Categories

اعلان

Loading…

ژوندمدني ټولنې خپله څلورویشتمه اونیزه ناسته وکړه

عصمت الله سلا م/ غزني .

ژوندمدني ټولنې نن شنبه د۱۳۹۴ هـــ ل کال دوري میاشتي په دوویشتمه (۲۲) نيټه داونیزوناستوپه دوام خپله څلورویشتمه اونیزه ناسته وکړه .

غونډه د غزني ولایت په دریم پلان کې دیادې ټولنې په مرکزي دفترکې جوړه سوې وه ، پیل یې په دوه بجي له اجنډاسره سم قاري ضیاالحق همدرد دپاک قران په مبارکوایتونووکړ.

ورسته ښاغلی سیف الرحمن شفق دتیرې غونډي راپورګډونوالوته ورواوراوه چې دغونډي ګډونوالوخوښ کړ.

ورپسې ښاغلي احسان الله اسدزي دهغوزدکونکوپه اړه دغونډي ګډونوالوته مالومات ورکړکوم چې دژوندمدني ټولني له ادرسه دحسابداري اومالي انستیتوت ته ورپیژندل سوي .

ښاغلي اسدزي زیاته کړه :

چې یادانستیتوت ته دژوندمدني ټولني له اړخه (۳۳) تنه دښوني ریاست په ځانګړي مرسته ورپیژندل سوي په یادو(۳۳) تنوزده کونکوکې ډيری یې هغه بې وزله زده کونکي دي چې دکانکورپه ازموینه کې پاته اونه سې کولای خصوصی لوړي زده کړي بشپړي کړې.

یادزده کونکي به په یادانستیتوت کې خپلي نیمه لوړي زده کړي پای ته رسوي.

له ښاغلي اسدزي ورسته انجنیرعزیزاحمدعظمي له لورې (په افغان کلتوردپردیوکلتورونواغیز) په نوم مقاله ورواوروله .

ښاغلي عظمي په دې اړوند هراړخیزمالومات دغونډي ګډونوالوته وړاندې کړاوویې وویل چې په افغان کلتوردپردیوکلتورنویرغل یودلیل نوروهیوادونوته دافغان کډوالو تګ اوراتګ دی .

دغونډي په پای کې دغونډي میلمنودغونډي ارزونه وکړه اوهغه یې وستایله .

غونډه دډاکترحمدالله نوري له لورې ددوعایی په لوستلوپای ته ورسیده .

25 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *