  1. Hassan Reply

    که زه د ولسمشر پرځای وای نو ما به ښاغلی نبیل په بروکسل کی چی د ناتو او د اروپا د اتحادیی مرکز دی د افغانستان لوی سفیر مقرر کړی وو او له همدی ځایه می د افغانستان باندینی سیاست رهبری کاوو.

  2. س ـ عبدالله Reply

    نبیل جانه دهیواد ولسمشر په داسی یوهیواد کی په سفربوخت وه چه هلته ستا اوستا دکورنی د ژوندټول کړه وړه، تعلیم اوتراوسه دیی ډیر نیژدی خپلوان هلته مهاجر دی، اوتراوسه ددغه هیواد سره ستا خصوصی ارتباطات هم پای ته نه دی رسیدلی .
    داچه تاسی په فیسبوک کی کومه بزدله ، بی انصافه، او دشرمه ډکه لیکنه دولسمشر په باره کی کړیده، داسی معلومیژی چه؟؟؟

    ۱ـ د ای اس ای دخوشحالولو په خاطردیی خپله کرغیړنه وظیفه اجراء کړه، او طالیبانو ته دیی هم تحفه ورکړه.
    ۲ـ دهیواد پنځه زره کلن تاریخ او دهیواد په مشر دیی تورداغ پوری کړه اوشخصآ په خپله دافغانانو دښمن ته په ګونډو شوی.
    ۳ـ خپل مذبذب سیاست اوخامپوهی دیی افغانانواو هم نړیوالوته وښوده.
    ۴ـ په خپله دیی په خپل افغانیت او امانتداری کی شک پیداکړو.
    ۵ـ دهیواد دننه اوبهر دیی خپل ځان په خپله وشرماوه اودافغانستان په تاریخ کی به دغه پیغور ستا دژوند او مرګ سره مل وی.

    زه نه وایم چه استعفاء دیی ولی کوله ، استعفاء به دیی کړی وای مګر دځان نه به دیی فیسبوکچی نه جوړولای، ښاغلی صالح اوښاغلی اتمر هم یووخت استعفاءویی کړی وی، مګر ستا په شان یی نه خپل حیثیت خراب کړه اونه یی دښمن خوشحاله کړه. حال داچه ولسمشر کرزی په هیوادکی دننه وه مګر تاسی دهیواد اوسنی ولسمشر په بهر کی په تاریکه توره اوچاړه وواهه.

    په اخر کی دنبیل جان څخه غواړم چه دټولو افغانانو څخه په کراتو بښنه وغواړی، چه دفیسبوک په لیکنه تیروتی یم.

    په درناوی

  3. انجینر عبدالحکیم Reply

    نبیل د افغانستان دمظلوم ولس قاتل ده چی بی حده جنایات یی کړی وه یو له هغوی سخه دکندوز سقوط وه او همدارنګه یی همیش جنګی اړخونو سره کومک کړی دا جنایتکار باید محکمه شی او علنی فه دار وځړول شی اشرف غنی سم کار وکړ چی دداسی خاینونو مخه یی ونیوله

  4. محمدربی آماج Reply

    زه د انجینر رحمت الله نبیل په تیرو وختونواو اندونو باندی هیڅ مالومات نلرم،مګر دنوموړی په هکله دوه ټکی زما په اندونو کی مثبت دی.
    لومړۍ :- دا چی د نوماندۍ په مهال د دی سره سره چی نوموړۍ د یوه داسی قوم څخه دۍ چی هغه د ولسی خلکو په اصطلاح سپیو یی په بدۍ غپلی دی یانی د وردګ سر لوړۍ او علم پاله قوم، مګر له سترګو لویدلۍ او بی اسری، هلته داسی ښکاریده چی نوموړۍ به له ولسی جرګی څخه د باور پوره رایی خپلی نکړی، دا ځکه چی د ولسی جرګی د ننه کړنو ته په کتو چی د پیسو اوسمت پالنی په ناروغیو باندی منتن ده او رحمت الله داسی ښکاریده چی نه یی پیسی درلودی چی په ولسی جرګی په غړو یی ویشلی وای! او نه یی اړینه پره او جنبه لرله! مګر د انتظار بر خلاف یی پوره اود درنښت وړ رایی وګټلی. چی همدا ټکۍ یی د شخصیت مثبت اړخ په ډاګه کوی.
    دوهم:- د نوموړی اخلاقی زړورتیا او جراًت. د افغانستان په اداری کلچر او چاپیریال کی که څوک لږ مخینه او تجربه هم ولری دا به ورته د لمر په شان څرګند وی چی دلته په چوکۍ باندی خلک عزت،رشوت،حیثیت،…….او څه او څه نه ورکوی او همدا څه دی چی هیواد یی په اداری ککړتیا (فساد) کی د نړۍ په کچه لومړی ځای ته رسولۍ دۍ ،مګر ښاغلی نبیل دا دومره لوړ پوړ د ټولو مادی او معنوی امتیازونو سره په پوره متانت پریښود او ځانته یی حماسه وګټله. چی دا اخلاقی جراًت او دهیواد پالنی روحیه یی مثالی او دستایلو وړ ده. هغه دفیسبوک خبری د خلکو ځانی اندونه دی. چی هم ستاینه لری او هم غندنه.

Leave a Reply to Hassan Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *