Categories

اعلان

Loading…

تر پردې شاته د نبیل خبرې/ ودان افغان

پر ولسمشر اشرف غني د افغانستان د ملي امنیت د رییس رحمت الله نبیل د فیسبوکي نیوکې ګټه څوک ترلاسه کوي؟

د چهارشنبې په ورځ چې کله د اسیا زړه په کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني تود هرکلی د اسلام اباد په هوایي ډګر کې وشو نو رحمت الله نبیل په خپل فیسبوک کې ولیکل “موږ د توپونو په ٢١ هوایي ډزو دومره وډار شوو او یا هم تر تاثیر لاندې یې راغلو چې ومومنله چې تر اوسه مو د پاکستان د دښمنانو پرضد ۴٠ عملیاتونه/بریدونه کړي او ډیر ژر به د خپلو د شپیتو کالو دوستانو د زړه د ډاډ لپاره، د ملا فضل الله پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړو!”

په دې خبرو کې یو اړخ دا دی چې ښاغلی نبیل د ISI دا خبره تاییدوي چې افغانستان د پاکستاني طالبانو شاته ولاړ دی، دا هغه خبره ده چې اسلام اباد یې کوي خو سند یې تر اوسه نه درلود.

ښاغلی نبیل بیا د خپلې لیکنې په وروستیو کې لیکي « دا زما ٥٠٠٠ كلن تاريخ څه شو؟ چې د ٦٠ كلن تاريخ په مقابل كې په گونډو شو».

په داسې حال کې چې په اسیا زړه په کنفرانس کې داسې څه خاصه پریکړه نه ده شوې چې افغانستان هغه منلې وي او اعلان یې شوی وي، نو څرنګه د ملي امنیت رییس دا اعتراف کوي چې کابل شپیته کلن اسلام اباد ته په ګونډو شوی دی؟!

بل لور ته سوال دا دی چې ولې د ملي امنیت عمومي رییس خپلې خبرې یوه ورځ وروسته چې کله ولسمشر کابل ته راته هغه ته مخامخ نه کولې.

د دې خبرو ګټه پنجاب ته رسیږي، د دې د اثبات لپاره به د پنجابي سیاست ته د افغانانو په وړاندې وګورو، که چیرته د پاکستان سیاست ته د شوروي اتحاد د یرغل په زمانه کې وکتل شي نو دا خبره به ثابته شي. په اتیایمو میلادي کلونو کې په پاکستان کې ګڼ ګوندونه جوړ شول خو د پاکستان کمشنرۍ چې ای ایس ای چلوله اووه تنه غوره کړل او د هغوی ګوندونه یې په رسمیت وپیژندل. په دې ګوندونو کې یې دوه نسبتا دوه منځلارې ګوندونه، د پیرګیلاني په مشرۍ اسلامي ملي محاذ او د صبغت الله مجددي په مشرۍ جبهه نجات ملي ګوندونه په اداري فساد ککړ کړل. پاکستاني پوځیانو به د دغو دوو ډلو له قوماندانانو وسلې په قبایلو کې اخیستې، خو ورته کار یې د ګلبدین حکمتیار د اسلامي حزب له قوماندانو سره نه کاوه. حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي، اسلامي حزب، بیا هغه ګوندونه وو چې د افراط لاره یې خپله کړې وه او په خپلو دفترونو کې به یې همدومره شوروي اتحاد ته بد نه ویل لکه امریکا او لویدیځ چې یې غندل. پاتې شو حرکت انقلاب اسلامي چې مشري یې مولوي محمد نبي محمدي کوله. محمدي چې امریکا ته تلو نو د پوزې د نسوارو دستمال به یې په غاړه کې پروت و چې په ظاهره لویدیځوالو څه نه ویل خو په باطن کې به یې خندل چې دا هم سیاست کوي او له بله اړخ د محمد نبي ګوند سره پاشلی و او هغومره امکانات پاکستان نه ورکول لکه حزب اسلامي او جمعیت ته چې یې ورکول.

دغه دریځ د ای ایس ای و، دغې استخباراتي ادارې غوښتل چې نړیوالو ته داسې ښکاره کړي چې د افغانانو همدا مشران دي چې په خبره نه پوهیږي. دې سیاست دې ته لاره هواره کړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یولسمې پورې غرب د افغانستان د سیاست واګي اسلام اباد ته وسپاري.

اوس چې په اسلام اباد کې د چهارشنبې په ورځ د اسیا زړه په کنفرانس کې چین او واشنګتن دې ته چمتو شول چې د افغانستان د امنیت په برخه کې به د پاکستان د ژمنو تضمین کوي، د افغانستان د ملي امنیت د اداري مشر پر خپل ولسمشر سخت انتقاد وکړ. د دې اعتراض نتیجه ښایي دا شي چې چین په خپل ضمانت کې دوه زړی شي، ځکه چې بیا به ای ایس ای پیکنګ ته وایي چې افغانان د اعتبار وړ نه دي که اشرف غني د باور وړ وي د ملي امنیت په څير مهم کس یې خبره نه مني. په دې توګه ممکن چین هغسې سخت تضمین و نه کړي لکه څرنګه چې پکار ده. امریکا هم ښایي په خپل ضمانت کې هغومره جدي پاتې نه شي، ځکه چې د ملي امنیت اداره مهمه اداره ده او د دې ادارې د مشر اعتراض ممکن د واشنګتن پر پالیسي تاثیر ولري.

د ښاغلي نبیل په یوې فیسبوکي خبرې ممکن په دې ډول بیرته تر یوه حده د افغانستان د سیاست واګي اسلام اباد ته وسپارل شي.

زه یوه شي حیرانه کړی یم چې نبیل صاحب خو په ښکاره کولی شوای چې خپل اعتراض ولسمشر غني ته په ارګ کې مخامخ ووایي او خبرې ورسره وکړي، که د ولس د درد مساله وای خو باید همداسې شوي وای که داسې نه وي بیا د پردې شاته څه خبرې دي؟!

118 total views, 2 views today

3 comments

  1. نعیم قرمز اکبری المان Reply

    دمحترم رحمت الله نبیل په استفا دهر با وجدابه افغان خواه بده ده.ولی داسی زر باید تر انتقادونو لاندی را نشی ددی لپاره چه نورنوچوکی

    و نه لری بل دا چه که افغانستان حاضر نه شی چه دپاکستانی طالبانو پر ضد ددیورند کرشی په شاه وخوامناطفو کی عملیات وکی نوبیا به ملامت وی مگر پاکستان چه دافغانستان دطالبانو دتولو رهبرانو کوربه دی او منکر هم نه دی هغه ملامت نه دی مگر دا تر اوسه معلومه نه ده اودامکان نه لیری نه ده چه رحمت الله نبیل د پاکستان دفشار اود غنی په غوشتنه استفا کری وی .

  2. اټل Reply

    د ښاغلي نبیل صاحب خبرې په ریښتیا هم د پاکستان دې دریځ ته ډېر قوت ورکړ چي ملا فضل الله په افغانستان کي دی . د یوې ادارې د مشر په توګه ې دا له ده سره بیخي خوند نه وکو چي کورنۍ ښخړې د فیسبوک پر پاڼه هر دوست او دښمن ته په ډاګه کي . او یوه خبره بله چي خبرې اترې او په کانفرانسونو کي اولسمشر مخ کي هم ګډون کاوو ، هغه وخت د خپل دریځ ولې نه کو وړاندي . نن هغه کوم لامل وو چي دی یې دې ته مجبوره کو

  3. انجنر سهیل Reply

    کرزی ته داشرف غنی فیشرفت خوند نه ورکوی نو ځکه یی نبیل ته دا ُه غوږ کی ورکړل چی ته خو زما دټیم سړی ییی تکړه شه چی اشرف غنی مخکی نشی او کرزی خپل دوعا ګوی پیدا کړی ۰ کرزی خو ۶۸ ځلی فاکستان ته لاړ څه لاسته راوړنه یی وکړه او نبیل ولی پری انتقاد ونه کړ ۰۰۰ او بله خبر داده نبیل دانجنری درس ویلی نه دامنیت بخشه کی هغه هم لیسانسه نبیل باید خپل درسونه فوره کړی هغه هم دامنیت بخش کی او یا دی دکرزی هوتل کی کار وکړی دیوملک دومره لوړ رتبه باید دومره کم عقل نه وی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *