Categories

اعلان

Loading…

احتمالي سوله د پاکستان احسان ده، که زموږ د سرتېرو بریا؟ / مجید قرار

هر ځل چې له پاکستان سره د سولې خبره کېږي، زموږ د نظام له دننه او د باندې څخه ځینې اشخاص، چې انګېزه، هدف او غوښتنې یې مشخصې دي، سر را پورته کوي، او خلکو ته دا ښوول غواړي چې سوله د پاکستان احسان قبلولو ته وایي. زه په دې لیکنه کې دا ثابتول غواړم چې سوله به یا کېږي، یا نه، خو که کېدله، نو هغه به زموږ د خپلو سرښندنو، بریالیو دپلوماسیو، حقاني دریځ او سرتېرو لاسته راوړنه وي، نه د پاکستان احسان. دا چې ځینې فرصت طلبه اشخاص سوله له پاکستان سره په معامله پورې تړي، او بیا له ځانه د پاکستان ضد اتل جوړوي، په اصل کې دا ویل غواړي چې زموږ د سرتېرو قربانۍ، زموږ حقاني دریځ، زموږ د مشرانو منډې هیڅ اثر نه لري، او دا ذهنیت پر ځان له کم باور، او پر خپلې بریا او حقانیت له نه باورمندۍ څخه سرچینه اخلي. که څوک وایي چې له ترهګرپال پاکستان سره سوله ناممکنه ده، ښایي هدف یې دا وي چې د پاکستان ماتول ناممکن دي. پاکستان همدا اوس مات دی. همدا اوس افغانستان د پاکستانيانو او پاکستاني ګوډاګیانو په وینو سور دی. د دوی ټولې پانګونې له خاورو سره خاورې شوي او د دوی د ولایتونو د ساتلو خوب دروغ شوی دی.

افغانستان ته له پاکستان سره د سولې د جریان په تعقیبولو کې دومره احتیاط په کار دی، لکه یو نابلده سړی چې یو زهرجن مار تر سر نیول غواړي. البته، دا احتیاط باید هیڅکله د میدان پرېښودلو، ډپلوماتیکو درشلونو تړلو او د نړۍ په مخ کې د نه سولې د ملامتۍ په غاړه اخیستلو په معنا نه وي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې د سولې ټول جریان باید داسې عیار شي چې پاکستان تر پایه د یوه پور پرېکوونکي، مدیون، ملامت او مجبور لوري په توګه معرفي شي، چې دا هم اخلاقا ضرور او هم د عامه او نړیوالو اذهانو د مدیرت لپاره یوه ضروري چاره ده. افغانان د سولې په برخه کې د خوشبینۍ لپاره ګڼ دلایل لري، او دا دلایل د دوی د خپلو قربانیو محصول او د دوی د خپلو سرتېرو لاسته راوړنې دي. که د سولې په برخه کې خوشبیني زیاتېږي، نو دا خوشبینۍ پاکستان، ایران، یا بل ته نه، بلکې زموږ خپل نظام، خپلو سرتېرو او د خپلو شهیدانو فداکاریو ته دي. دا دلایل زموږ د حقانیت، زموږ د مبارزې د حقانیت او زموږ د حق پر بریا د باور دلایل دي، نه زموږ د دښمن د اصلاح، سپیناوي یا سړیتوب.
زما په اند دا خوشباوري لاندې اووه عمده دلیلونه لري چې هر یو یې بیا هم زموږ د خپلې مبارزې، د افغانانو، په تېره د سرتېرو د صبر او حوصلې زېږنده دی. دا دلایل لاندې دي:

۱) پاکستان نهایي مایوسه دی چې سږ کال یې پر ټالیب ټول طاقت مصرف کړ، حتی ولایتونه یې د جنرالانو تر مستقیمې پلانجوړونې لاندې سقوط کړل، خو تر یوه اونۍ زیات یې ونه ساتلای شوای. دا چې د افغانستان د حکومت په دې مفلسه، ګډوډه، بې وسیلې او تر فشار لاندې کال کې یې یو ولایت تر یوې اونۍ ونه ساتلای شو، نو په یوه پخه شوې اداره کې به یې څه وساتي؟ په تېره دا چې د افغانستان پوځ هوایي ملاتړ ترلاسه کړي، د کورنیو چارو او دفاع په وزارتونو کې د قراردادونو او پاټکونو مافیا تصفیه شي، نو د پاکستان کار نور هم سختېږي. دا په داسې حال کې ده چې ټالیبانو د څو میاشتو په جګړه کې خپل ۱۵ والیان، او لسګونه د متوسطې او لویې کچې قوماندانان او مشران په جګړه کې له لاسه ورکړي او لسګونه نور یې داخلي شخړو خوړلي یا ګوښه کړي دي.

۲) پاکستان وارخطا دی چې ټالیب د خپل یو والي د رمز، یعنې ملا عمر د مرګ په رسوایۍ په یوه کال کې دری تقسیمه شو، او چې څومره وخت تېرېږي، دا پاشل شوی حرکت په پاشلتیا کې دی. کېدای شي کال ته په تر لسو زیاتو ټوټو بدل شي چې بیا به پاکستان ته حتی د سولې لپاره هم هیڅ په لاس نه وي ورغلی.

۳) پاکستان هڅه وکړه چې داعش له شام او عراق څخه را کاپي او دلته د داعش ټېکه هم خپله واخلي. دا کار وهم شو. پلې هم شو، خو پاکستان ته پایله په لاس ورنغله. پاکستان فکر کاوه چې د افغانستان سرتېري او اربکیان به هم داعش ته پتلنونه او وسلې په سنګر کې ور پرېږدي، او د وحشت او وېرې هجوم ته به یې تسلیم شي، خو دا چې دلته داعش د عربو پر ټامیانو نه، بلکې د افغانستان پر سرتېري او اربکي واوښت، خپل داعشیت یې په مدعوشیت تبدیل شو، او پاکستان ته له دې پروژې هم هیڅ په لاس ورنغلل.

۴) د چین اقتصادي پلان او د متحده ایالتونو ګټې د افغانستان د سولې تضمین برابروي.

۵) ولسمشر د خپل منشور د سولې فصل په دوو برخو وېشلی. لومړۍ برخه یې د سولې په برخه کې د عامه اقشارو، په تېره د علماوو په وسیله په ذهنیت جوړونه ټینګار کوي. سږ کال په افغانستان کې د سولې په ننګه د علماوو دومره غونډې وشوې چې د افغانستان په تاریخ کې نه وې شوي. په یوه غونډه کې تر دری نیم زره پورې جید علماء را ټول او د سولې پر اړتیا یې ټینګار وکړ. دغه راز، په لومړي ځل د ترهګرۍ خلاف لسګونه زره کسیز لاریونونه وشول.

د منشور د سولې دوهم فصل د سولې لپاره لومړی پر نړیواله، بیا پر سیمه ییزه او بیا پر ملي اجماع ټینګار دی. په دې برخه کې ټولې لاسته راوړې بې سابقې دي. پاکستان چې خپله دښمن دی هم، دپلوماسي یې په بشپړه توګه د سولې د داعیې په ملاتړ کې ده، او د سیمه ییزې اجماع مهم غړی دی. سعودي، امارات، خلیجي هېوادونه، چین، هند، او په نړیواله کچه ستر قوتونه ټول د سولې لپاره په ظاهري او دپلوماتیکه صحنه کې په اعتماد کې اخیستل شوي دي. په کورنۍ کچه هم، د تېر کال په پرتله سږ کال اجماع بهتره ده او یواځې له یوه محدود ګروپ فرصت طلبه اشخاصو، چې حکومتي کړۍ هم پکې شاملې دي، نور اکثره اړخونه پر سوله ټینګار او اتفاق لري.

۷) د پاکستان کورني حالات او له نړیوالو سره اړیکې داسې لور ته روانې دي چې نور له ټالیب سره دوه مخی چلند نه خپلې ټولنې ته او نه نړیوالې او سیمه ییزې ټولنې ته توجیه کولای. که دا کار وکړي، ټولنه یې له منځ څخه غلیان کوي، او په ګاونډ کې د روس، چین، هند، ترکیې او وړو او غټو هېوادونو حوصله په تمامېدلو ده.
موږ یو ځل بیا هم ټینګار کوو چې له پاکستان سره باید داسې احتیاط وشي لکه یو څوک چې تر خپلې پښې د تاوشوي زهر جن مار د سر د په ګوتو کې نیولو تکل کوي. د پاکستان صداقت ممکن نه دی، خو د پاکستان ماته، رسوایي، مجبوري او په خړو سترګو همکاري ممکنه ده، خو دا هم باید هېره نه کړو چې سوله په کابل، کندهار، هلمند کې داسې دښمنان لري چې سوله کېدل خو څه، د سولې په برخه کې سمبولیک کار هم اور پرې بلوی او په بابولالو یې سر کوي. زه په دې ایمان لرم چې پاکستان له خپلو اهدافو زموږ سولې ته نه تېرېږي، خو د دې هم ټینګ مخالف یم چې د سولې د خرابولو منګی دې لکه تېر ځل زموږ په سر را مات شي. تېر ځل هم سوله پاکستان نه کوله، او تخریب یې له کابله کېده. د پاکستان کار له کابله کېده، او د همدې لپاره کېده چې مړه هم موږ شو او پړه هم. سوله به یا کېږي یا نه، خو که نه کېده، د نه کېدلو ملامتي یې لکه تېر کال موږ نه غواړو. پرېږدئ چې زموږ ولسمشر په پوره ډاډ، پوره صلاحیت، په حمایت او پوره قوت د مېز تر شا کښېني او پاکستان د نړیوالو په مخ کې پړ کړي. نه دا چې پر مېز پیغورونه ورکړل شي، او ورته وویل شي چې ته سوله غواړې، خو ګوره، تاسې یې نه غواړئ.

32 total views, 5 views today

12 comments

  1. Miakhil Reply

    Majeed Qarar , had been the choice of my favourite writers , he is a budding philosopher , and certainly this writing portrait him very well that shows how deep is his understanding of the current status co of our beloved land. We hope that one day we see real peace and all the terrorist activities come to an end in the entire world. Porkistan days are numbered and you will see that this country’s edifice falls on its sands thats it stands. Pa meena to Majeed Qarar

  2. محمد بشر Reply

    قرار صاحب زوندی اوسی …….

  3. عبدالولي Reply

    قرار صاحب په ګوتو او قلم دې برکت. ستا لیکنې هم په سیاست هم په دین هم په فرهنګي مسائلو هم په شعر او شاعري او هم په فسلفي موضوعاتو کې سرمشق دي. خدای دې نور برکت هم درکړي.

  4. كاکړ Reply

    Gran Qarar sahib, stasi khabara sahi da che mong bayad da soley diplomacy ta hees wakht sha na kro. Zma pa nazar da Afghanistan da raes jamhoor policy kar warkarai dai aw tol region ye pa harakat rawastai. manana.

  5. Stanikza Reply

    رحمت الله نبیل له اوسنیو حالاتو څخه سیاسي استفاده کوي. دی چې دومره تکړه دی چې په پاکستان کی د ټولو ملایانو ځایونه ورته معلوم دي ولی عملیات نه کوي؟ ولي د کندهار د پېښې مخه نه نیسي؟ ولی د ده په وخت کی د افغانستان د جنګ تر ټولو مهمه اداره فلج ده. خو واضحه خبره ده چی دی تر خپلی دندې زیات د سیاسي استفادی او اختلافاتو پاللو ته ژمن دی. ده ته دا نه وه په کار چې د یوه ملک د استخباراتو د مشر په توګه له ځان څخه فیس بوکي څېره جوړه کړي او هره ورځ د پالیسی اړوند نظریات چی باید په خاصه حلقه کي یي مطرح کړي فیس بوکونو ته را وباسي. دی او امرالله صالح اوس تر استخباراتي زیات فیس بوکي څيري دي. امرالله خو بیا هم څه مسؤولیت نه لري لاکن دی خو رسمي مقام دی. باید داسي د دپلوماسي له چوکاټ نه وتلي حرکتونه ونکړي.

  6. سالارزی Reply

    د سولې مخالفت هغه څوک کوي چې په جګړه کې یې ګټې دي. له پاټکونو، قراردادونو او حکومتي انحصار څخه ګټه اخلي. دوی په هیڅ صورت د صلحې ملاتړ نه کوي. دا حقیقت دی چې تیر ځل هم د صلحې هڅي له افغانستان دننه څخه سبوتاژ شوی. البته دا کار هم پاکستان د خپلو عمیلانو په وسیله وکړ خو تاوان یي ملت ته رسیږي. ټلواله د هغوی ملګري هیڅ وخت صلحه نه غواړي ځکه چی د صلحي په نتیجه کی ولس نظام ته راځي او افغانستان کې د دوی رول کمزوری کېږي.

  7. Dr M Ehsan Raheemi Reply

    Qarar sahib likana de dera pa zara poori wa zama dera khwakha shwa , khu da da Arbike kalema me khukha na shwa zaka hokumat ke de mahalee polico pa nama yadegee byeda da ghughu hukomati nom wakhistal shee. pa meena

  8. zaringul Reply

    یاره ورورکه په دغو غورو او ببولالو به دخپل یار ټینګ نه شی کړای ، افسوس مي ستا خواري ده ، چی د یوه لیوني لپاره یي کوۍ زه دا آشنا پیژنم ، له دغه عصبي او ناروغه سړي چی دی د خدای له اور اواوبو وساتي اوموږ له ده څه نه جوړیږي ، که پاکستان نن هم په دي پوه شي چی ستا له دغې پالیسې څخه چی په ۲۲ توټونو خوشاله کیږې او قهر مو په خندا بدلیږي نور هم درباندې شیرک کیږي او پوره باور دی چی تاسو هم ورته ګډیږئ ، اشرف غني که رښتیا هم ځان ته دیوه ملت دمشرپه توګه اهمیت قایل وای نو په کنفرانس کی به یي ویلي وای چی دکندهار د ۵۰ بیګناه خلکو وژنه مو تحفه راکړه ، آفرین آی اس آی ، آفرین نواز شریفه ، خو دی چي ۲۲ ډزې واوریدې خان یی دومره غلي ونیو چی خدای مه کړه ، هیڅ هم نه دي شوي ، داحمله ولی بل وخت نه کیده ؟ دا حمله وه چي دهغې د خوشالۍ په مراسمو کی یې غني جان هم ورشریک کړ ، او داسې سیاسي ډزیی ورکړ چي شپږمیاشتي وروسته به یي په درد باندې پوه شي . قرارګله ته لا ماشوم یي ته تراوسه هم دسیاست په الفبا کی یي ، تراوسه هم نه پوهیږې چي ستا په لاس دلیکني په مقدسو الفاظو باندې دوی خپل عمر اوږدوي ، یو مهال به بیا پښیمانه يی ، همدا اوس یي ځان په هرڅه خبر کړه دغو یارانو چی بیواکه دي دا منزلت په حاسوسیو نیولي دي ، د بیروت د پوهنتون وروستی استخبارتي نیالګی همدا غني دي ، نوره دغه لړۍ په اسلامي هیوادو کې پای ته رسیدلي ، په دغو پسې مه ځئ او مه ورپسې ژاړې ، موږ پوهیږو چي غنی د مشرتابه کفایت نه لري ، ناروغ دی ، ځکه یی تصمیمونه اوکړني هم دیوې ناروغ کړني او تصمیونه دي په دي باندې یې باداران هم پوهیږي ، دی خپله هم پرې پوهیږي او موږ هم . غنی دکندهار د شهیدان قاتل دی ، باید ځان په دي پوه کړي چی پاکستان هم دهمدغه لوی قتل په خاطر ده ته هرکلي ویلی او په همدي خاطر به زرکه لږ وروسته ددغو بی ګناه شهیدان د وینوبدل ورکوي .
    هو ، یاره پاکستان ستا او ستا تر مشر ؟ څو څوځلی مخکې او پلانیزه د افغانستان بدمرغۍ ته سنګر نیولی اوزموږ د بدمرغۍ تر بدې ورځي نورې هم په مخکې دي .
    خدای دي پرموږ رحم وکړي او موږ دي د لیونیانو جهل نه وژغوري
    بس هم دغومره
    زرین ګل کټوازي له اندیا

  9. ساجدالله صافی Reply

    افغانستان كه هر چا وران کر نو افغان وران کر آؤ افعانان که هر چا ووژل نو افغان وژول. سوله هیڅکله د پاکستان په اراده کی نشته او نه د نریوالو پر موگ باندی لاوریگی موگ داسی خواخوگی نه لرو چی د سولی په پروسه کی صادقانه اجرات وکری. که چیری د نریوالو او گاوندیانو اقتصادی او سیاسی گتی د افغانستان د امنیت أو ثبات پوری وترل شی بیا به امکان ولری

  10. Fahim Reply

    جنگ په جینگه خوله نه گتل کیگی. د غنی خوله جینگه ده.
    آخر به قرار هم له حکومت لار شی تر سو به خپل وجدان فشار داوری.
    افغان حکومت پاکستانی طالبان و فشار د الی په توگه کارول . د هند..استخباراتو ،ملی امنیت او پاکستانی طالبان پاکستان کی دیر کار وکر.

    پاکستان به ورانوی یا و ورانوی

  11. زید Reply

    زه نه پوهيژم چه دا سوله به څنګه وی- جنګ څوک کوی، خبری دچاسره کیژی. (عجبه ده). که د پاکستان پوځ طالبان تر لاس رانیسی او د اشرف صاب شرطونه (دموکراسی) پری قبلوی، نو دا به د طلبه کرامو مشرانو ته یو ستر تا ریخی او نه جبران کیدونکی پیفوروی. کله چه سړی د طالبانو اوسنی دریځ ګوری دوی وایی چه تر ځو یو خارجی عسکر وی مونژ به جوړه د چاسره نه کوو او داسی نور. او سنی حکومت وایی چه مونژ په دا تیرو لاس ته راوړنو معامله نه کوو، نو دا دواړه دریځونه یو سلو اتیا درجی تفاووت لری چه هیڅ کوم مشترک شی سړی نشی پیداکولی. والله اعلم

  12. Ataey Reply

    محترم قرار صاحب ډیره ښه تفصیلی لیکنه د سولی په اړخونو کړی او ځینی اهم ټکی یی بیا تکراروم اول ځان جوړونه یا خپلو زړورو امنیتی قواوو ته پوره حقوق ورکول ،هغوی ته د مجاهدینو په حیثیت کتل ، د۱۳۰ زرو خیالی افرادو موجودیت په ملی معیار اعاده کول ،دامنیتی قواوو د ډوډی ، تیلو ،مهماتو او وسایلو دغلو شړل او د امنیتی قواوو ملی او معیاری کول هغه څه دی چه د زموږ ځواک ، روحیه او مؤثریت څو چنده لوړوی او ټول امنیتی افراد په اطمینان سره خپل وجایب اداء کوی او باور یی پر خپلو ملګرو او مشرانو زیاتیږی او جذبه یی هم پیاوړی کیږی او د بی غوری، غلا او نورو خینتو نه ذهن یی آرامیږی ځکه اوس دموږ لپاره تر ټولو خطرناک دښمنان کورنی غله تشخیص شوی

Leave a Reply to Fahim Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *