Categories

اعلان

Loading…

اسفندیار ولي خان په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس د دوو هیوادونو د اړیکو لپاره ښه فرصت وباله

تاند- د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې منتقد او د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، د اسیا زړه کنفرانس به له افغانستان سره د اړیکو له پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې له تینګښت سره مرسته وکړي.

ښاغلي اسفندیار ولي خان د سې شنبې په ورځ دا بیان د باچا له مرکزه مخکې تر دې خپور کړ چې وسله وال انتحاریان په کندهار کې ډله ییز بریدونه وکړي.

پاکستاني رسنیو د ده دا پیغام په داسي وخت کې خپور کړ چې په کندهار کې تروریستي حملو دوام درولود.

دا بریدونه په افغانستان کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د هغو کړیو له لوري بلل شوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو او په سیمه کې د سولې او ثبات مخالف دي.

اسفندیار ولي خان د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د ثبات او مثبتو دیپلوماتیکو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

«موږ د نړۍ په نقشه کې بدلون نه شو راوستلی چې څوک مو دې ګاونډي وي، عاقلانه دا ده چې له افغانستان سره دوستانه او سالمې اړیکې ولرو.»

ده په عین حال کې ویلي چې په اوس وخت کې د دوو هیوادونو اړیکې ښې نه دي.

ښاغلي اسفندیار ولي همداراز ویلي:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تماسونو کې واټن باید رالږ او اعتماد رامنځته شي. باید دواړه هیوادونه په ګډه داسي پرېکړه وکړي چې خاورې یې د یو بل پر ضد نه کارول کېږي.»

د عوامي نشنل ګوند مشر دغه راز ویلي چې دا د پاچا خان هدف و چې د دوو هیوادونو ترمنځ کړکېچ کم شي او وسله او سوکالي یقیني شي.

«دا به د دوو هیوادونو د خلکو لپاره ایدیاله وي چې له ډار او تشدده پرته د دوو هیوادونو د ښېګڼې لپاره کار وکړي. د دې هدف لپاره پر له پسې تماسونو ته اړتیا ده څو له سیمې څخه د تروریزم نښې نښانې ورکې شي.»

د اسیا زړه پنځم کنفرانس پرون په اسلام اباد کې پرانستل شو او ټاکل شوې ده چې نن ولسمشر محمد اشرف غني هم پکې ګډون وکړي.

105 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *