Categories

اعلان

Loading…

آيا بېخوده وېرې لرئ؟ / ژباړه: شکور کامران

ډېری خلک په ژوند کې په يو نه يو ډول وېريدلي چې دا يوه طبيعي چاره ده؛ خو هغه کسان چې په زړه کې داسې وېرې او ګمانونه لري چې تل ورسره مل وي او بيا، بيا ورته پـېـښـيـږي يا په بل عبارت کله چې له هغې صحنې سره مخامخيـږي، په زړه کې يو ډول ډار او وېره لري او له ور سره مخ کېدو آن لړزيږي، هغوی ته وايي چې د بېخوده وېرو يا (Phobia) لرونکي دي.

فوبيا کېدی شي له يو ځای او سيمې مشخص وي، يا کېدلی شي يو خاص حالت وي چې انسان تل ورڅخه وېره او ډار لري او يا کېدی شي له هغو بېلابېلو شيانو وېره وي چې تل د هغه په زړه کې وي او نه غواړي ور سره مخ شي.

د فوبيا ځينې ډولونه په لاندې ډول دي:

له لوړو ځايونو وېره: هغه کسان چې دا ډول وېره لري، کله چې له يو لوړ ځای لکه غـره، لوړ پوړې ودانۍ، ونې او نورو د ځمکې لور ته ګوري، داسې ويريږي چې آن ځينې وخت بې هوښه کيږی او لويـږي.

له تيارې وېره: دا کسان له تيارې ويـريږي او کرکه ترې لري.

له يوازيتوب وېره: ځينې کسان چې کله په يوه خونه، کور، لاره، خالي او ځينو نورو ځايونو کې يوازې وي، يو ډول وېره او ډار يې په زړه کې ځای نيسي او ځان بايلي.

له حيواناتو وېره: ځينې خلک له معمولي حيواناتو لکه پـيـشـو، موږک، ورږو، ګونګټې، سپي، لـړم او نورو دومره ويريږي يا کرکه ترې لري، چې په ليدلو يې آن بې هوښه کيږي، په داسې حال کې چې ښايي هغوی ته کوم خطر پېښ نه کړي.

له خلکو وېره: بعضي خلک له ځينو کسانو وېره او ډار لري او په ليدلو يې په خپله لړزيږي او پټيږي. ښايي هغه کس هېڅ کار ور سره ونه لري، خو هغوی يې په ليدلو او ځينې وخت آن د نوم په اورېدلو په خپله لړزيږي.

مړي ته له کتلو وېره: ځينې خلک د انسان مړي ته د کتلو زغم نه لري او په ليدلو يې آن څو ورځې ناارامه وي او وېريږي.

له ځينو ځايونو وېره: ځينې خلک له ځانګړو ودانيو او ځايونو وېره لري. لکه، قبر، د روغتونونو مړستون (که تش هم وي) او نور.

له شيانو وېره: لکه له تش تابوت، د قبر له تختو، د مړي مينځلو له تختې او نورو وېره.

ځينې نورې وېرې دا دي:

له اوبو وېره،

د ډلې په مخ کې له خبرو کولو وېره،

شپې مهال له ډاروونکو کيسو وېره.

دا ډول وېرې معمولا له کرکې سره هم مل وي. سيګمونډ فـرويډ چې د رواني تحليل د علم بنسټګر دی، فوبيا ته د يوې دودي وېرې په سترګه کتلي چې د هغو وېرو او ډار ځای يې نيولی، چې له ماشومتوبه په انسان کې رامنځته شوې دي. سره له دې چې اصلي ډار ښايي هېر شوی وي، خو نښې يې په انسان کې پاتې شوې او وده يې کړې ده.

ډاکټران او ارواپوهان توانيدلي چې له بېلابېلو لارو په کار اخيستنې سره د فوبيا ستونزه تداوي کـړي. هغوی هڅه کوي د اصلي پېښې په پيدا کولو، چې د فوبيا پيلېدو پيلامه شوې، دا ډول کسان تداوي کړي.

11 total views, 2 views today

1 comment

  1. Ajmal Qayel Reply

    زه هم ویره لرم داسی ویره چی په ما هیڅ هم نه کیژی مګر زما په زړه کی ‌ډار را پیداکیژی
    زه سنګه کولای شم چی دځان علاج وکرم
    ګرچه دوه ځل پاکستان ته هم تللی یم اما هیڅ نتیجه یی نه لری
    ستاسو دځواب په هیله مننه کوم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *