Categories

اعلان

Loading…

فکر وکړئ/ جمشیدعمرعمر

که په یوه لري ځای کې یوه رڼایي وینئ، نو فکر ته مو سل خبرې راځي، چې دا به لاټين وي. ګروپ به وي… او داسې نور شیان مو زهن ته تداعي کیږي؛ خو چې ورنیږدي شی بل شی وي او ستاسو د فکر خلاف وي. که مو کوم ملګري په لاس کې پټ یو څه نیولي وي او له تاسو نه وپوښتي چې ماسره به څه وي؟ دا به وي، نه دا به وي، خو بلاخره حقیقت بل څه وي.

په صنف کې استاد پوښتنه کوي، چې (فکر څه ته وایی؟). د هره خوا ورته هر یو خپل مثبت نظر ورکوي او هیڅوک هم داسې خبره نه کوي، چې استاد ته دي تري زیان ورسیږي، خو اخر نتیجه بله وخیژي.

که یو څوک څه لیکي او یا وایي، نو هغه که د اسلام (قران او حدیث) پورې هم اړه ولري، نو پري فکر کول پکاري دی، چې ده دا خبره کړي ایا ریښتیا هم د الله او د هغه د رسول خبره ده او کنه دده خپله ده؟ بیا که دده خپله خبره وي، دا بیا هیڅ کله د منلو وړ نه ده، ځکه د الله او د هغه د رسول خبره موږ ته د منلو وړ ده نه د بل چا.

اوس که یو څوک د یو څه په اړه یوه خبره کوي، موږ ته پکاره ده چې په اړه یې فکر وکړو چې دا خبره څومره ریښتیا ده؟ په لیکوالی کې استاد اجمل ښکلی وايي: کله مو چې یو څه لیدل شک پري وکړی، چې ولی داسی دی؟ او موږ سره به یې سم ځواب څه وي یعني که وایو چې دا ګیلاس ولی داسي دی؟ نو موږ سره به یې سم شکل څه رقم وی.

په دي ورځو کې په فیسبوک کې د ځینو خلکو ترمنځ دومره کینه ولیدلي، چې یو بل ته د مور او خور ښکنځلي کوي. فکر کوم چې قرار پښتانه تروریست یاد کړي او نورو نو پښتنو ورپسې پيل کړي چې دا داسی دی او دا داسی دی…

ما خو یې لیکنه نده لوستي، خو چا چې لوستي، هغوی دي په ارام مغز فکر وکړي، چې ریښتیا هم پښتانه تروریستان دي او کنه؟ کیدای شي هغه یې دلیلونه ښودلي وي. زه دا نه وایم چې ده دا ښه کار کړی، ولی چې لیکوال باید داسي څه ونه لیکي چې د ټولنې په زیان وي. خلک راوپاروي… د خلکو په منځ کې د کیني اور بل کړي.

موږ همیشه د احساساتو له مخې فکر کوو او پایله یې بیا پښیماني وي. مخکې له دي چې د یو څه په اړه نظر ورکړئ، فکر وکړه چې زما نظر سم دی او کنه؟ نظر مي دي موضوع سره ربط لري؟ لیکوال څه وايي او زما سره څه ځواب دي. که درسره ځواب سم و او کنه، خو باید چې لیکوال په نظر کې ونیسئ او بیا ځواب ورکړئ.

که امکان لري، تیر شه تري او هسي بي ګټې خبري او احساساتي خبري مه کوه؛ چې هم ځان پوري خلک وخندوي او هم درنه نور متضرر شي.

موږ همیشه سپي پسې منډه کړي او خپل غوږ مو ندی لیدلی. که موږ ته چا ویلي چې هلکه فلاني درپسې داسې خبرې کړي، نو مخکې له دې چې قضاوت وکړو، چې ریښتیا هم ده داسې خبرې کړي او که هسي د سر چوک خبرې دي، ورغلي یو او سړی مو راڅملولی او وهلی مو دي، خو وروسته حقیقت بل څه و.

تر ټولو ښه کار دا دي؛ چې د هر شي په اړه مثبت فکر وکړئ. یوه لیکنه پوره ولولئ او بیا قضاوت وکړئ.

209 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2