Categories

اعلان

Loading…

کابل پولیسو د پیغلو نجونو تښتوونکی نیولی

خبریال: میرویس جلالزی – افغان جنیایي پولیس وايي په کابل کې یې د نجونو یو تښتونکی نیولی دی.

د دغه سړي نوم اشرف ښودل شوی او پرې تور پوري شوی چې د ښار ښکلې نجونې به یې لومړی موندلې او وروسته به یې د خپلې جنسي غریزې لپاره تښتولې.

د کورنیو چارو وزارت د جنايي پولیسو مشر جنرال ظاهر ظاهر وايي، د نیول شوی اشرف کار دا و چې په ښار او بازار کې به یې ښکلې او فیشني نجونې تښتولې.

تیر کال د فیروز په نامه یوه ۲۳ کلن ځوان وروسته تر هغه ځان وواژه چې ویل یې د ده پر ملګرې څو تنو اوباشانو له تښتولو وروسته جنسې تیری کړی دی.

هغه نجلۍ زهره نومیده چې وروسته بیا فیروز ځان ته په عام محضر کې اور ورته کړ او سا یي ورکړه.

د فېروز ملګرې انسان تښتوونکو د کابل ښار په څلورمې ناحیې کې د اریانا پوهنتون له وره تښتولې وه او ۱۵ ورځې بې درکه وه.

وروسته له څو ورځې معلومه شوه چې انسان تښتوونکو دغه نجلۍ د خپلو جنسي غوښتنو د پوره کولو لپاره تښتولې ده او له څو ځلې جنسي تېریو وروسته یې په یوې دښته کې خوشې کړې وه.
له جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې د څېړنو له پایلو وروسته معلومه شوه، چې نیول شوی اشرف په دې قضیې کې اصلي تورن دی، نوموړی د فېروز پر معشوقې د جنسي تېري او تښتولو په پېښه کې هم لاس درلود.

جنرال ظاهر وویل، دغه قضیه هغه مهال روښانه شوه چې شاوخوا ۲۰ ورځې مخې په کابل ښار کې اشرف یوه نجلۍ تښتوله.
د کابل ښار د امنیه قومندانۍ پولیس له څو پرلپسې عملیاتو وروسته په دې بریالي کیږي چې اشرف ونیسي.
د ظاهر په خبره، اشرف یو مسلکي جنایتکار دی او مخکې له دې چې نجلۍ وتښتوي د خپل دغه کار لپاره پر څو لارو چارو غور کوي او نجونې د فلم او انځورونو په اخیستلو سره ګواښي.

ده وویل، که دغه کار یې چاره اسانه نه کړي، نو خپل ښکار په مناسب فرصت کې تښتوي.

438 total views, no views today

2 comments

  1. توریالی Reply

    ډېر زر باید داسې جزايي شي چې جزا يي عام خلک په خپلو سترګو وویني

  2. shahed Reply

    اعدام یی کړۍ دا خا ین

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2