Categories

اعلان

Loading…

د کابل ــ اسلام اباد اړیکې او راتلونکې سوله/ ذبیح الله خورشیدی

دا ښکاره خبره ده که ولسمشر غني پاکستان ته له سفر کولو ډډه کړې وه د نواز شریف څېره او د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس به له سختې ناکامۍ سره مخ شوی وای .

نو ځکه لومړي وزیر نوازشریف نه غوښتل نړیوالو ته خام ثابت شي نو د دې لپاره یې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په وساطت پر غني فشار راوړ چې د افغانستان لپاره په دې سیمه ییز کنفرانس کې برخه واخلي څو په دې بهانه دوه اړخیزه خبرو ته یو فرصت برابر شي چې اسلام اباد په کابل خپل بایللی باور بېرته ترلاسه کړي

ولسمشر نه غوښتل چې په دې کنفرانس کې برخه واخلي او یوځل بیا د پاکستان تشې ژمنې تکراري واوري خو، یو بل نړیوال فشار او بل پلو د افغانستان لپاره مهم وه چې دې کنفرانس کې برخه واخلي نو ځکه نن د یو پلاوي په ملتیا اسلام اباد ته ورسېد.

پاکستان له غني سره په لوبه کې خپل هغه باور زیانمن کړی چې په لومړیو کې پرې افغان حکومت کړی وه خو اوس د دې باور تر لاسه کول وخت او د پاکستان له لوري افغانستان سره ریښتینې همکارۍ ته اړتیا لري.

په پاکستان د ملي یوالي حکومت هغه مهال بې باوره شو کله چې په کابل کې بریدونو زور وکړ او د سولې په اساسو خبرو کې د وسلوالو طالبانو د مشر ملا عمر مجاهد د مړینې پیغام خپور شو چې د سولې دویم پړاو خبرې یې سبوتاژ کړې.

که څه هم ولسمشر غني باور لري چې پاکستان له کلونو راپه دې خوا د افغانستان سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکیل ده خو، اوس ښکاري چې داځل به ولسمشر پاکستان ته ډېرپه سپینه ووایي چې ستا سې له هېواده نور باید د افغانستان د ورانولو غږ پورته نه شي.

له بلې خوا په سیمه کې ترهګرۍ د سیمې هېوادونو په تېره روسیه او امریکا ورخطا کړې چې ښایي د دوی ګټې له خطر سره مخ شي.

د داعش د ځپلو لپاره د روسې احتمالي لاس وهنه ډارونکې ده نو په ډېر احتمال ویلی شم چې امریکا په پاکستان فشار زیات کړی څو د روسیې احتمالي لاس وهنې لپاره وسلوال طالبان افغان حکومت سره خبرو ته تیار کړي.

دلته د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي فشار پر غني د دې اداعا ښکاره ثبوت کېدای شي.

د افغان حکومت لپاره د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس یو ښه فرصت کېدای شي چې د سیمې هېوادونو ته د پاکستان په تړاو شکایت وشي چې دغه هېواد د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او له بلې خوا په خپله خاوره کې ترهګر روزي چې د افغانستان په ګډون یې سیمه نا ارامه کړې نو ځکه دلته راکړې ورکړې کمرنګه ښکاري.

له دې سره پاکستان هم په وېره کې ده چې په دې کنفرانس کې د دوی په خلاف د سیمې هېوادونه بې باوره شي نو ډېر به کوښښ وکړي چې داځل په ریښتیا هم همکارۍ ته اړتیا شته.

که څه هم په دې کنفرانس کې به ډېر نوي څه نوي خو نړۍ به لاقل په دې بیا هم پوه شي چې پاکستان یو ترهګر هېواد دی چې په سیمه کې د افغانستان په ګډون د دوی ګډې ګټې له خطرونو سره مخ کړي.

ولسمشر غني باید ډېر کوښښ وکړي چې د سیمې ملاتړ په دې کنفرانس کې راجلب کړي او د پاکستان اصلي څېره د سیمې هېوادونو ته بربنډه کړي چې کابل د اسلام اباد سره څه وکړل او اسلام اباد د کابل سره .

په همدې هیله

226 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2