Categories

اعلان

Loading…

نوازشریف: د افغانستان دښمنان، د پاکستان دښمنان هم دي

تاند- د پاکستان صدراعظم محمد نوازشریف د اسیا زړه کنفرانس ته وویل، د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان هم دي او امن افغانستان د سولې لپاره خورا مهم دی.

محمد نوازشریف، چې نن /چهارشنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس ته وینا کوله، وویل:«افغانستان خپلواک او د ملي حاکمیت خاوند هیواد دی او نړیواله ټولنه د دغه هیواد ملي حاکمیت ته درناوی کوي.»

ښاغلي نوازشریف له ټولو ګاونډیانو او د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو پیاوړتیا ته د پاکستان پر ژمنتیا ټینګار وکړ، او د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا او له یو بل سره د سیمې د هیوادونو د وصلېدو غوښتونکی شو.

د اسیا زړه کنفرانس تر پرانستل کېدو مخکې د پاکستان صدراعظم د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تود هرکلی وکړ.

د ښاغلي غني هرکلي ته نوازشریف، د پوځ لوی درستیز راحیل شریف، دفاع وزیر، د سمندري ځواک او هوايي ځواک درستیزوالان اسلام اباد ته څېرمه د نورخان هوايي اډې ته ورغلل او د درناوي په دود یې ۲۱ توپونه فیر کړل.

مخکې تر دې چې کنفرانس پرانستل شي، ولسمشر غني د پاکستان په بهرنیو چارو وزارت کې له نوازشریف او نورو پاکستاني چارواکو سره مفصلې خبرې وکړې. د دغو خبرو جزییات تراوسه څرګند شوي نه دي خو غالباً به دواړو خواوو د سولې د پروسې د پیلېدو پر لارو چارو خبرې کړي وي.

15 total views, 1 views today

1 comment

  1. shakir Reply

    دا پاکستانیان نه شرم لری او نه حیا دومره سپین سترګی چی پاکستانیان دی بل هیڅوک نه شی کیدلای، د طالبانو شورګانی مرکزونه په پاکستان کی دی دوی بیا وایی چی د افغانستان دښمنانان د پاکستان دښمنانان دی. همدغه د افغنستان دښمنانانو ته پاکستان په سپینه ورځ وسله او تربیه ورکوی افغانستان ته یی رالیږی بیګناه افغنانان ورباندی په شهادت رسوی او بیا وایی چی د افغانستان دښمنان د پاکستان دښمنان دی. تو لعنت شه په دومره سپین سترګی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *