Categories

اعلان

Loading…

په وروستیو کې د هیواد په جنوب کې د طالبانو فعالیت زیات شوی

تاند- وسله والو طالبانو په وروستۍ یوه میاشت کې د افغانستان په جنوب کې حملې زیاتې کړي چې له کبله یې د ملکیانو او امنیتي ځواکونو تلفات په بې ساري ډول زیات شوي دي.

دې ډلې یوازې د کندهار د هوايي ډګر په حمله کې ۵۰ تنه ووژل چې اکثره یې د ښځو او ماشومانو په شمول ملکیان ول.

وسله وال طالبان د کندهار په ګاونډي ولایت هلمند کې هم له امنیتي ځواکونو سره په خونړیو جګړو بوخت دي.

که څه هم د هلمند د خونړیو جګړو څو میاشتې وځي خو د کندهار پر هوايي ډګر له برید سره په یووخت یې د هلمند خانشین ولسوالي ونیوله.

د هلمند د والي ویندوی عمر ځواک وايي چې په خانشین کې لا هم امنیتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان په جګړه کې ټپي شوی دی.

د چین سینهوا خبري اژانس د شنونکو په قول وايي چې طالبان نهايي هڅه کوي چې د سولې تر خبرو مخکې زیاتې سیمې لاندې کړي څو د سولې په خبرو کې خپل دریځ برلاسی کړي.

طالبانو سږ کال په نسبي ډول د هیواد شمالي ولایتونو ته توجه زیاته کړې وه. کندوز ښار یې د لنډې مودې لپاره ونیوه. په بدخشان کې یې لږترلږه دوې ولسوالۍ او په تخار کې هم درې ولسوالۍ ونیولې او لا هم د دغه ولایت درقد ولسوالي د دې ډلې په لاس کې ده.

کندهار په وروستیو کلونو کې په نسبي ډول په یوه امن ولایت بدل شوی خو وروستیو دوو پر له پسې انتحاري بریدونو د دغه ښار له اوسېدونکو ارام واخیست.

55 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *