د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل استعفا وکړه

تاند- د افغانستان د ملي امنیت رييس رحمت الله نبیل د ولسمشر اشرف غني له بهرنۍ پالیسۍ سره د اختلاف په وجه له خپلې دندې استعفا ورکړه.
رویټرز خبري اژانس، چې د ښاغلي نبیل استعفا لیک یې ترلاسه کړی، وايي چې د افغانستان د ملي امنیت رييس وروسته له دې استعفا ورکوي چې په وروستیو میاشتو کې په خپلو کارونو کې پر له پسې له ناکامیو سره مخامخ شو.
اژانس د طالبانو لاس ته د کندوز ښار لوېدل او د سې شنبې په ماښام د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو حمله، چې ۵۰ تنه پکې ووژل شول، د نبیل ناکامۍ بللي دي.
رحمت الله نبیل، چې ویل کېږي له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو او د سولې د بهیر مخالف دی، په خپل استعفا لیک کې ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د پالیسۍ پر ځینو مواردو موافقه نه وه او ولسمشر د ده پر صلاحیتونو یو لړ د نه منلو وړ شرطونه ایښي ول.
233 total views, 1 views today
3 comments
فکر کوم د شمالي ټلوالي کوم شخص بيکاره شوي نو ځکه نبيل استعفا ته مجبور شو ,تر څو د شمالي ټلوالي شخص يې په ځاي مقرر شي
ستاسو حدس درست دی
« مسعود اندرابي د نبیل پر ځای د ملي امنیت د ریاست سرپرست ټاکل شوی دی. »
ولي وروره Wali
ستاسو فکر سل په سلو کې سم دئ ،درحمت الله نبیل پرځای دشمالي پاټکونویوټیکه دار( مسعود اندرابي) دملي امنیت دریاست سرپرست وټاکل شو۰
دابې سرپوښه کټوه ئې له دوړو خاورو ډکه کړه۰۰۰