Categories

اعلان

Loading…

تر ښکنځلو او سپکو راځئ د فرضيو د ثبوت مخه ونیسی/ سيد سميع الله راشد

په افغانستان کې فيسبوک، قلم، علم، د پوهنتون استادي او تش په نوم پروژوي او له کرکې ډک خوځښتونه له هغو سره دي چې تر ډيره کمزوری منطق لري او په زړه کې يي پخوانۍ عقدې وي، دلته اوس هم روڼ اندی تر نورو ډير ړوند دی، دلته اوس هم د پوهنتون استاد تر يو غټ سياسي رهبره يا ان بيخي نالوستي په دې وطن کې د شرارت تخم شیندي، دلته اوس هم هغه چې حقايق وايي يا يي ويلی شي په يو او بل نوم تورن شوي، ځپل شوی، ښکنځل شوی او باالاخره غلي کړای شوي دي.

زما دا خبره يوازې يو مشخص قوم ته نه بلکې له خپل قومه چې په ژبه يي ورته لیکل کوم شروع کوم، زه منم چې هر ناورین له پښتون ميشتو سيمو را پيل شوی دی، طالبي وحشت، داعشي وحشت، انګريزي او چنګزي وحشتونه ټول له پښتون ميشتو سیمو را پيل شوي دي او ټول افغانستان ته رسيدلي دي، خو دلته پوښتنه دا ده کله چې په هلمند کې سره اورونه بل وو، کله چې په ازرګان کې پر ودونو بمبارۍ کيدې، کله چې د هزاره وو حکيم شجاعي په ازرګان کې سل پښتانه مشران ووژل، کله چې په زنګاوک کې وحشي امريکايي پر يو کور ننوت شپاړس بې ګناه افغانان يي شهيدان کړل، کله چې داعش خلک په اچين کې پر ماينونو کينول، کله چې داعش په ننګرهار کې نوی تولد شوی ماشوم دوه ځايه کړ، کله چې په پښتون میشتو سيمو کې زرګونو ښوونځي وتړل شول، کله چې د پښتنو هر کلی ناامنه شو، کله چې پښتون د ۲۱ پيړۍ له سيالۍ شاته پاتې کيږي، کله چې پښتانه کدرونه له خپلو کلیو،کورونو او ان مړو او هدیرو بې برخې شوي دي…..

ولې يي دا نور قومونه پر دې مظلوميت چوپ دي او غږ نه پورته کوي، آيا په دې وطن کې يوازې يو قوم ته کار کول يا د ځان په خاطر غږ پورته کول مدنیت دی؟ زه خو وايم دا مدنيت نه تعصب، کرکه، شرارت، پرديو ته کار او د لا ډيرو عقدو پنځول دي. تاسو وګورئ زه په ټولو قومونو کې ملګري لرم له ټولو سره ښه راشه درشه لرم او د ټولو له زړونو خبر يم په ډيرو پټو او ښکاره ناستو کې يي ناست پاتې شوی يم، او په لیکنه کې مې هيڅ مشخص قوم هدف نه دی خو کله چې وطن سياسي،تروريستي، اقتصادي، کلتوري ‎، قومي، مذهبي،استخباراتي، ايديولوژيک،ایراني،پاکستاني، روسي، امريکايي او سمتي ناورين په سر واخلی بايد ځينې حقايق و وايو، زه په دې لیکنه کې د پښتنو دفاع نه کوم بره مې چې د کومو ستونزو يادونه کړې دا ټولې پر ما روانې دي او تيريږي بیا يي نه يادوم دلته نور قومونه مخاطب کوم ځکه نن پر پښتون ولس باندې چې کوم ناورين او د وينو بوی راج چلوي موږ کلونه تحمل کړی او سینه مو ورته سپر کړې ، نه مو کلی خوندي دی نه مو هم سیمه ،ښونځی او پوهنتون،خو په نورو قومونو چې ډيره کمه سختي هم راشي بیا نو ستوني وشکوي، قوم ښکنځي، مشر ښکنځي،نظام ښکنځي، ارزښتونه او ان تاریخ ښکنځي.

زه دلته درته په لنډو کې څو ټکي يادون: يو: کله چې د داعش غږ پورته شو، دا غږ په ننګرهار او هلمند کې پورته شو،محمد محقق ولې په میدان وردګو، غزني، دايکندي او نورو سيمو کې پر هزاره وو وسلې ويشلې، آيا دلته افغانیت، اسلاميت، انسانیت يوازې په هزاره خلاصه کيږي؟ آيا د ننګرهار، کندهار، هلمند او… خلک افغانان، انسانان او مسلمانان نه دي؟ آيا محقق د خلکو په نوم تر دې ځایه نه دی را رسيدلی؟

آيا محقق پوی دی چې دوی اوس د هزاره وو استازی نه بلکه د افغانانو استازی دی؟ دوه: کله چې په شمال کې پښتانه کلونه کيږي په بیلابیلو نومونو ټکول کيږي، ځورول کيږي، ځمکې يی غصبیږي، قومي عقده من يي پر کورونو ور خيژي، ځمکې يي نيول کيږي، د طالب، تروريست او ترهګر تور پرې لګول کيږی،ولې په شمال کې هيڅ سیاستوال غږ پورته نکړ، ولې دوستم يوازې د ازبکانو د ژغورنې په خاطر څو وارې شمال ته ولاړ؟

ولې عطا محمد نور په پټه قومي عقده من قومندانان د پښتنو پر ضد تحريک کړل؟ آيا اچين، هسکه مېنه،ارغنداب، خاک افغان،په شمال کې پښتون ميشتې سيمې ددې وطن يوه برخه نه دي؟ درې: کله چې نور قومونه په فيسبوک او نورو پاڼو کې اشرف غني، حنيف اتمر، کرزي يا نورو ته کنځلې کوي، تورونه پرې لګوي، مهم دولتي اسرار افشا کوي، د امنيت شورا پر سلاکار او نورو مامورینو نيوکې کوي دوی ولې د يونس قانوني د زوی، زبیر مسعود او…. پر ضد غږ پورته نکړ؟

آيا دوی پوی دي چې دلته هر څوک د ژوند، کار،سیاست او مخ ته تګ حق لري؟ آیا دوی پوی دي که د کار اهل کار ته د سپارلو خبره وي نو د محقق، دوستم،عبدالله،سروردانش، کريم خلیلي او… په دفترونو کې د بل قوم څوک شته؟

څلور: آيا دوی چې حنيف اتمر ښکنځي دوی په دې پوی دي چې دوی يوه ګوته اتمر او څلورې نورې يي ځان ته نيولي دي؟ آیا دوی کله له ځانه پوښتنه کړې چې دوی په کابل کې د خميني، قم،خامنه اي، سوريي او عراق د جګړې په خاطر نورو ته خدمت کوي؟ آيا دوی خبر دي چې په دې وطن کې له خپلې خولې سره د سمې خبرې کولو حق لري او ارزښتونه نشي ښکنځلی؟ آيا دوی کله له ښاغلي اتمر سره کيناستلي دي چې اتمر په زړه کې دې وطن ته څه لري؟ زه په لیکنه کې کله هم د اتمر پلوي نه کوم،خو هغه څه چې وايم له درده يي وايم. له اتمر سره هيڅ ډول سمتي،حزبي، فکري او… اړیکې نه لرم خو په يو څه ښه پوی هغه دا چې اتمر د خلکو د زړه له دردونو را پورته شوی هغه سياسي مفکر دی چې که چيرې يي ملاتړ وشي،تر څنګ يي افغانان ودريږي پر شته معقول سياست او دريځ به ډير ژر افغانستان له شته ناورين څخه خلاص کړي او ښه به وي اتمر صیب ته هم يو ډاډ ورکړم دا ځکه چې دی شونې ده ځينې قصدي او د پرديو په ګټه را پاريدونکي عقده مند چلندونه تر خپل اغيز لاندې راولي ده ته به یوازنی ډاډ د الله قول وي چې فرمايي (وَقُلْ جَاء الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا ﴿۸۱﴾ . .

پنځه: دوی وايي چې موږ مدينت ته مخه کړې. آیا مدنيت د يو قوم ښکنځل دي، آيا مدنيت پر يو قوم د څو لسيزې زیاتي پر وړاندې چوپتيا ده؟ آيا مدنيت يوازې د اوو هزاره ګانو وژل دي؟آيا مدنيت له حنیف اتمر او نورو سره عقده مندانه چلند دی؟

شپږ: په افغانستان کې هر قوم قرباني ورکوي تر نورو ډيره يي پښتانه. آیا دوی خبر دي کنه، چې پښتانه، پښتو ژبه او پښتانه کدرونه نن چيرې دي، آیا دوی کله يو پښتون ته دومره قدر ورکړی دی لکه پښتنو چې د دوی خليلي،دانش، محقق، عبدالله، امرالله او… ته ورکړی دی؟

دوی دې يوازې يوه بیلګه را وښيي، دوی دې يو ژوندی مثال راکړي. اوو: تعصب حرام دی. دا زه نه وايم اسلام وايي،آیا د دوی کوم مشر په پښتو ژبه خبرې کولای شي، د دوی کوم عقده من او پردی پالی ځوان په پښتو ژبه لیکل، لوستل او خبرې کولای شي؟د دوی په کومه اداره کې په تیرو درې سوو کلونو کې کوم مکتوب په پښتو لیکل شوی دی؟

که د تعصب خبره شي له پښتنو پرته په دې نيا کې ټول متعصبین دي، ځکه پښتون ازبکي زده کړې، دري يي زده کړې، بلوڅي يي زده کړې خو دوی د تعصب او کرکې له امله کله هم پښتو نه زده کوي.

اته: که چيرې دوی ترهګر پښتانه بولي، په دې مانا چې د ترهګرو مشران پښتانه دي نو تروريزم بیا له کومه شو؟آيا دوی دا حقیقت درک کړی دی چې روانه نښته پر پښتون ميشتو سيمو ور تپل شوې ده؟

که چيرې تروريزم غندو نو تر حکيم شجاعي غټ ترهګر چیرې دی؟ که ترهګرۍ غندو نو ایران، قم، او پرديو افکارو،مصطلحاتو او نورو ته کار کول او په دې وطن کې يي تر دود کولو بله غټه ترهګري شته؟ نهه: دوی په ټولنیزو پاڼو کې يوه خبره ډيره کوي چې کوم هزاره د پښتون ښځه يا سپين ږیری وژلی دی؟

زه به يي ور وښيم په ازرګان کې حکيم شجاعي سل پښتانه مشران وژلي دی، په باميانو کې د پښتنو زرګونو جريبه ځمکې غصب شوي دي، په جلریز کې د پښتنو کوچيانو ښځې د محقق اربکيانو پوستو ته خيژولي دي. ولې چوپ يو، ولې رښتيا نه وايو، هر قوم د ځان پر ضد عقده له ځانه پنځولې. په زابل يا بل هر ولايت کې چې څوک د ځان يا پردۍ ايډيالوژۍ په نوم څوک وژني که پښتون وي، که ازبک يا هرازه او یا هم تاجک نو نه افغان دی، نه انسان او نه هم مسلمان. زه دا په ډاګه غندم. دوی دې هم جرات وکړي او د شجاعي وژنې، د محقق قومي تعصب او د عبدالله د شمالي ټلوالې افکار دې وغندي راځئ دا ګز دا ميدان.

لس: ولې هر مسولیت پر ولسمشر ور واچول شي، آیا دوی خبر دي کنه چې د عبدالله له ډيرو سياسي بې شرميو وروسته واک، وزارت، ولايت او سياست پنخوس پنځوس سلنه مساوي ويشل شوی دی،آیا دوی خبر دي چې د امنيت شورا په ټولو مهمو تصاميمو کې د دوی محقق، زبیر مسعود، د يونس قانوني او…زامن هم ناست وي او تر اوسه اتمر يا ولسمشر هيڅ فردي تصميم نه دی نيولی که يي نیولی وي دوی دې را وښيي خو هڅې يي کړي دي ایا د دوی هیر دي چې همدې امنيت شورا په زابل کې د تر ټولو سترو عملیاتو پريکړه وکړه. راځئ د عقدو د ډيروالي پر ځای يو والي ته کار وکړو، هزاره دې په دې فکر وکړي چې دوی کومه ستونزه لري چې د هرې دسيسې ښکار کيږي، که دوی نن په دې فکر ونکړي نو سبا به کيسه لا نوره پسې خرابه شي ځکه طالباني منحوسه او کرکجنه پروژه نوره د زوال په زۍ ولاړه ده، داعش پروژه پيل شوې، خو داعشي پروژه په قومي عقدو نه بلکه د افغانانو په ملي يو والي ګټل کيدای شي،که هزاره مشران د هزاره ګانو خونديتوب غواړي مهرباني دې وکړي دوی دې داعش په ننګرهار کې وځپي څو تر باميانو او دایکندي يا بهسودو پورې ونه غځيږي،داعش فرضيه ده، خو ثبوت يي هغه وخت شونی دی چې دلته ملي يو والی نه وي او دا فرضیه به همدا چې نن قوم، ژبه، شخصيتونه او مشران ښکنځي ثبوب ته رسوي. نو که په قومي عقدو کې غرق خلک د ځان خونديتوب غواړي را دې شي د اتمر د ښکنځلو پر ځای دې هغه ته مشوره ورکړي،را دې شي ولسمشر ته د کنځلو پر ځای دې د ستونزو حل لارې را وباسي او که نه غواړي چې لا ستونزې ډيرې شي له واقعيت سره دې يو ځای شي او دا واقعيت يوازې او يوازې افغانيت او اسلاميت دی.

په درنښت سيد سميع الله راشد

55 total views, 1 views today

1 comment

  1. Ataey Reply

    که لږ شاته وګورو لږ تر لږه تیر شل یا ۲۵ کالو ته ځغلند نظر واچوو ،جاهلی تعصبات ،نفاق ،قومی، سمتی او ژبنی متعفن تعصباتو ته نورو دمنطقوی افغان دښمنه کړیو په مغرضانه او منافقانه خواخوږی او غولوونکی ملون اهداف چه دملی منافعو او ملی قوت ضد دی شروع کړی او هغه لوی جهادی ، دملی ګټو ساتونکی او د اجنبیانو د سترګو اغزی ( پښتانه) په سر کی هدف ګرځی نور اقلیتونه هڅول کیږی ،غلط جهت دملی ګټو په ضد ورکول کیږی ،متأسفانه دغه خام او لوبیدلی مستعمل لیډر او رهبر چه شخصی او ګروپیک ګټو یی په سترګو پردی غوړولی او بصیرت او بینایی ضعیفه کړی نشی کولی اولویتونه تشخیص کړی نو ځکه ملی قوت او ملی ګټی تر شا شوی یا کاملا هیری شوی دی
    نو دیو مؤثر او غالب ځپل شوی اکثریت دبقا او مثبت رول دملی ګټو په جهت کی باید دقوی اتحاد او ورورولی لپاره د یو قوی اکثریت قیادت ایجادول اوټاکنی ته شدیدا اړ یو او نور غفلت به نه تنها جرم بلکه لوی جنایت به وی پدی قوت او رول سره کولی شو به ټولو قضایاوو کی قاطع او فیصله کن رول په اصلاحاتو کی ولوبوو غیر له مرصوص صف نه هیڅ مؤثر اومثبت رول نشو ادا کولی او لکه تیر ۱۳ کاله به دنورو د خائنانه معاملو ښکار وو..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *