Categories

اعلان

Loading…

د ښرنې د اداري او محاسبې له انستیتیوتونو ۱۵۰ تنه فارغ شول

د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې د ادارې او حساب دارۍ کرني له انستيتيونو څخه ۱۵۰ تنه محصلانو له دوه کلنو زدکړو وروسته د يوې لمانځغونډې په ترڅ کې د فراغت سندونه واخیستل .

ياده غونډه نن دوشنه د پکتيکا ولايت په مقام کې جوړه شوې وه ، د پکتیکا والي ښاغلي امین الله شارق، د پوهنې ريیس، د پوهنتون رییس او استادانو، د ادارې او حسابدارۍ انستيتوت استادانو، د پکتيکا ولايت نورو اداري ريئسانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او د فارغينو د کورنيو غړو پکې برخه لرله.

د پکتيکا والي امين الله شارق محصلينو ته د فراغت د مبارکۍ تر څنګ وويل چې فارغ شوي زده کړیالان دې يوازې پدې سند بسنه نه کوي او دوی دې په راتلونکې د لېسانس او ماسټري زده کړې وکړي.

ښا غلي شارق په فارغ شویو زده کړیالانو غږ وکړ چې لدې وروسته هم له کتاب او قلم سره خپله مينه او علاقه جاري وساتي او د کار تر څنګ خپله معنوي شتمني نوره هم پياوړې کړي.

ښاغلي شارق فارغینو ته ژمنه ورکړه چې دوی ته به د کاري زمينې په برابرولو او د دوی د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې پوره پاملرنه وکړي .

غونډې ته د پکتيکا د پوهنې رییس کوچي ځاځي وويل دوی خوښ دي چې نن ۱۵۰ تنه فارغين له دوه کلنو مسلکي زدکړو وروسته فارغوي هيله مند دي چې دا شمېره وار په وار زياته شي.

د ولايتي شورا غړي نعمت الله بابري بيا وويل: پکتيکا نن سبا د پوهې په ډګر کې د پخوا په پرتله د پرمختګ په حال کې ده او دوی به د پکتيکا د پوهنيز او علمي بهير په لا پرمختګ کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

قومي مشر وکيل باچاخان وويل چې په اوسنۍ ساينسي نړۍ کې پوهه د ژوند تر ټولو مهیمه اړتيا ده او پکتيکاوال يې د پوهې ډګر ته را وبلل. پاچاخان ميندې او پلرونه وهڅول چې په خپلو اولادونو ښونځي او پوهنتونه ووايي او راتلونکې يې لا روښانه کړي .

غوڼډې ته څو ټيمونو خپلې چمتوکړې ترانې هم ور واورولې او په پای کې په فارغ شویو محصلينو فراغت ليکونه ووېشل شول.

نبي الله پیرخیل

د پکتیکا ولایت ویاند

163 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸