Categories

اعلان

Loading…

تطبيقي ادبيات/ ګل رحمن رحماني

طبيقي يا پرتليز ادبيات، د ادبياتو په برخه کې يو مهم بحث دى چې ملتونه د ادب له لارې د نړيوال کېدو او يو بل سره د غوره اشنايۍ پراخه فرهنګي اړيکو نړۍ ته بيايي.

ددې ادبياتو څېړونکي د تاريخ په بېلابېلو دورو کې د ادبي اثارو او يا ځانګړو ادبي دورو د پرتلنې او طبيق له لارې د ملتونو ګډ فرهنګي او ادبي مشترکات پيدا کوي او په ملتونو کې د يوه او بل د ادبياتو د نفوذ ټکي پيدا کوي.

په ادبي تيوري کې ادبي کره کتنه او د ادبياتو تاريخ ددې سبب شوى چې د طبيقي ادبياتو لپاره يې زمينه مساعده کړې او د څېړونکو کار يې اسانه کړى دى.

په انګليسې کې دې ډول ادبياتو ته (Comparative literature) او په فرانسوي ژبه کې(compare literature ) اصطلاح کارېږي. په عربي ژبه او ادبياتو کې د( ادب المقارن) اصطلاح راغلې چې په اروپا کې ترې د طبيقي ادبياتو تعبير شوى دى.

دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره فرانسوي کره کتونکي ويلمن کارولې او ورپسې د همدې هېواد بل ليکوال او کره کتونکي (سنت بو) عامه کړه، خو د دوى دواړو اصطلاحاتو کوم علمي او ټاکلى روش نه درلود او په حقيقت کې دوى د دوو يا څو هېوادونو د شاعرانو ترمنځ د پرتلنې او بېلګو د طبيق لپاره کاروله.

وروسته ورته پوهانو او څېړونکو په نورو علومو کې د رامنځته شوو طبقه بنديو او علمي لارو چارو په څېر اصول او قواعد وضع کړل او په دې برخه کې يې ځانګړي اثار هم وپنځول.

د تطبيقي ادبياتو پېژندنې لومړى اثر هم په ١٨٩٧ لمريز کال کې په فرانسه کې د بالدنسپرژه له خوا خپل شو. اوس چې د تطبيقي ادبياتو پر تاريخ نږدې ٢٠٠ کاله اوړي او د نړۍ په پوهنتونونو کې د ادبي کره کتنې او ادبياتو تاريخ سره يو ځاى لوستل کېږي.

دې کار ددې زمينه مساعده کړې ده چې د نړۍ د بېلابېلو ملتونو د ادبياتو، هنر، فرهنګي او ادبي مفکورو په پېژندنه کې اسانتياوې رامنځته شي او انسانان يو بل سره ښه وپېژني.

طبيقي ادبيات په حقيقت کې د ادبي تيوري يوه برخه ده چې د بېلابېلو ملتونو د ادبي اړيکو او د يوه ملت په ادبياتو کې د بل ملت د ادبياتو له انعکاس او اغېز څخه رامنځه کېږي.

په يوه ژبه کې د نورو ژبو د ادبياتو له اغېزو بحث کوي. يا په بل عبارت: تطبيقي ادبيات د يوه ملت په ادبياتو او فرهنګ کې د بل ملت يا ملتونو د ادبياتو او فرهنګ اغېزې څېړي.

دا ادبي نفوذ يا اغېز په دوو برخو ويشلى شو، يو خپله دهغه هېواد پر ادبياتو د ليکوالو او شاعرانو اغېز دى او بل له خپل هېواد نه بهر د نورو خلکو پر ادبياتو اغېز دى چې دا دويم ډول له تطبيقي ادبياتو سره تړلى دى.

دا ډول اغېز ته په شلمه زېږديزه پېړۍ کې هم ډېره پاملرنه شوې او هم زيات شوى دى، په ملتونو کې د ادبي اثارو د خپرېدو او ژباړې له لارې زيات عام شو دى. دا نفوذ څه د ادبي سبک او څه هم د فکري بهيرونو له مخې رامنځته کېږي.

له دې نه سترګې نه شو پټولى چې په نړۍ کې نږه او له اغېز پاک ادبيات نشته، په دې مانا چې د ملتونو ادبيات يو پر بل اغېز کوي، نو ځکه زموږ او نورو ملتونو د ادبياتو ترمنځ يوه راکړه ورکړه شته او وي به.

ددې ترڅنګ په دې پوهېدل هم اړين دي چې دا راکړه ورکړه د نړۍ د ادبياتو غوړېدو له لاملونو څخه ګڼل کېږي او له دې پرته د فرهنګ، هنر او ادب بشپړه وده او پرمختګ ممکن نه دى.

تطبيقي ادبيات د فرهنګي راکړې ورکړې يو ډول دى، ځکه چې همدا د بېلابېلو ملتونو ادبيات يو پر بل اغېز کوي، ادبيات هم په دې برخه کې يو پل بل خپل اغېز پرېږدي، نو ځکه خو طبيقي ادبيات له څو برخو سره مرسته کوي.

يو د ملتونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو کشف دى، له دې پرته د تاريخ په پوړيو کې د ادبي تحولاتو درک او مسير معلومول دي چې له دې ډول اړيکو سره اړوندېږي، ځکه خو د بشري پوهنې دا څانګه د ملتونو ترمنځ د سولې او ملګرتيا په رامنځه کولو کې اغېز درلودلى شي.

د تطبيقي ادبياتو له لارې ځينې ادبي ځيلونه چې په ځينو فرهنګونو پورې ځانګړي دي، خو د نورو په ادبياتو او فرهنګ کې يې انعکاس موندلى، بېرته موندلى شو.

د بېلګې په ډول که څوک پښتو لنډۍ له جاپاني هايکو يا نورو ورته کوچينو او ملي شعرونو سره پرتله کوي، نو نه يوازې چې د پښتو ټپي له مفهوم سره به اشنا کېږي، بلکه دا يادونه به ضرور ورسره راځي چې دا يو ډول پښتو شعر دى.

لکه چې وړاندې مو يادونه وکړه، په نوي مفهوم سره د ادبياتو تاريخ او ادبي کره کتنې د پېژندلو لپاره تطبيقي ادبيات مهم عنصر ځکه دى چې په مرسته يې کولى شي چې د فکري جريانونو بهير او پر ملي ادبياتو يې اغېز کشف کړو.

د تطبيقي ادبياتو څېړونکى د بېلابېلو ادبياتو اغېز شيندل او اغېزمنل تر څېړنه لاندې نيسي. د پوهاند عبدالقيوم قويم په خبره، څېړونکى بايد د تطبيقي ادبياتو پرمهال د تاريخي دورو له تاريخي حقايقو سره ښه اشنا وي، څو وپوهېږي چې تاريخي دورو په ادبي اثارو او د ادبياتو پر مسير څومره اغېز کړى دى.

ددې ترڅنګ څېړونکى بايد دهغو ملتونو د ادبياتو له تاريخ سره پوره اشنا وي چې پرتله کوي يې، که چېرته د بېلابېلو ژبو د ادبي متنونو له اصلي نسخو سره بلد نه وي په ژباړو تکيه وکړي، نو دا به هم دده کار بې اعتباره کړي.

لکه څرنګه چې وړاندې ورته اشاره وشوه، د نړۍ د هېڅ ملت ادبيات خالص يا د نورو ادبياتو له نفوذ پاک نه دي، په يوه ډول نه يوه ډول يې اغېز په کې موندل شو، نو دا د پرتليزو يا تطبيقي ادبياتو دنده چې د پرتلې له لارې يې حق حقدار ته وسپاري.

څرنګه چې نن د معلوماتي ټکنالوژۍ له برکته نړۍ تر بل هر وخت زياته سره نږدې شوې، همداسې د يوه ملت ادبيات هم تر بل ملت پورې په اسانۍ سره رسېږي او د ژباړې بهير يې هم چټک شوى دى.

دا موضوع له يوې خوا د تطبيقي ادبياتو د څېړونکو کار اسانه کوي او ګڼې اسانتياوې يې ورته برابرې کړې، خو له بلې خوا ورته دا چاره ځکه ستونزمنه کړې چې د نفوذ کچه ژوره او پراخه شوې ده.

هسې خو په ټوله کې ادبيات له انساني يا بشري ګډو مشترکاتو سره کار لري او د نړۍ د هر ګوټ د اوسېدونکي انسان ژوند په کې په يوه ډول انعکاس مومي، خو د څېړونکو هڅه به د ادبياتو د څېړلو ترڅنګ دا هم وي چې ملتونه يو له بل سره نږدې کړي، يو بل ته يې د خپل ادب له لارې ور وپېژني او د ادبياتو له لارې د هغوى د ژوند پټې يا هېرې ښکلاوې او ځانګړتياوې را وسپړي.

په افغانستان کې هم د اوسنيو ليکوالو ليکنو او ژباړو ته پام سره سړى ويلى شي چې افغاني په ځانګړي ډول پښتو ادبيات د نړۍ د نورو ملتونو پر ادبياتوکې هم نفوذ لري او هم په کې نورو نفوذ کړى دى چې را سپړل او په اړه يې څېړنه د تطبيقي ادبياتو د څېړونکو کار دى.
پاى

د لیکوال نورې لیکنې

334 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸