Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو پر بیا پیلولو موافقه کړې

تاند- د افغانستان حکومت موافقه کړې چې له وسله والو طالبانو سره به د پاکستان، چین او امریکا په مرسته خبرې اترې بیا پیلوي.

د پاکستان د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، دا پرېکړه د اسیا زړه کنفرانس ترڅنګ (حاشیه) په دوه اړخیزو او درې اړخیزوغونډو کې وشوه.

ورځپاڼې نه دي ویلي چې په دې غونډو کې درېم اړخ څوک و.

ورځپاڼې ویلي چې له طالبانو سره د سولې خبرو ته د افغانستان د حکومت د راضي کولو په هلوځلو کې څلورو هیوادونو د اسیا زړه کنفرانس ترڅنګ فعاله ونډه واخیسته.

ډان وايي چې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلولو اعلان د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وکړ.

د اسیا زړه کنفرانس په اعلامیه کې د طالبانو له ټولو ډلو او نورو وسله والو مخالفانو غوښتل شوي چې د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

8 total views, 1 views today

1 comment

  1. Dr.Popal Reply

    Without a proper ceasefire the peace talk is just providing sufficient time to Taliban to capture more districts and even provinces ,it is a national betrayal process! Prepare and arm your army !

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *