Categories

اعلان

Loading…

افغانۍ زموږ ملي ارزښت/ محمد داود نیازی

په دې وروستیو وختونو کې د افغانیو کورنی او بهرنی ارزښت راټیټ شوی، په هیواد کې قیمتونه لوړ شوي دي. په هيوادونو کې د پیسو پړسوب له دوو لارو څخه رامنځته کيږی د تقاضا ډيرښت او د تولید د عواملو د قیمت لوړیدل .

که پورتینو سببونو ته وګورو نو یو یې هم زموږ په هيواد کې نه دی رامنځته شوی. ځکه ډيری خلکو دندې له لاسه ورکړي عاید يې کم شوی کله چې عاید کم شي نو تقاضا هم کميږي. له بلې خوا د تولید د عواملو قیمت هم له پخوا څخه راکم شوی دی.

د پیسو کورنی ارزښت د توکو او خدمات په وړاندې وي دا په دې مانا چې د عرضه شويو پيسو او عرضه شويو توکو ترمنځ اړيکه معکوساً متناسبه وي که د پيسو په ټوليز مقدار کې زياتوالی راشي او توکي ثابت وي د پيسو ارزښت نزولي لار نيسي او توکو قيمتونه لوړېږي .

د پيسو بهرنی ارزښت د کورني ارزښت انعکاس دی چې د تادياتو په بيلانس کې منعکس کېږي . که د تادیاتو بیلانس کسر ولري نو د پیسو ارزښت ټیټ وي او که مازاد وي نو بیا يې ارزښت لوړ وي .

له بلې خوا خلک داسې فکر کوي کله چې د يو هيواد پيسې د بل هيواد د پيسو په وړاندې ارزښت له لاسه ورکړي د نورو هيوادونو په وړاندې به هم له لاسه ورکوي خو داسې نه ده . امکان لري چې د افغانیو ارزښت د هندي کالدارو په وړاندې ټیټ شي خو د پاکستانيو په وړاندې نه ځکه د پیسو بهرنی ارزښت له هيوادونو سره په راکړې ورکړې پورې اړه لري کله چې يو هيواد وغواړي له بل هيواد څخه واردات وکړي نو هغه مجبور دی تر څو د صادرونکي هيواد پیسې لاسته راوړي او توکي پرې وارد کړي چې ورسره د صادرونکي هيواد پيسو ته تقاضا ډيريږي او ارزښت يې لوړيږي . په همدې ډول د صادراتو په برخه کې هم واردونکی هيواد مجبور دی تر څو ستاسو پيسې واخلي او توکي پرې وارد کړي . د پیسو په ارزښت کې تغیر په هیوادونو پورې اړه لري کومو هيوادونو لپاره چې لوړ ارزښت ګټور وي نو لوړ ټاکي او دکومو لپاره چې ټیټ ګټور وي نو ټیټ ارزښت ټاکي . هغه هيوادونه چې په وارداتو تکیه لري نو هغوی هڅه کوي تر څو د پیسو ارزښت لوړ وساتي تر څو ډير واردات پرې وکړي او هغه هيوادونه چې صادراتي وي نو هغوی هڅه کوي چې د پيسو ارزښت يې ټیټ وي تر څو ډير صادرات ولري .

دا چې افغانستان یو وارداتي هيواد دی نو د افغانیو ارزښت هم باید لوړ وساتل شي خو له بدمه مرغه په دې وروستیو کې ارزښت ډير راټيټ شوی دی چې ډير لاملونه لري : د بودجې د کسر سياست ، لوړ دولتي لګښتونه ، د يو بد رواني حالت ، د پيسو په وسيله د ثابتو شتمنيو رانيول، بې ځایه استخدام ، د ټول اقتصاد په اړه د بدو نظرونو رامنځته کېدل او د مرکزيت د له لاسه ورکولو وېره ، ورځپاڼو پروپاګند ،وارداتي هيواد ، د پانګې جوړښت ،کاذب اقتصاد، د اسعارو له لاسه ورکول ، د هيواد په سیاسي سرحداتو په داخل کې د خپلو پيسو نه چلښت ،په معاملاتو کې د اسعارو کاریدل او يو شمیر نور عوامل چې په اقتصادي لحاظ يې د افغانیو ارزښت اغیزمن کړی دی . د دې تر څنګ یو شمیر غیرې اقتصادي عوامل لکه سياسي ،ټولنيز او نظامي حالت بد حالت چې موږ ورسره لاس او ګریوان یو د افغانیو ارزښت يې راټيټ کړی دی. د 2001لمریز کال څخه را په دې خوا کله چې په هيواد کې د پیسو ریفورم رامنځته شو د افغانیو لپاره يو ارزښت وټاکل شو چې د هغه وخت پر اساس مناسب هم و . تر هغې وخته تر ننه د افغانیو د دایمې ارزښت ساتلو لپاره یا په ټوله کې د اقتصادي بساینۍ لپاره بنسټیز کارونه ترسره نه شول چې اوس مهال يې دا دې پایله ګورو او يوه خبره د یادونې وړ ګڼم چې اوسمهال چې د افغانیو ارزښت ورځ په ورځ راټیټيږي ډير خلک وايي چې د پخواني ولسمشر په وخت کې مصنوعي ارزښت و اوس حقیقي دی ، نه تر اوسه د افغانیو ارزښت حقیقي نه دی . د دې لپاره چې موږ د افغانیو حقیقي ارزښت تر لاسه کړو نو موږ باید خپل هيواد له وارداتي څخه په صادراتي بدل کړو او که صادراتي هم نشي نو خپلې اړتیا وې خو باید پوره کړو . د دې تر څنګه په هيواد کې د پیسو له ریفورم څخه تر نن د افغانیو د ارزښت په ساتلو ، دودولو ، راکړه ورکړه کې بېغوري تر سره شوی ده . اوس چې د افغانۍ ارزښت تر هر وخته ډير خراب دی او په هيواد کې د پيسو پړسوب په ډيره چټکه توګه روان دی نو باید حکومت او ولس لاس په کار شي په هغو ولایتونو کې چې افغانۍ په کې چلښت نه لري ژر تر ژره د بهرنیو پيسو مخه ونیول شي ، په هيواد کې ټولې راکړې ورکړې په افغانیو ترسره شي ، په نړيواله سوداګرۍ کې د ډالرو پر ځای افغانۍ وکارول شي ، په هيواد کې لوی قرارداتونو باید په افغانیو ترسره شي ،ټولې نړيوالۍ او کورنۍ موسیسې باید هر څه په افغانیو ترسره کړي ، بانکي سیستم کې باید ډيرې وکارول شي ، پر بهرنیو اسعارو پوره څار ترسره شي او باید د افغانستان بانک له لارې د اړتیا سره سم د اړمنو په واک کې ورکړل شي ، سیاسي ، ټولنیزه او نظامي بې ثباتي له منځه لاړې شي ، په هيواد کې شته اسعارو په اړه باید د افغانستان بانک جدي کارونه ترسره کړي هغه اسعار چې په داخل کې شتون لري باید له هيواد څخه بهر لاړ نشي له خلکو یې راټول کړي پر ځای يې افغانۍ ورکړل شي،بهرنۍ پانګونه په افغانیو ترسره شي . افغانۍ د اسعارو په ځانګړی توګه د ډالرو له انحصار څخه راخلاصه کړي د نړۍ له ټولو هيوادونو سره راکړه ورکړه د هيوادونو په دود پيسو ترسره کړي ، کاروباریان، صرافان، دولتي ادارې،د ځمکو اخیستل ،خرڅول ،کرایه ګروي او عامو وګړو باید په خپلو چارو کې افغانۍ وکاروي ،د افغانۍ د کاورنې ساحې پراخول ،يوازې په ډالرو تکیه نه کول ځکه یوازې په ډالر و اقتصادي کړنې ترسره کول زموږ خلک ډير اغیزمنوي ځکه که ډالرو کې لږ فرق هم راشي نو موږ ور څخه ډیر اغیزمن کيږو .

د پورتنیو کړنو له کبله افغانۍ ته تقاضا ډیريږي چې ورسره ارزښت هم لوړيږ ي خو دا هم تر ډيره بریده د افغانیو په ارزښت کې رول ترسره کولی شي اوس چې څومره افغانۍ په ښکته ر وانه ده تر یو بریده يې مخه هم نیولی شي خو د افغانیو مطلوب نرخ زموږ په اقتصادي وضعیت پورې اړه لري . په پای کې وایم چې دا د هر افغان دنده ده چې دخپلو پيسو په دودولو کې هڅه ترسره کړي ځکه افغانۍ زموږ ملي ارزښت دی .

په خامتا د وطن فخر کړه ملنګ جانه

پردې پشمینه ډکه له پیغوره

14 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *