Categories

اعلان

Loading…

په اچین ولسوالۍ کې شوو ژمنو ته عملي بڼه ورکول کیږي

چارواکي وایي د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ولسونو سره د تېرې ورخې د غونډې په ترڅ کې کړې ژمنې به عملي کړي خو په دغه برخه کې د ولسونو او ولایتي شورا همکاري اړینه ده.

د دغه ولایت والي سلیم خان کندوزي د لیندۍ په ۱۸مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د سولې ولایتي کمیټې رئیس او قومي مشر حاجي ملک نظیر،د ولایتي شورا غړو او یو شمېر نورو سره په لیدنه کې ژمنه وکړه،چې د اچین ولسونو سره به شوې ژمنې عملي کړي .

هغه زیاته کړه، د دغه ولسوالۍ د خوندي امنیت په موخه یې تېره ورځ د ولسونو سره ژمنه وکړه،چې د دوی زر تنه ځوانان به د خپلو سیمو د ساتنې په موخه تجهیز  او اکمال کړي او د دغه چارې د ترسره کېدو په موخه یې د ولسونو او په ځآنګړي ډول د ولایتي شورا همکاري اړینه وبلله

ښاغلي کندوزي زیاته کړه، د دغه کسانو د ځای پر ځای کېدو وروسته به هغه ژمنې چې په پرمختیایي او نورو برخو کې یې کړي هم عملي کړي او په یاده ولسوالۍ کې به د بېلابېلو ادارو له لورې ګڼ شمېر پروژې پیل کړي،چې په ترڅ کې به ځوانانو ته د کاري زمینې د برابرولو ترڅنګ په اړوندو برخو کې د دوی ستونزې هم حل شي .

د ولایتي شورا غړو او د سولې ولایتي کمیټې مشر د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د خپلو ژمنو د تعقیب په موخه یې دوی سره ناسته ترسره کړه .

دوی ژمنه وکړه،چې د اچین ولسوالۍ قومونو سره به خبرې اترې ترسره کړي،ترڅو دوی ته د سهولتونو او امنیت د برابرولو په برخه کې د ولایتي ادارې سره په پوره توګه همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده،چې د ننګرهار والي د یو لوړ پوړوي پلاوي په مشرۍ تېره ورځ اچین ولسوالۍ ته سفر وکړ او د دغه ولسوالۍ د مخورو،دیني عالمانو،خوانانو او د ښوونځیو زده کوونکو سره یې لیده کاته او خبرې اترې ترسره کړې .

درنښت

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *