Categories

اعلان

Loading…

مسکو بیا راځي!!؟ ليکنه: حبيب وقار

د ولسمشرحامد کرزي د حکومت په وروستیو کې د افغانستان او امریکا اړیکې ډېرې سره پېچلې شوې. دا پیچلتیا هومره ژوره شوه چې په پايله کې یې پخواني ولسمشرحامد کرزي ګواښ وکړ چې له مسکو سره به خپلو سیاسي او پوځي اهدافو ته د لاسرسي په برخه کې هڅې پراخې کړي. که څه هم د ولسمشرکرزي د حکومت پر مهال له روسيې سره دا ډول اړیکې ډېرې غوښنې نه شوې خو، داسې ښکاري چې د نوي حکومت له پاره د اړيکو يو بنسټ کېښودل شو. سږ کال د ناامنیو په پراختیا سره، د افغان چارواکو او روسيې تر منځ د اړيکو نوي نوي خبرونه اورو.

شوروي پوځونو چې کله په افغانستان يرغل وکړ، دوی د هند تودو اوبو ته د رسېدو له پاره افغانستان وکاراوه، خو په دې هېواد کې له سختې ماتې سره مخ شول، روسان به هېڅ کله هم هغه ماتې هېره نه کړي کومه چې د افغانانو په لاسونو په امريکايي وسلو او پيسو ورکړل شوه.

له هغې وروسته بيا روسان تر ډېره پټه خوله پاتې شول، د افغانستان او نړۍ په چارو کې يې لاسوهنه نه کړله، خپلو وروستيو جګړو او لاسوهنو له پښو وغورځول، خو په دې وروستيو کې يې يو ځل بيا په افغانستان او نوره نړۍ کې ځان ښکاره کړ.

څه وخت کېږي چې په پرله پسې توګه له روسيې سره د افغان چارواکو د اړيکو خبرونه اورو، د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلميار وايي چې روسیه له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستو ته لېواله ده. نوموړي د مسکو له چارواکو غوښتي چې له افغانستان سره د ترورېزم پر وړاندې دمبارزې او له افغان ځواکونو سره د روزنې او اکمال په برخه کې مرسته وکړي.

مسلميار مسکو ته خپل سفر ګټور ارزوی: ((له نېکه مرغه ويلای شم چې مسکو اوس له پخوا ډېر له افغانستان سره مينه ښيي، هغه داسې چې د افغان حکومت له مخکنيو غوښتنو سره سم به مسکو افغانستان ته لس زره کلاشينکوفونه ورکړي.))

رښتيا هم مسکو په دې وروستيو کې له افغانانو سره د مرستې ټټر وهي او د ښاغلي مسلميار سفر هم د مسکو د مشرانو جرګې د رییس په بلنه شوی و، نوموړي هلته د بهرنیو چارو وزارت او له نشه يي توکو سره د مبارزې له مسولینو او د ملي شورا له غړو سره کتلي دي.

له روسيې سره د اړيکو په لړ کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي هم د روسیې په “سنټ پېټرس بورګ” ښار کې په درې ورځنۍ سیمه ییزه غونډه کې ګډون وکړ. له دې وړاندې د ولسمشرغني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم او د ولسي جرګې یوه پلاوي هم له افغانستان سره د روسیې د همکارۍ د راجلبولو په خاطر هغه هېواد ته سفرونه لرل. ان تر دې چې یو شمېر روسي چارواکي د افغانستان په شمال کې له داعش ډلې سره د مبارزې له پاره له یو شمېر کسانو او بېلابېلو ډلو سره خبرې کړې دي.

مسلميار زياتوي چې روسان په افغانستان کې د داعش ډلې له فعاليتونو وېږېږي خو د ده په وينا چې روسانو ژمنه کړې چې هره موضوع به له افغان چارواکو سره په تفاهم سره مخته وړي.

ځينې منتقدين وايي چې له دوو مياشتو راهيسې مسکو په خپله خوښه له افغانستان سره اړيکې نيسي، خو تر دې وړاندې به يې اړيکې د امريکا په خوښه نيول کېدې، خو د دوی تر منځ په سوريه کې د وروستيو تاوتريخوالو له کبله مخالفت شدید شو. په سوريه کې د مسکو له لوري په داعش بمبار کړلو له کبله امريکا پرې يو څه بنديزونه ولګول. خو په دې ورستيو کې مسکو خپلو غونډو ته افغان چارواکي غواړي او دوی هم په افغانستان کې په غونډو کې ګډون کوي.

افغانستان پوځي روزنې، تجهيز او اکمال ته اړتيا لري، خو امريکا په دې برخه کې صادقانه او د پام وړ مرسته نه کوي نو افغان چارواکي اړ دي چې د ځان د اکمال له پاره له روسيې سره ښې اړيکې ولري. له مسکو سره د اړيکو په لړۍ کې د ملي امنيت د شورا رئیس حنیف اتمر هم په کابل کې د مسکو له سفير سره د روسيې پر پوځي همکارۍ خبرې وکړې او له افغانستان سره يې د روسيې پوځي همکاري مهمه وبلله.

په دې اړه د سياسي او حقوقي چارو کارپوه ښاغلی محمد قاهر وردګ وايي چې ډېری مشران په دې خاطر د مسکو په لور ور مات دي چې نور يې د امريکا له ملاتړ څخه هيله شلېدلې، نوموړی زياتوي: ((افغان دولت د ترهګرو ډلو په وړاندې په جګړه کې ښکېل دی، د چارواکو له انده روان امنیتي حالت ته په پام سره دوی پوځي مرستو ته اړتيا لري. افغان دولت د بل هر ملاتړ کوونکی قوت را پیدا کېدلو ته د یوې ښې موکې په سترګه ګوري. خو ځینې داسې چارواکي هم لرو چې تر ډېره د خپل سیاسي ملاتړ په لټه کې دي. دا تر ډېره د امريکا له خوا رټل شوي اشخاص ښکاري.))

له بلې خوا د سياسي او حقوقي چارو کارپوه فضل الرحمن عمرخېل وايي، د افغان ملي اردو د تجهیز او تسلیح په برخه کې د امريکا نه مرستې له کبله افغان حکومت اړ شو چې د خپلو ځواکونو د تجهیز له پاره روسیې ته مخه کړي.

د نوموړي په اند افغان حکومت دوه موخې لري: ((لومړی دا چې روسیه چې په سیمه کې د امریکا د سړې جګړې د مهال سیاله ګڼل کیږي، افغان حکومت غواړي په دې کار سره یو نه یو ډول امریکا وننګوي او یایې لږ ترلږه تر فشارلاندې راولي. دويم دا چې افغانان تر ډېره بریده له روسي وسلو او تجهیزاتو سره بلد دي نو د استعمال پر مهال به یې افغان امنیتي ځواکونه له ستونزو سره مخ نه شي.))

ایا افغانستان د لویو قدرتونو په میدان بدلېږي

وروستيو سياسي شخړو او جګړو ته په پام سره ښکاري چې افغانستان يو ځل بيا هم د تېر په څېر د لويو قدرتونو د جګړې په ډګر بدلېږي. د روسيې او افغان چارواکو د نوې خپلوۍ او اړيکو د ډېرېدو په اړه بیا هم قاهر وردګ وايي چې روسيه هم اوس نړۍ ته ښيي چې دوی هم د امريکا په څېر لوی قدرت دی. هغه وايي چې روسیه په دې باور ده چې امريکا د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې لوبه په اصل کې د دوی د ځپلو له پاره ده. نو همدا لامل دی چې روسيه غواړي د افغانستان او سيمې په سياسي معاملو کې ځان ګډ کړي. له افغانستان سره مرسته وکړي او له پوځي پلوه يې د ځان په لور ور مات کړي.

وردګ زياتوي: ((روسيه غواړي د دې لوبې مخه ونيسي، په دې لړ کې یې په سوریه کې د داعش (چې روسیه ورته د لویدیځ د یوې وسیلې په سترګه ګوري) په وړاندې مبارزه وکړه او غواړي په افغانستان کې هم چې د جګړې یوه بله جبهه ده، مبارزه وکړي.))

قاهر وايي چې مسکو په افغانستان کې مستقيمه مداخله مناسبه نه بولي بلکې افغان حکومت يو ملګری ګڼي. هغه وويل: ((روسیه دوه موخې لري، لومړی غواړي هغه واقعي او باالقوه خطر چې له افغانستان څخه د روسیې د نفوذ ساحې (د پخواني شوروي اتحاد هېوادونو) ته متوجه دی یو څه کم کړي او له بلې خوا نړیوالو ته ځان ځواکمن وښيي.))

ایا روسيه ښه متحد کېدلی شی؟

دا چې روسيه له افغانستان سره د څه ډول ملګرتيا هوډ لري او افغانستان به تر کومې کچې له دوی سره اړيکې ولري، قاهر وردګ وايي چې روسیه په سیمه کې يو مهم لوبغاړی دی او د افغانستان په اوسنيو شخړو کې د روسیې رول له پامه نه شي غورځول کېدای.

نوموړی زياتوي: ((له روسیې سره د افغانستان د حکومت ملګرتیا د روسیې د سیاسي، اقتصادي او نظامي زور ته په کتو سره ده. افغانستان نور د پخوا په څېر په یوه قطب یا یوه قدرت پورې تړلی نه شي پاتې کېدای بلکې له روسیې، چین، هند، عربستان او لویدیځ ټولو سره د هغوی د سیاسي، نظامي او اقتصادي توان په انډول اړیکې ساتل غواړي.

ښاغلی عمرخېل بيا پر دې باور دی چې روسيه په افغانستان کې ځينې مشخصې ډلې تجهيزوي، هغه زياتوي: ((که د سړې جګړې پرمهال له افغانستان سره د شوروي اتحاد مرستو ته وګورو نو روسیه د افغانستان یو ښه متحد کېدای شي خو په وروستیو دوه لسیزو کې د افغانستان له یو شمېر ډلو سره د روسانو خصمانه مرستې، په ډاګه کوي چې دوی له افغان دولت سره مرسته نه بلکې دلته د یوشمېر ډلو ټپلو په وجود کې خپلې ګټې لټوي نو ویلی شو چې افغان حکومت باید له بهرنیو هېوادونو څخه د مرستو د جلب په برخه کې له خورا دقت څخه کار واخلي هسې نه چې افغانستان یو ځل بیا د سترو ځواکونو دسیالیو مرکز وګرځي.))

Taliban, IS, Russia

دا چې په اوس وخت کې د افغانستان په چارو کې امريکا تر ټولو ډېره دخيله ده، نو د روسيې د پوځي تجهیزاتو په ادامې سره به يې غبرګون څه وي. په دې اړه هم قاهر وردګ وايي، د امریکا اندېښنه به یواځې په هغه حالت کې جدي وي که افغان اردو پر روسي نظامي تجهیزاتو او تخنیک تکيه وکړي، ځکه چې امريکا به له دې وېره ولري چې جګړه يې له کنټروله وځي خو زما په اند دا حالت په آسانۍ سره رامنځ ته کېدونکی نه دی. هغه زياتوي: ((دلته به امریکا تر هغې له احتياط کار واخلي چې د امریکا پر کنټرول شوې جګړه باندې يې اغېز پرې نه وزي.

په دې معنی که په افغانستان کې جنګېدونکې ترهګرې ډلې د لویدیځ ستراتیژیک وسایل او روانه جګړه د امریکا له خوا رهبري کېدونکې وګڼو نو دلته به د امریکا غبرګون جدي وي. نو کېدای شي امریکا پر افغان حکومت فشار راوړي چې له روسیې سره ډېر نژدې نه شي.))

خو د عمرخېل په وينا په تېرو څوارلسو کلونو کې امریکا په افغانستان کې په مستقیمه او غیرمستقیمه توګه په ملیاردونو ډالر لګولي. هغه زياتوي: ((څوک چې لګښت کوي، نو خپلې ګټې هم لري که د سیمې په کچه بل داسې یو هېواد را پیداکیږي چې په افغانستان کې امریکایي ګټې وننګوي او یایې له خنډ سره مخ کړي، نو امریکا به بې تفاوته پاتې نه شي. نو ښه به دا وي چې ترهرڅه وړاندې افغان حکومت د خپلو ملکي او نظامي اړتیاوو د پوره کولو له پاره امریکا ته مخه کړي، قناعت ورکړي ترڅو په خپلو کړیو وعدو وفا وکړي. په سیمه کې د امریکا او روسیې سیالي د افغانستان په ګټه نه ده، ښه به داوي چې افغان حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ د اصولو پربنسټ په افغانستان کې د ښکېلو هېوادونو ترمنځ د تعادل د اصل پراساس داسې سیاست غوره کړي ترڅو وکولای شي ذینفع هېوادونه په افغانستان کې منفي سيالۍ ته نه بلکې مثبتې سیالۍ ته وهڅوي.))

له بلې خوا افغان پوځي څېړونکي سره له دې چې له افغانستان سره د روسیې مرستې ګټورې ګڼي؛ خو وايي چې دا باید د امریکا په تفاهم ترسره شي. حی ګل سلیمانخېل په دې اړه وايي: ((که روسیه له موږ سره د ترورېزم د ځپلو له پاره پوځي مرسته وکړي؛ ډېره مهمه ده، خو دا مرسته باید د امریکا او نورو متحدینو په مشورې وشي.))

له دې وړاندې په افغانستان كې د ناټو ځواكونو عمومي قومندان جنرال جان اېف کمپبل ویلي چې له روسیې څخه د مرستې په غوښتلو کې ستونزه نه لري؛ هغه زياتوي چې په سوريه کې د روسيې لاسوهنو ته په کتو به دوی په افغانستان کې هم داسې يو حالت رامنځ ته کړي. خو د مشرانو جرګې رییس ټينګار کوي چې افغانستان یو مستقل هېواد دی او حق لري ترڅو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره دوستانه اړیکې لري.

213 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2