Categories

اعلان

Loading…

سيد شاه سعود او مينه / ليکوال: محب الله آرمل

مينه، یوه داسې کلمه ده چې هر لوستی او نالوستی سړی يې له مفهوم او معنا سره آشنا دی، مينه د زړونو ملکه ده، چې دايم يې په زړونو راج کړی او مين کسان يې د انسانيت تل ته وړي دي، مينه ژوند دی، هيلې دي، اوښکې دي او اندېښنې دي، مينه د انساني نړۍ هغه لوی فوځ دی چې د سنکندر په زړه کې يې د وحشت بل اور مړ کړ او نيول شوی ښار يې له ډېرو جګړو وروسته پرېښود، بې مينې ژوند نکيږي، مينه عواطف، احساسات، خواهېشات… روزي او د يوه کامل ژوند معيار پکې ځايوي… لنډه داچې مينه کرکه نکول دي.

البته مينه منفي اړخونه هم لري چې هغې ته موږ بيا مينه نشو ويلای، مينه يانې مثبت چلند کول د الله پاک له مخلوق سره خو افراط پکې ښه ندی، مينه د خوړو په شان ده که يو چاته تر اندازې زيات خواړه ورکړو ممکن معده يې په درد شي، دغه شان له حد زياته مينه هم ستونزې زيږولی شي. خو تاسې راځئ چې سعود مينې ته څنګه مخاطب دی او د مينې په اړه د خپلې فلسفې او خيال په زور څه راته وايي .

پخوا به تندر ته ورغاړې وتم

سید شاه سعود

سید شاه سعود

اوس چې باران شي ماته ته يا دېږې

موږ لږ مخکې د سنکندر په اړه ولوستل چې يو ښار يې ونيوه، په ښار کې يې ډېر وينې وبهولې او غوښتل يې عام قتل وکړي او ټول ښار يان تر تېغ تېر کړي خو پدې منځ کې يې زړه په يوه پېغله بايلود، مينه يې زړه ته ننوته، د ده په زړه کې د وحشت، قتل او ظلم پروت لښکر يې مات کړ، سنکدر له پېغلې وغوښتل چې څه غواړي! پېغلې ورته وويل چې فوځونه لدې ښاره وباسي او قتل عام ونکړي. سنکدر چې د مينې د لښکر زور ورسره نه و له ښاره ووت او د پېغلې خبره يې ومنله. سکندر بې زړه شو او بې زړه سړی بياجنګ نشي کولی .

په سعود هم د سکندر کانه شوې ، د مينې يوه نازک اړخ ته نغوته کوي او وايي چې پخوا به له هېڅ خطر او تحديده نه ورېدم، په زړه کې مې خوف و ريجا نه وه، مګر اوس چې مازې راياده هم شې نو اوښکې روانې شي يا چې باران شي راياده او ورسره زما سترګې لمدې شي. سعود چې اوس مين شوی د ځان قدر د بل له خاطره کوي.

کله چې زړه تنګ وي، سړی خپه وي او درد پرې غلبه کړي وي، نو خوب ورک شي، خوب هغه وخت له سترګو ورکيږي چې سړی د مينې په لومه کې بند شي او د خوشې کېدو لپاره زړه هغه چاته ورکړي چې لومه ورسره وي نو که بيا هماغه کس درسره وو، هرڅه شته او کنه نو آن خوب به هم نه درځي. يوه لنډۍ راته وايي :

وخت د ديدن د برښنا پړک وي

د جدايۍ يوه لحظه کلونه وينه

ددې لنډې په معنا هرڅوک پوهېږي خو سعود په د لاندې بيت کې نږدې همدا خبره کوي مګر ممکنه نده چې دټيټ ذوقه کسانو سر پرې خلاص شي. سعود وايي .

زمانه ډېره اوږده وه ما خيال تړلې نشوه

زلفې نه وې او تياره مې په دسمال تړلې نشوه

عقل يوه لويه الهي ډالۍ ده، د انسان بهتري په نور مخلوق عقل او خبرې دي، عقل د هر عاقل انسان په ککرۍ کې شته، او تابع د خپل مالک يانې انسان دی، دی په هر وخت او هر ځای کې د انسان ملګري کوي، حتی که يو انسان د يوه غير اخلاقي عمل نيت هم کوي لاره چاره، تېښته، له مشکل د خلاصون طريقه هم عقل ورکوي، عقل داسې ملګری ندی چې له چا مرور شي يا بې وفا او مطلبي وي بس درسره دی، خو له عقل نه کار اخستونکی کس مفکر بلل کيږي او هغوی چې له عقله سم کار نخلي کم عقل ندی بلکې د خپل عقل په اهميت نه پوهيږي او ناسم يې کاروي، کله چې له عقل سم کار واخستل شي نعمت دی او کنه نو غميزه هم ده، مګر مينه په هر حال کې بې ضرره ده، سعود وايي.

مينه ده خو چاته هم د مينې رڼا نه رسي

عقل دی، د عقل ګمراهي ده او خبرې دي

خوار هغه څوک دی چې څوک نلري، موږ وايو خوار هندو دی چې اېمان نلري، مينه شتمني ده، که مينه نه وي او ژوند ته مو ونه هڅوي پيسې خوشالي نشي راکولی، خو د مينه څښتن په نشت امکاناتو هم خوښ ژوند کولی شي، همدا مضمون سعود په ډېر ظرافت او تازګۍ په موزونو لفظونو کې په ډېر هنر ځای کړی، دی وايي:

زه تانه پس هم تالرمه او ته ما نلرې

خوار شوی زه يمه کم عقلې او که خواره ته ېې

سعود چې مينې يې په زړه او نظر کې ځان ځای کړی، د انتخاب چل ترې ورک دی، دغسې خو کله ناکله سړی په دوو کې حيران شي يانې د پړانګ او پاڼ تر منځ بند پاتې شي او يا کله کله په يو انتخاب کې دومره غرق شي چې نوره نړۍ يې له سترګو پنا شي، د مينې سمندر دومره لوی شي چې آن خپل ځان هم پکې نه ليدل کيږي، په لنډۍ کې اورو :

دوه عاشقان چې سره يو شي

په نورو خلکو د ړندو ګمان کوينه

او سعود بيا د لنډۍ په لږ او ډېر تاېئد د خپل مضطرب انتخاب په اړه وايي :

يو خوا ته، ته يې بلخوا ته يې بله خوا هم ته يې

دې کې به حق د انتخاب چاسره څه پيدا شي

ډاکټر اسرار اسرار وايي :

په آخرت کې به مجنون ته وايم

زه هم عاشق وم خو مزه مې نه وه

د اسرار صيب دغه بیت د سعود دې لاندې بيت را ياد کړ، د خپل پت او عزت ساتنه په اسلام او پښتو کې يو مهم اصل دی، دا خبره خو ټول منو مګر سعود پدې لاندې بيت کې دا راته وايي چې پت او عزت په څه ساتل کيږي ددې مهمې ساتنې يو وسيله کومه ده له سعود يې واورئ:

خېر دی مجنونېږه مه خو پت چې پرې پاللی شې

دومره مينه زده کړه بس چې زړه د چا ساتلی شې

کله چې موږ يوکس نه پېژنو، چې په اړه يې معلومات نلرو، چې را باندې ګران نه وي، چې پرې مين نه و، چې د زړه ټوټه مو نه وي، چې ليدل او نه ليدل يې راته بې معنا وي، نو په کيسه کې يې هم نه وو، مګر کله چې ورسره وتړل شو، ورسره بلد شو، درک يې کړو، و يې پېژنو او … نو بيا يې ايله بيله په اهميت پوهېږو سعود وايي :

چې راتللې نو وصال درسره نه و

ښه شوه لاړې خو له مانه جدا نشوې

د مينې متضاد حالت کرکه ده، که څوک نفرت کوي په حقيقت مينه نکوي، او څوک چې ستاسې سره کمه مينه هم ولري نو مه ترې ورېږئ. سعود وايي:

الله د نکړي خو نفرت به مو له منځه يوسي

د زړنو منځ کې فاصېله د قام په ګټه نده

سعود چې له کرکې کرکه کوي او ورته د زغملو نده نو داسې هم وايي :

مات شه لاسونه چې تر منځه دېوالونه وهي

ګونګۍ شه ژبې د نفرت په خورولو باندې

مرګ او ژوند چې غير محسوسې پديدې دي شاسعود يې محسوسې بولي، دی پدې اند دی چې څوک مينه نه پېژني هغه ژوند ته د تلو لار نلري او د غير ژوندي کس په جم دی

بې له مرګه څوک په مينه نه پوهيږي

بې له مينې ژوندانه ته لاره نشته

کار کول، روحيه غواړي، خو بې کاره د ژوند کول سخت دي، هغه شېبې چې د کار په کولو يې ډکوو که کار نه وي تېرول يې له کړاوه ډک وي، کار چې ژوند ښه ورسره تېريږي، مهم دی، مګر هغه وخت لا مهم دی چې ته ملګری او بيا يو هڅونکی ملګری ولرې سعود وايي :

ته چې نه يې د ژوند کار کولی نشم

راشه راشه انتظار کولی نشم

لنډۍ راته وايي چې

د يدن د سر په بدله دی

چې سر ساتې خاورې به وکړې ديدنونه

ځينې پخواني نکلونه او افسانې هم دا خبه راته کوي چې مينه په ډار نه کيږي، بلکې قربانۍ او سرښندنې ته اړتيا لري خو دا يوازې د مين او معشوقې مينه نده، د مينې نور اړخونه دومره سخت ندي چې سړی به ، تر سر او ځان يا ژوند ورته تېريږي، يوازې کرکه نکول مينه ده ، خو سعود هماغه مينه چې لنډۍ يې هم يادونه کړې راته تعريفوي

څوک به څه چاله دعوت د مينې ورکړي

چې آزان لکه بلال کولی نشي .

تداعي يو ادبي صنعت دی او دې ته وايي چې يوڅه ووينې، واورې، يا ولولې او په رابطه يې هماغسې ورته خبره، ياپېښه در په ياد شي، سعود چې د خپل جانان د کلي د غره څوک وينې نو ده ته جانان ورياديږي، دی وايي نه، مګر دا زموږ ټولو تجربه ده، چې ځينې خاص مکانونه خامخا يوه تېره خاطره را تازه کولی شي، سعود وايي .

څومره هېلې به مې زړه کې اوړېدلې راوړېدلې

ستا د کلي د غره څوکه مې له کوره ښکارېدله

مينه مينه ده، سعود کابو په هر غزل يو ځل خامخا په مستقيم يا په غير مستقيم ډول مينې ته مخاطب شوی، ده د مينې په اړه ډېر څه ويلي او د خپل خيال او فلسفي په سيند کې يې لمبولي دي … د سعود او مينې تړاو بيخي کلک دی او ددې خبرې معلومات ده له لاندې بيت راته کيږي :

څوک چې مينې ته ګنا وايي سعوده

ورته وايه ګنهګاره خلک ښه دي

پای

۱۳۹۴-۹-۷

د ښاغلي ارمل نورې لیکنې

14 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *