Categories

اعلان

Loading…

په پرمختیايي هیوادونو کي د عامه ادارې رول /بريالی هلمند

پر زراعت باندي اتکا

په مخ پر وده هیوادونو کي ۸۰ سلنه وګړي په کلیو او بانډو کي اوسیږي چي له دې جملې څخه یې ۶۶ فیصده خلګ په کرهڼه بوخت دي کرهڼه د نوموړو هیوادونو د ملي عاید ۳۲ سلنه جوړوي په داسي حال کي چي په پرمختللو هیوادونو کي ۳۵ سلنه خلګ په کلیو کي مېشت دي چي له دې جملې څخه یې ۲۱ سلنه خلګ په کرهڼه اخته دي او کرهڼه د پرمتللو هیوادونو د ملي عاید یوازي ۸ سلنه جوړوي .

په مخ پر وده هیوادونو یا دریمه نړۍ کي پر زراعت د خلګو د توجه لامل دادی چي کله عاید کم وي نو بیا د هر انسان لمړنۍ اړتیا د خوراک ، څښاک او پوښاک وي . اګر چي په دې هیوادون کي زیاتره خلګ په کرهڼه لیګیا وي خو بیا هم زراعت تولید کم وي او دا دوه لاملونه لري . لمړي لامل یې دادی چي د خلګو شمیر ډیر خو د ځمکي اندازه کمه وي او دوهم لامل یې دادي چي په دې هیوادونو کي د اقتصادي ستونزو له وجي زراعت میکانیزه نوي بلکي د نوي او عصري زراعتي تخنیکونو پر ځای عنعنوي میتودونه پکار وړل کیږي .

په لنډه توګه که ووایو نو په مخ پروده هیوادونو کي د ژوند د ټیټي کچي ، بیکارۍ او اقتصادي ستونزو لوی لامل د شتمنو هیوادونو او غریبو هیوادونو تر منځ د منابعو او سیاسي واک غیري عادلانه ویش ، د شتمنو او پرمختللو هیوادونو کړه وړه ، د لومړۍ ، دوهمي او دریمي نړی طبقه بندي ، د نړیوالو سازمانو او ټولنو د مور او میرې چلند دی .

په مخ پر وده ټولنو کي د عامه ادارې رول

عامه اداره په مخ پر وده هیوادونو کي د ملت جوړوني او اقتصادي پرمختګ په برخه کي ډیري مهمي دندي او مسولیتونه لري ځکه په صنعتي ملکونو کي خصوصي سیکتور ډیر قوي دی او په زیاترو برخو کي عامه اداره ډیره ځان مسوله نه احساسوي خو په مخ پروده هیوادونو کي بیا د عامه ادارې رول زیات دي ځکه په هر برخه کي باید شرایط د عامه ادارې لخوا اماده کړل سي تر څو پرمختګ ته لاره هواره سوي . د دولت او حکومت دندي په مخ پر وده هیوادونو کي د شمیر ، اندازې او پیچلتیا له اړخه ډیري سوي دي چي په لاندي ساحو کي خو بیا بیخي د دوی مسولیت ډیریږي:

اقتصادي برخه

په مخ پر وده هیوادونوکي دولت د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د سرماې د اماده کولو ، د هیواد د اقتصادي حالت د کنترول او د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د پلان جوړوني مسولیت لري . په دیمه نړي کي د ملي اهدافو د لاسته راوړلو لپاره پلان جوړونه یو منل سوی اصل بلل کیږي . د طبعي ، بشري او مالي منابعو سمبالول تر ډیره پوري په دولت پوري اړه لري پر دې سربیره دولت د خصوصي سیکتور د وړو تجارتونو په برخه کي هم ځان ښکیل کړي.

ټولنیز او تعلمي برخه

په ټولنیزه برخه کي دولت د خلګو د ښېګڼي او حالت د ښه کولو لپاره مسول دي او باید خپل رسالت ادا کړي ددې ترڅنګ دولت د فقر ، ناروغیو ، او ټولنیزو ناخوالو په ورکولو کي او د ټولنیزو بنسټونو په تقویه کولو کي کوښښ او هڅه کوي . په دریمه نړۍ کي لوړي زده کړي ، د بشري قوي مسلکي روزنه په ځانګړي ډول د ډاکټرانو ، انجنیرانو ، مدیرانو او نور تخنیکي پرسونل روزل هم د دولت مسولیت ګرځیدلی دی .

سیاسي برخه

دسیاسي پرمختګ په برخه کي د دولت د درو سره قوو تقویه او نورو سیاسي نهادونو وده تر ډیره د حکومت په لاس کي ده او په دریمه نړۍ تر ډیره حکومت دی چي باید په دې برخه کي کار وکړي او پرمتګ ته لاره هواره کړي.

په دې اساس نو د اسیا ، افریکا او لاتیني امریکا په مخ پر وده هیوادونو کي عامه اداره ده چي د ملي ودي او پرمختګ په برخه کي ستر رول لوبولای سي . دا چي دا هیوادونه غواړي چي ښه اقتصادي ، پرمختللی ټولنیز ژوند او ښه سیاسي حالت ته ځان ورسوي نو په داسي یوه حالت کي عامه اداره ده چي تر ټول مهم رول ور دغاړي سوی دی.

دغه ستر رول چي عامه ادارې ته په دریمه نړۍ کي ور د غاړي سوی دا په عین وخت کي د عامه ادارې لپاره یو ستره ننګونه هم ده ځکه عامه اداره ده چي باید په دریمه نړي کي اقتصادي او ټولنیز بدلون او تغیر رامنځته کړي . تر دوهمي نړیوالي جګړې وروسته د دریمي نړۍ هیوادونو د ځان لپاره یو شمیر اهداف وټاکل او په دې اساس نو اوس د عامه ادارې مسولیتونه نه یوازي دا چي ډیر سوي دي بلکه پیچلي سوي هم دي . نور بيا…

بدلون اوونيزه/دوهم کال/دريمه/ پرلپسي ۵۵ مه ګڼه/چهارشنبه/ قوس/۱۰/ ۱۳۹۴

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *