Categories

اعلان

Loading…

د کندهار د هوايي ډګر په برید کې تراوسه ۹ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل دي

تاند- د وروستي راپور پر اساس، چې د افغانستان په وخت د شپې په یوه نیمه بجه مو ترلاسه کړ د کندهار پر هوايي ډګر د وسله والو طالبانو په برید کې تر اوسه پوري لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي.

وروستی راپور د امنیتي چارواکو په قول وايي چې برید د ماښام په ۶ بجې او ۲۰ دقیقې پیل شو. یو شمېر طالب انتحاریان د هوايي ډګر په انګړ کې دننه یوه زوړ ښوونځي ته ننوتل او له هغه ځایه یې د هوايي ډګر پر نورو برخو ډزې پیل کړې.

همداراز ویل شوي چې طالبانو د ملي اردو د یوه افسر د کور۵ غړي برمته کړي دي.

د شپې په ۱۱ بجې په هوايي ډګر کې یوه افغان پوځي افسر وویل چې تر دې دمه ۹ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي. د ده په وینا اکثره وژل شوي او ټپیان شوي کسان ملکیان دي.

د ده په وینا دا هغه دوکانداران دي چې په جګړه کې ګیر پاتې شوي دي. د هغوی مړي بد سوځېدلي دي او همداراز یې دوکانونو اور اخیستی دی.

د طالبانو ویندوی قاري یوسف احمدي د شپې په ۱۰ بجې په یوه استولي برېښنالیک کې ادعا کړې چې دوی ۲۷ شوبلې او زغرګاډي ویجاړ کړي دي.

د پېښې نور جزییات لاندې ولولئ

مخکینی خبر

264 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸